د هند-پاکستان د لوبې مهم ټکي؛ د کوهلي جادوګر بیټېنګ که د نواز کمزوری وروستی اوور؟

विराट कोहली, VIRAT KOHLI

د عکس سرچینه، ANI

    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي

د نړیوال کرېکټ دغو دوو سرسخته سیالانو ترمنځ پرونۍ لوبه نه یوازې تر دې دمه د کرېکټ د روان نړیوال شل اووریز جام، بلکې د کرېکټ د تاریخ یوه تر ټولو عالي او په زړه پورې لوبه ګڼل کېدای شي.

دا لوبه به تل د ویرات کوهلي د عالي توپ وهنې لپاره یادېږي. کوهلي یو وار بیا ثابته کړه چې ولې د کرېکټ نړۍ تر ټولو عالي توپ وهونکی بلل کېږي.

لوبه کې ځینې نور ټکي هم کېدلی شي تر ډېره د بحث اړخونه وي. لکه وروستي اوور کې د نواز لخوا نو بال. آیا د نواز دا توپ له نامه پوره وو او باید نو بال وای؟

ولې د تلویزیون لوبڅار د لوبغالي لوبڅار دې پرېکړې په اړه له سره غور ونه کړ؟ د بابر اعظم دا پرېکړه چې نواز ته وروستی اوور ورکړي هم د پاکستاني کرېکټ مینه والو او شنونکو له نیوکو سره مخ ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

تر لوبې وروسته د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وویل چې د لوبې پایله ډېره نژدې وه او ویرات کوهلي یې د پاکستان د ماتې لامل وباله.

نوموړي وویل: "پیل کې زموږ بالرانو چې څه ډول بالېنګ وکړ، د هند څلور لوبغاړي یې په ۳۱ منډو وسوځول، له دې ځایه د لوبې بایلل زموږ لپاره یو څه خواشینوونکې ده. د هند او پاکستان لوبه تل له فشاره ډکه وي او څومره چې دا لوبه نژدې وه، کېدی شوه موږ بریالي وای. د لوبغاړو مورال مو لوړ دی او راتلونکو لوبو ته اماده یو."

بابر اعظم د ویرات کوهلي او هردېک پنډیا ترمنځ د ملګرتیا ماتولو لپاره خپل تېز او مهم بالران راوستل او همدا لامل وو چې د شاهین شاه اپریدي، نسیم شاه او حارث رووف اورونه ختم شول او وروستی اوور محمد نواز ته پاتې شو.

هند په وروستیو دریو اورونو کې ۴۸ منډو ته اړتیا لرله نو د شاهین شاه په ۱۸ او د حارث رووف په نولسم اوور کې هندیو توپ وهونکو ۳۲ منډې جوړې کړې چې خورا ډېرې دي او همدا اورونو وو چې لوبه کې یې د هند تله درنه کړه.

محمد نواز

د عکس سرچینه، Getty Images

له لوبې وړاندې بحثونه د پاکستان لوبډلې پر بیټېنګ او د هند پر بالېنګ ورټول وو. هند د جسپرېت بومرا له ټپي کېدو وروسته توپ اچونه کې له ستونزو سره مخ دی.

دې لوبه لپاره باید دوی پرېکړه کړې وای چې محمد شامي ولوبوي کنه. ورو توپ اچوونکو کې هم د اشوېن او چېهېل تر منځ د یوه د انتخاب پرېکړه مهمه وه.

هند دواړه اشوېن او شامي ولوبول او دواړه وځلېدل. د پاکستان توپ وهونکو کې د شان مسعود او افتخار ښه لوبېدل پاکستان لپاره مثبت اړخ دی او راتلونکو لوبو کې یې په ګټه تمامېدای شي.

پاکستانۍ لوبډله ډېر کله بیټېنګ کې په بابر اعظم او محمد رضوان ډېره تکیه کوي خو هند پر وړاندې لوبه کې دا دواړو لوبغاړي ژر وسوځېدل.

لوبغالي کې دننه فضا

भारत

د عکس سرچینه، Getty Images

لوبه کې د هند له بریا وروسته هندي مینه وال تر ساعتونو د مېلبورن کرېکټ لوبغالي بهر راټول وو او د خپلې لوبډلې بریا یې په ډولونو او نڅاوو لمانځله.

د لوبې پر مهال لکه څنګه یې چې تمه کېده مېلبورن لوبغالی د دواړو هېوادونو له نندارچیانو ډک وو او د خپلو هېوادونو په بیرغونو یې پوښلی و، د شور او ځوږ کمی هم نه وو.

اېم سي جي یا د مېلبورن کرېکټ لوبغالي کې چې د نړۍ دویم تر ټولو ستر لوبغالی دی - نژدې سل زره نندارچیان ځایېږي او د پرونۍ لوبې پر مهال د لوبغالي هېڅ یوه څوکۍ تشه نه ښکارېده او د لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي وو.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د خبریالانو خونه هم له هندي او پاکستانیو خبریالانو نه ډکه وه. په درې ډراماتیکه او له احساساتو ډکې لوبه کې دوی هم د لوبې هرې شیبې ته احساساتي غبرګونونه ښکارول.

په هر توپ، هرې څلوریزې، شپږیزې او د لوبغاړي په سوځېدو د مینه والو خوښي او خواشیني له ورایه ښکارېده. د دغې لوبې فضا کم سارې وه او د دواړو لوبډلو مینه والو تر پایه د خپلې لوبډلې په ملاتړ له چیغو لاس وانه خېست.

د ترينګلتیا اندېښنې

विराट कोहली

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبه داسې مهال کېدله چې څو ورځې وړاندې د هند کرېکټ بورډ یوه غړي او د اسیا کرېکټ شورا مشر ویلي وو چې د هند ملي لوبډله به راتلونکی کال پاکستان ته د اسیا کپ سیالیو لپاره سفر نه کوي. د هغه دا څرګندونې د پاکستان کرېکټ بورډ له غوسې ډک غبرګون سره مخ شوې.

د تېرې ورځې لوبې پر مهال هم داسې اندېښنې وې چې ښایي‌ د دواړو خواوو مینه والو او لوبغاړو ترمنځ څه ترينګلتیا راشي.

خو لوبه کې په پرتلیز ډول فضا مثبته وه. راتلونکی کال پاکستان د اسیا کپ لوبو کوربه دی او هند کې د ای سي سي چیمپینز ترافي سیالۍ کېږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ هم ویلي چې هند ته د لوبغاړو پر استول غور کوي.