هند وايي د چمپينز ټرافۍ سياليو لپاره پاکستان ته لوبډله نه استوي

د پاکستان او هند کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) پاکستان ته په لیکلي بڼه خبر ورکړی چې هند نه غواړي د چمپينز ټرافۍ لپاره خپله لوبډله پاکستان ته واستوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) يوه وياند بي بي سي ته ويلي، د کرېکټ نړيوالې شورا د يکشنبې په ورځ د برېښناليک له لارې د پاکستان کرېکټ بورډ ته په دې اړه خبر ورکړ.

د وياند په وينا، د هند کرېکټ بورډ ای سي سي ته ويلي چې د دوی لوبډله د چمپينز ټرافۍ لپاره پاکستان ته نشي تللی.

د پاکستان کرېکټ بورډ يوه چارواکي بي بي سي ته وويل، ټاکل شوې وه چې د دې سياليو مهالوېش د نومبر پر ۱۱ اعلان شي خو په وينا يې د اوسمهال لپاره ځنډول شوی او هر ډول پرېکړه به د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا ترسره کېږي.

د يادولو ده چې د ای سي سي د هر ډول سياليو مهالوېش بايد له پيلېدو ۱۰۰ ورځې مخکې اعلان شي تر څو کوربه هېواد، خپروونکي او نور ښکېل اړخونه د چمتووالي لپاره کافي وخت ولري.

د پاکستان او هند کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

هند وروستی ځل په ۲۰۰۸ کال کې پاکستان ته د اسيا کرېکټ سياليو لپاره سفر کړی و او وروستی ځل يې په ۲۰۰۶ کال کې له پاکستان سره لوبلړۍ درلوده خو له دې وروسته پاکستان په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کال کې هند ته سفر درلود خو هند په پاکستان کې کومه سيالي نه ده کړې.

دا لا نه ده روښانه چې د هند کرېکټ بورډ د دې پرېکړې په ځواب کې به پاکستان څه ډول ګام پورته کوي، ايا د تېر اسيا جام په څېر به د هند سيالۍ په درېیم هېواد کې ترسره شي او که کوم بل غوراوی به وړاندې کړي.

پاکستان د چمپينز ټرافۍ د کوربتوب لپاره د کراچۍ لوبغالي او په لاهور کې د قذافي لوبغالي په بيارغولو په ميليونو ډالر لګولي دي. په پام کې ده چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

ټاکل شوې چې د چمپینز ټرافي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې پیل شي چې په لومړي ځل به افغانستان هم په کې وي.

په چمپينز ټرافۍ کې به د پاکستان او هند تر څنګ، افغانستان، بنګله دېش، انګلنډ، اسټراليا، جنوبي افريقا او نيوزيلنډ هم ګډون کوي.

د شري لنکا لوبډله ځکه د دې سياليو برخه نه ده چې د يو ورځنيو لوبو په جدول کې په غوره اتو لوبډلو کې نه وه راغلې.

پخوا هم د هند او پاکستان تر منځ اړيکي ترينګلي وو خو په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې له بريدونو وروسته هند پرېکړه وکړه چې پاکستان ته نه ورځي او يوازې د ای سي سي په سياليو کې له يو بل سره مخامخېدل.