کرېکټ نړیوال جام: هند پاکستان ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو مهال پاکستان په ۱۲ منډو خپلې ۴ وېکټې وبایللې

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د یکشنبې پر ورځ هند پاکستان ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه. پاکستان پچه وګټله او هند ته یې د منډو بلنه ورکړه. هند په ۵۰ اورونو کې په ۵ وېکټو ۳۳۶ منډې وکړې. د باران له کبله هدف ۳۰۲ وټاکل شو، خو پاکستان یوازې ۲۱۲ منډې وکړای شوې.

دهند په پاڼۍ کې د روهیت شرما ۱۴۰ او د کپتان ویرات کوهلي ۷۷ چټکې منډې پکې شاملې وې. دواړو اوپنرانو یې هم د ۱۳۶ منډو ملګرتیا وکړه.

راهل په ۲۴م اوور کې په ۵۷ منډو وسوځېدو خو ملګری یې روهېت شرما پر وېکټه پاتې شو او خپله سلیزه یې پوره کړه.

د روهېت او کپتان ویران کوهلي ترمنځ هم د ۹۸ منډو ملګرتیا وشوه. خو روهېټ بلاخره په ۳۴م اوور کې په ۱۴۰ منډو وسوځېدو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان خپله لومړۍ وېکټه یوازې په ۱۳ منډو وبایلله

ورپسې کپتان ویرات کوهلي هم په چټکۍ خپله پنځوسیزه پوره کړه او په ۶۵ توپونو یې ۷۷ منډې وکړې.

نوموړي په همدې پاڼۍ کې په پنځوس اوریزو لوبو کې خپلې ۱۱ زره منډې هم بشپړې کړې، او د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو کمو یعنی ۲۲۲ لوبو کې یې دومره وکړې.

پانډیا هم په ۱۹ توپونو ۲۶ چټکې منډې جوړې کړې او په وروستیو اورونو کې یې د پاکستان توپ اچوونکي تر سخت فشار لاندې راوستل.

د پاکستان توپ اچوونکو په وروستیو اورونو کې د هند توپوهوونکي راتم کړل او ډېرې منډې یې ورنکړې.

شرما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روهېت شرما ۱۴۰ منډې وکړې او هند ته یې ښه پیل ورکړ

پاکستان خپله لومړۍ وېکټه ژر وبایلله او امام الحق یوازې په ۷ منډو وسوځېد. خو فخر زمان له بابر اعظم سره پر وېکټه ودرېد او د دواړو ترمنځ د ۱۰۴ منډو ملګرتیا هم وشوه. بابر اعظم بلاخره په ۲۴م اوور کې د کلدیپ په توپ په ۴۸ منډو وسوځېد.

په ۲۶م اوور کې فخر زمان هم په یوه خراب شاټ خپله وېکټه کلدیپ ته وبایلله او په دې توګه د پاکستان توپ وهونکي یو ځل بیا تر فشار لاندې راغلل.

ښایي همدا فشار و چې په ۲۷م اوور کې محمد حفیظ هم یوازې په ۹ منډو د پانډیا په توپ وسوځېد. پر ځای یې شعیب ملک راووت، خو په لومړي توپ کلین بولډ شو او هند یو ځل بیا په لوبه کې برلاسی شو.

د دویم ځل باران له کبله د پاکستان پاڼۍ ۴۰ اورونو ته راکمه شوه او ورته د ۳۰۲ منډو نوی هدف وټاکل شو.

خو پاکستان په دې ۴۰ اورنو کې په ۶ وېکټو یوازې ۲۱۲ منډې وکړای شوې او په دې توګه هند دا لوبه په ۸۹ منډو وګټله.

روهېت شرما د خپلو ۱۴۰ منډو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دواړو لوبډلو زرګونه مینه وال په اولډ ټرافورډ میدان کې لوبه ګوري

د کرېکټ په ډګر کې هند او پاکستان دوه پخواني او دودیز سیالان بلل کېږي او له څو لسیزو راهیسې یې ترمنځ حساسې او خوندورې لوبې کېږي.

په دې لوبه کې د هند لوبغاړی شېکر داون ګډون نه درلود، ځکه نوموړی ټپي شوی و. ده په تېره لوبه کې د اسټرلیا پروړاندې سلیزه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم و.

خو مهم ټکی دا دی چې لا پاکستان هېڅ کله نه دی توانېدلی چې د نړیوال جام په سیالیو کې هند ته ماتې ورکړي.

هندې تر دې وړاندې خپلې ۲ لوبې ګټلې وې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې وه. له دې بریا سره اوس د نړیوال جام د سیالیو په جدول کې هند درېیم ځای لري.

اسټرالیا په ۵ لوبو کې ۴ ګټلې دي او د جدول په سر کې دی، او نیو زیلنډ په ۴ لوبو کې له ۳ بریاو سره دویم ځای لري.

ده هند او پاکستان ترمنځ کرېکټ لوبې یوازې سپورتي سیالي نه بلل کېږي، بلکې ډېری وخت سیاسي او ټولنیزه بڼه هم لري.‌

دا ځل هم له نننۍ لوبې وړاندې پر خواله شبکو، رسنیو او ان په سیاسي کړیو کې بحثونه او ناندرۍ پیل شوي دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان هېڅکله هم د نړیوال جام لوبو کې هند ته ماتې نه ده ورکړې

تېره اوونۍ په پاکستان کې یو تلویزیوني اعلان کې پر هغه هندي پیلوټ ملنډې وهل شوې وې چې تیره فبرورۍ میاشت کې یې جېټ الوتکه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ولوېده او وروسته دی د پاکستاني‌ پوخ ونیوه.‌

په دغه اعلان کې یو کس د هند د کرېکټ لوبډلې کمیس اغوستی او د هماغه نیول شوي‌ هندي پیلوټ پېښې کوي.‌

په هند کې عامو خلکو او سیاست والو پر دې اعلان سختې نیوکې وکړې او د پاکستاني تلویزیون دا ټوکه یې نامناسبه او بې خونده وبلله.‌

نورو بیا وویل چې پاکستان ته تر ټولو ښه یا غاښ ماتوونکی ځواب به دا وي چې هند کرېکټ لوبه وګټي.‌

دې ټولې فضا ته په کتو سره د نړۍ په لر او بر کې د هند او پاکستان کرېکټ مینه والو او ان بې پرې خلک هم دې لوبې ته سترګې پر لار دي.‌