کرېکټ نړیوال جام: ایا هند به د بومرا تشه پوره کړای شي؟

جسپریت بھمرا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي

جسپرېت بومرا د هند د کرېکټ ملي لوبډلې یو پياوړی تېز توپ اچوونکی دی چې د نړۍ په غوره توپ اچوونکو کې شمېرل کېږي.

دی د ملا د ټپ له امله روان شل اووریز نړیوال جام کې د هند لوبډله کې نشته چې د ډېرو شنونکو په ګومان هندۍ لوبډلې لپاره یو ګوذار دی.

د هند لوبډلمشر روهېت شرما ومنله چې د جسپرېت بومرا نشتوالي یې د توپ اچونې برخه کې لوبډله کې یوه تشه پیدا کړې خو په وینا یې لوبډله کې یې نور پياوړي بالران هم شته.

ده د نړیوال جام د پیل مراسمو کې وویل:"د بومرا ټپي کېدل زموږ لپاره ښه خبر نه دی خو د ده لوبیز ژوند تر ټولو مهم دی. که موږ دی ټپي حالت کې لوبډله کې اخېستی وای نو شونتیا یې وه چې ټپ یې نور هم ژور شي او ورسره مو د ده لوبیز ژوند خطر سره مخ کولای شوای."

بومرا په نړیوالو لوبو کې د هند لپاره ډېر ښه ځلېدلی. دی په ځانګړي ډول شل اووریزو لوبو کې د دې وړتیا لري چې د پيل په شپږو اورونو کې ښه بالېنګ وکړي چې یوازې دوه فیلډران (توپ ایساروونکي) له دایرې بهر وي.

د پای په اورونو کې هم د ښه بالېنګ وړتیا لري او تر‌ ټولو مهمه دا چې د ده په توپونو په اسانۍ ډېر رنزونه نه کېږي.

که شمېرو ته وګورو نو بومرا په ۶۰ نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د هند لپاره ۷۰ وېکټې اخېستي او د منډو اوسط یې یوازې ۶.۶ دی چې شل اووره لوبو کې د تېز توپ اچوونکي لپاره عالي بلل کېږي.

هند به نړیوال جام کې وځلېږي؟

جسپریت بھمرا

د عکس سرچینه، Getty Images

د هندۍ لوبډلې د پیاوړتیا یو راز همدا دی چې په لوبو کې د بریالیتوب لپاره پر یوه ځانګړي لوبغاړي تکیه نه کوي.

که جسپریت بومرا د ټپ له امله نړیوال جام کې نه لوبېږي نو پر ځای یې محمد شامي لوبډله کې اخېستل شوی.

بومرا او شامي دواړه چټک بالران دي. د توپ اچونې بڼه یا سټایل او مهارتونه یې هم جلا دي، نو که څه هم شامي ښایي په بشپړ ډول د بومرا تشه پوره نه شي کړای خو دی پخپله هم په نړیوال کرېکټ کې خورا ډېره تجربه لري او د هند لپاره ښه ځلېدلی.

دا د دې ښکارندويي کوي چې هند د تېزې توپ اچونې، ورو توپ اچونې او بیټېنګ په برخه کې خورا ډېر بااستعداده لوبغاړي لري او همدا ده چې لوبډله کې یې نژدې د هر لوبغاړي لپاره د ورته مهارت لرونکی او پیاوړی بدیل موجود وي.

هند که په دې نړیوال جام کې بریالی کېږي نو ورته مهمه ده چې نژدې هره لوبه کې د بیټېنګ په برخه کې وځلېږي.

دوی ښایي ونه توانېږي چې د بالېنګ پر مټ هغومره لوبې وګټي چې څومره کولی شي د بیټېنګ په مرسته یې وګټي.

هندۍ لوبډله به په خپل لوبډلمشر روهېت شرما، کی اېل راهول، ویرات کوهلي، سوریا کمار او هردېک پنډیا ډېره تکیه کوي چې بیټېنګ کې ښه وځلېږي او د سیالو لوبډلو بالرانو ته سرخوږی جوړ کړي.

داسې نه ده چې د بالرانو ښې لوبې ته یې اړتیا نشته، خراب بالېنګ د ښو توپ وهونکو خواري په اوبو لاهو کولی شي، خو هندي بالران لږ تر لږه دومره وړتیا لري چې د یوه لوړ هدف دفاع وکړي.

که چېرته یې بیټسمېنان ښه وځلېږي نو لوبډله یې تر بل هر چا ښه چانس لري چې د دې نړیوال جام تر پایلوبې ورسېږي.

پر هندي کرېکټ د ای پي اېل اغېز

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

هند کې د ای پي اېل (هند غوره لیګ) له پیل سره سم دغه هېواد کې د کرېکټ په برخه کې خورا ډېر استعدادونه رامنځته شوي.

په ځانګړي ډول شل اوریزو لوبو کې د هند د ځلېدو او بریالیتوب تر شا یو مهم راز همدا دی چې هند د ای پي اېل په څېر بریالی سوداګریز لیګ لري چې په نړیواله کچه مشهور دی.

شاید د هرې نړیوالې لوبډلې د یوه لوبغاړي هیله وي چې ای پي اېل کې ولوبېږي.

د هند د کرېکټ غوره لیګ بریالیتوب سره دغه هېواد کې د کرېکټ لوبې شهرت یوې بې سارې کچې ته رسېدلی.

ای پي اېل د هند کرېکټ بورډ سره دې کې هم مرسته کړې چې د کورني یا ډومېسټېک کرېکټ تکړه او ځلېدلي تنکي لوبغاړي د لیګ لوبډلو ته لار ومومي او تجربه لرونکو نړیوالو لوبغاړو سره ولوبېږي.

د هند غوره لیګ کې د کرېکټ کچه د معیار له پلوه له نړیوالو لوبو کمه نه وي. همدا لامل دی چې د هند هغه ځوان لوبغاړي چې ای پي اېل کې وځلېږي نو مخامخ د هند ملي لوبډلې ته د لار موندلو فرصت پیدا کوي.

د هند په نړیوالو لوبغاړو کې سوریا کمار یادف، رېشاب پنټ، شریاس ایر، ارشدیپ سېنګ، واشنګټن سوندر، هرشل پټېل او ګڼ نور یې غوره مثالونه دي چې د ای پي اېل له لارې د هند ملي لوبډلې ته تللي او په نړیوالو لوبو کې هم ښه ځلېدلي.