"له ۸ اولادونو لرلو وروسته قاضي بیا زموږ نکاح وتړله"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
"مور کره وم. مېړه مې د طلاق خط دروازه کې راکړ او لاړ. زه یې خپلو دوو ماشومانو سره پرېښودم. هیڅ څه نه و راسره چې زه پرې د خپل واده اړیکه ثابته کړم یا په محکمه کې خپل حق وغواړم."
له دې سره د مستعار نومې فرزانې د واده څلور کلنه اړیکه ختمه شوه.
هغې په شل کلنۍ کې داسې یوه کس سره واده کړی و چې لس کاله ترې مشر و. خو د واده دغې اړیکې یې له څلورو کالو ډېر دوام و نه کړ. مېړه یې د ګډ ژوند د پای ته رسولو پرېکړه وکړه.
هغه وايي: "تر اخره پوه نشوم چې ولې یې دا کار وکړ. خو وروسته خبره شوم چې له ما پرته یې بله ښځه هم لرله."
فرزانې زدکړې نه دي کړي او ۱۹۹۶ کال کې هغه مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن و له زدکړو محرومه شوې. واده یې په دودیزه بڼه ترسره شوی و او نکاح یې هم د یوه دودیز (عرفي نکاح خط) له مخې تړل شوې وه.
هغه خط چې په محاکمو کې یې له مخې د خپل حق غوښتنه نه شي کولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
فرزانه وايي: "زه نه پوهېدم چې نکاح خط دومره اړین دی. زما د واده سند یوازې یو خط و چې د نکاح تړلو وخت کې لیکل شوی و او هغه مې هم پخواني مېړه سره و. د مهر اندازه هم پکې لیکل شوې وه. ما سېواد نه درلود او لیک لوست مې نه شو کولی."
هغه زیاتوي: "د مهر له اندازې مې خبره وم چې شاوخوا درې لکه افغانۍ او یو څه اندازه ځمکه وه. خو قانوني نکاح خط نه و ځکه مې دا هیڅ څه ترلاسه نه کړل."
قانوني (رسمي) او عرفي (دودیز) نکاح خطونه دوه جلا خطونه دي چې د یوه له مخې ښځه او خاوند خپل حقونه ترلاسه کولی شي، خو بل یې په محاکمو کې د عتبار وړ نه دی.
دودیز نکاح خط په ودونو کې د نکاح تړلو پر مهال له قاضي پرته د ملا او شاهدانو په شتون کې لیکل کېږي او لاسلیکېږي. دا لیک تر ډېره په محاکمو کې اعتبار نه لري، خو په جرګو او ولسي پرېکړو کې یې اعتبار شته.
رسمي یا قانوني نکاح خط د ګډ ژوند د تړون یو رسمي سند دی چې د یوې محکمې له لوري ورکول کېږي.
محکمه کې قاضي د ښځې او خاوند له خوا د شاهدانو په شتون کې دوی له سره بېرته نکاح کوي او پر همدې اساس ورته د نکاح خط سند چې د کتابچې بڼه لري ورکول کېږي.
سره له دې چې په هر واده کې د ملا او شاهدانو په شتون کې نکاح تړل کېږي، خو د رسمي نکاح خط لپاره اړتیا ده چې واده کړې جوړه یو ځل بیا د خپلې تذکرې له مخې د زېږېدو ځای ولایتي محکمې ته لاړ شي او د قاضي په شتون کې یې له سره نکاح وتړل.
"شل کاله مې د واده کېږي، خو د رسمي نکاح خط اخیستو پر مهال د قاضي مخې ته بیا په نکاح شوو. ماته ډېره جالبه وه چې د اتو اولادونو مور شوم او اوس بیا خپل مېړه ته په نکاح کېږم."

د کابل دغې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخلو ویلي، د رسمي نکاح خط اخیستو پروسه ډېره ساده وه او په دریو ورځو کې یې واخیست.
هغه وايي، په محکمه کې د ښځې او مېړه شتون حتمي دی.
هغه زیاتوي، د قاضي مخې ته د ښځې او خاوند دواړو له خوا د شاهدانو په توګه د کورنۍ نږدې غړي (پلار یا ورونه) باید موجود وي.
"قاضي مې نوم واخيست او ویې ویل چې ته د نوي زره افغانۍ مهر حق په بدل کې چې څلوېښت زره دې نغدې اخیستې دغه سړي سره په نکاح کېږي. منې یې؟ ما مې مېړه ته مخ کړل او ومې خندل چې څلوېښت مې کله اخیستي؟ مېړه مې راته وویل ځه نو اوس یې ومنه چې څه په خط کې وي."
مونږ ځینو نورو ښځو سره هم خبرې وکړې چې په همدې وروستیو کې یې رسمي نکاح خط اخیستی، د مهر په اړه یې کیسه ورته وه.
د محکمې مخې ته ناست عریضه لیکونکي مني چې، د رسمي نکاح خط عریضې له وړاندې لیکل شوي او نوي زره افغانۍ معیاري وړاندیز دی چې په ټولو عریضو کې ورته اندازه راغلې، خو "ښځې کولی شي د خپل مېړه په توافق دا اندازه بدله کړي."
رسمي نکاح خط کې د مېرمنې او مېړه بشپړه پېژندګلوي او د نکاح ټول رسمي پړاوونه لیکل شوي. دا سند له ثبتېدو وروسته ښځې او مېړه ته د هغوی د قانوني او مدني حقونو د ملاتړ لپاره ورکول کېږي.
او که کوم وخت دا رسمي نکاح خط له چا نادرکه شي، بېاځلي یې د زېږېدو د ځای له اړوندې محکمې اخیستی شي.
د رسمي نکاح خط کاپي یوازې مېړه یا مېرمن له عریضې وروسته ترلاسه کولی شي.
د یادونې وړ ده چې رسمي نکاح خطونه چې افغانستان کې د هر دولت پر مهال اخیستل شوی وي، چلېږي.

" رسمي اسناد له لاسلیک وړاندې په دقت ولولئ"
فرزانه د دروازې له شا د طلاق خط له اخیستو وروسته د خپلو ماشومانو مړولو ته حیرانه وه، نو ځکه اړه شوه چې تر محکمې لاړه شي او له خپل مېړه د ماشومانو د نفقې حق غوښتنه وکړي، خو بریالۍ نه شوه.
په محکمه کې د طلاق رسمي اسنادو کې فرزانې په ناخبرۍ کې پر هغې برخې هم ګوته لګولې وه چې پکې لیکلي و "مېړه به یې د ماشومانو هیڅ ډول مالي ملاتړ نه کوي."
هغې پخپله دا لیک نه شو لوستلی، خو وروسته له هغې په خپله تېروتنه پوهه شوه چې لیک یې کور کې پرانیست او اوښي یې ورته ولوست.
"کله مې چې مېړه طلاق کړم ماسره ان سل افغانۍ هم نه وې چې ځان او خپل ماشومان پرې ماړه کړم."
هغه وايي: "کوم سره زر یې چې په واده کې یې راته اخیستي وو له طلاق مخکې یې رانه په یوه او بله پلمه خرڅ کړي و. مور مې مجبوره وه چې هم ما ا و هم مې ماشومان وساتي."
افغانستان کې چې ډېرې ښخې یې لوستې نه دي، باید د نکاح خط او طلاق خط په څېر نورو مهمو حقوقي اسنادو له لاسلیک یا ګوتې لګولو وړاندې باوري، پوه او لوستي کس سره پرې مشوره وکړي.
حقوق پوهان وايي، له لاسلیک وروسته بیا محکمه کې هیڅ ډول عذر لکه (نا لوستې وم، تېروتې وم، پام مې نه و) د منلو نه دی.

د عکس سرچینه، FAWZIA AMINI
تېر حکومت کې د قانوني نکاح خط د ثبت پر مهال محکمه کې شاوخوا ۱۳۰۰ افغانۍ اخیستل کېدی، خو اوس د طالبانو حکومت وايي، غوښتونکو ته یې د لا اسانۍ لپاره دا پروسه وړیا کړې.
خو پخواني جمهوري حکومت کې د تاوتریخوالي جرایمو برخه کې د استیناف محکمې مشره فوزیه امیني وايي، د رسمي نکاح خط برخه کې د طالبانو د ټینګار موخه دا ده چې په دې پلمه غواړي د خلکو ژوند کنټرول کړي اوله کوره بهر د نامحرمه(ښځو او نارینه) یو ځای کېناستو او راټولېدو مخه ونیسي.
مانا دا چې د رسمي نکاح خط له مخې دوی دا ثابتول غواړي چې واده کړې جوړې دي که سره پردي دي.

د عکس سرچینه، FAWZIA AMINI
مېرمن امیني وايي، د نکاح خط په لرلو سره ښځې له خپلو قانوني حقونونو برخمنې کېږي. چې د مهر حق، د میراث حق، د ماشومانو مالي ملاتړ پکې شامل دي.
که د ښځې مېړه مړ شي نو د نکاح خط په شتون کې ښځه د خپل خاوند له کورنۍ ټول هغه حقونه اخیستلی شي چې د نکاح تړون پر مهال یې د ورکړې ژمنه شوې وه.
یو دلیل چې د طالبانو په حکومت کې د نکاح خط پر اخیستو ټینګار ډېر کېږي دا دی چې، له محرم او د محرم له اجازې پرته د ښځو پر سفر بندیز لګول شوی. که ښځې په سفر ځي نو اړینه ده چې نکاح خط ولري.
د طالبانو حکومت سترې محکمې د شمېرو له مخې، د هېواد په کچه هره میاشت شاوخوا ۷۷۰۰ نکاح خطونه ویشل کېږي.
سره له دې چې فوزیه امیني تېر حکومت کې د نکاح خط د وېش کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو وايي، تېرو څه باندې درې کالو راهیسې ځکه د نکاح خط اخیستو ته غوښتنې زیاتې شوي چې خلک د سفر لپاره اړتیا ورته لري.











