د کرېکټ نړیوال جام؛ هند پاکستان ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو په نننۍ لوبه کې هند پاکستان ته په څلور وېکتو ماته ورکړه.

دغه سيالي چې د اسټراليا په ملبورن ښار کې وشوه، پچه يې هند وګټله او لومړی يې پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې هند په وروستي اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

روهېت شرما مخکې ومنله چې د جسپرېت بومرا نشتوالي یې د توپ اچونې برخه کې لوبډله کې یوه تشه پیدا کړې خو په وینا یې لوبډله کې یې نور پياوړي بالران هم شته.

پاکستاني لوبډلې په لومړیو ۱۰ اوورونو کې ۹۹ منډې وکړې.

پاکستاني لوبغاړي شان مسعود ۵۲ منډې او افتخار احمد ۵۱ منډې وکړې.

پاکستاني لوبډلې په وروستیو پنځو اورونو کې د شاهین او رؤوف په سوځېدو ۵۳ منډې جوړې کړې او پای کې یې مهمې منډې وکړې.

شان مسعود، افتخار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني لوبغاړي شان مسعود ۵۰ منډې او افتخار احمد ۵۱ منډې وکړې.

د هند لپاره وېراټ کوهلي تر ټولو ډېرې ۸۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ هاردېک پاڼډيا ۴۰ او سوريا کومار يادو ۱۵ منډې کړي.

د اسیا جام سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه شوې وه، چې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه بایللې وه.

تر دې وړاندې پاکستان او هند دواړه یوځل د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.

د هندۍ لوبډلې د پیاوړتیا یو راز همدا دی چې په لوبو کې د بریالیتوب لپاره پر یوه ځانګړي لوبغاړي تکیه نه کوي.

هند که په دې نړیوال جام کې بریالی کېږي نو ورته مهمه ده چې نژدې هره لوبه کې د بیټېنګ په برخه کې وځلېږي.

دوی ښایي ونه توانېږي چې د بالېنګ پر مټ هغومره لوبې وګټي چې څومره کولی شي د بیټېنګ په مرسته یې وګټي.