محمد نبي وايي تر راتلونکو څو میاشتو د کرېکټ له یو ورځنیو لوبو تقاعد کوي

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان مشهور او تجربه کار لوبغاړي محمد نبي په یوه تازه مرکه کې د خپل یو ورځني کرېکټ د راتلونکي په اړه غږیدلی دی.
هغه ویلي له چمپین ټرافۍ (د اتلانو جام) وروسته له "یو ورځنیو سیالیو سره خدای پاماني کوي."
نوموړی پرون (چارشنبه) د بنلګه دېش خلاف له یوې ښې لوبې او ارزښتناکه ۸۴ منډو جوړولو وروسته د افغان کرېکټ بورډ د رسنیو له برخې سره په خبرو کې له یو ورځنیو لوبو د تقاعد خبره په ډاګه کړه.
د کرېکټ بورډ په ټولنیزو پاڼو خپره شوې ویډيو کې ښکاري چې د هغه پرونۍ لوبې ته په کتو، محمد نبي ته ویل کېږي چې که داسې ښه لوبه کولای شي نو باور دا دی چې نبي به لا کرېکټ وکړي.
محمد نبي خبره ورغبرګوي او وايي چې " نه خبره به ډېره نه سره اوږدوو او که خدای کول له یو ورځنیو لوبو به په چمپین ټرافي کې خدای پاماني کوو."
محمد نبي وار له مخه له ټېسټ سیالیو تقاعد شوی، نوموړی د افغانستان په ګټه نږدې ټولو یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی او د ملي لوبډلې لوبډلمشري یې هم کړې ده.
محمد نبي چې راتلونکي جنورۍ کې ۴۰ کلنۍ ته رسېږي دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو غوره توپ اچوونکو لومړی مقام له ځانه سره لري.
هغه نږدې څلور میاشتې وړاندې تېره جولای میاشت کې د شل اوریزو سیالیو څخه هم د تقاعد په اړه غږیدلی و خو دا لومړی ځل دی چې د خپل یو ورځني کرېکټ د راتلونکي په اړه هم دومره واضح اعلان کوي.
محمد نبي د شري لنکا لیګ پر مهال خبرو کې ویلي و ملي لوبډله لا هم ده ته اړتیا لري خو "ممکن په پنځوس اوریزه بڼه کرېکټ کې یې د اتلانو اتلولۍ راتلونکي سیالۍ وروستۍ او ورپسې یو بل کال کرېکټ بس وي."

د عکس سرچینه، acb
د ۲۰۲۶م شل اوریزو سیالیو نړیوال جام د فبرورۍ او مارچ میاشتو کې پلان دی او د اتلانو جام (چمپين ټرافي) یو ورځنۍ لوبې بیا د ۲۰۲۵م کال فبرورۍ میاشت کې کېږي.
د کرېکټ شل اوریزو سیالیو راتلونکی نړیوال جام په ۲۰۲۶م کال کې د هند او شري لنکا په ګډ کوربتوب کېږي او د چمپین ټرافۍ لوبې بیا پاکستان کې پلان دي.
د افغانستان محمد نبي دا مهال له ډېر عمر سره سره د نړۍ یو له پیاوړو لوبغاړو دی او ډېر وخت د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ښه ځای ګټي.
محمد نبي د افغانستان لپاره له دوه لسیزو لوبېږي، هغه د افغانستان په لومړنۍ رسمي نړیوالې یوه ورځنۍ لوبه کې لوبیدلی، د افغانستان په ګټه یې لومړنۍ پنځوسیزه وکړه او لومړنی د لوبې غوره افغان لوبغاړی پاتې شوی.
په ولسمشر مشهور دغه افغان لوبغاړي د افغانستان لپاره تر اوسه ۱۶۵ یو ورځنۍ لوبو کې له ۳۵۰۰ ډېرې منډې جوړې کړې او له ۱۷۰ ډېر مقابل لوبغاړي یې اوټ کړي دي.











