د افغانستان تحلیلګرانو شبکه: د کم عمره نجونو ودول او جبري ودونه ډېر شوي

نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د تحلیګرانو شبکه په یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي نسکورېدنه د دې لامل شوې چې کورنۍ خپلې کم عمره لورګانې د پیسو ترلاسه کولو په خاطر په ناهیلي کوونکي ډول واده کړي.

دې شبکې له ځینو هغو کسانو سره خبرې کړې چې خپلې لورګانې یې په کم عمر کې واده کړي او اوس وايي چې د شرم، ناارامۍ او ان د ګناه احساس کوي.

په ورته وخت کې د بي بي سي ځینو اورېدونکو هم ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په سیمو کې د کم عمره نجونو ودول او اجباري ودونه ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د بېلا بېلو دلایلو له مخې د کم عمره نجونو او اجباري ودونو دود له ډېر وخت راهیسې و خو تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او اقتصادي نسکورېدنې نه وروسته اوس تر بل هر وخت ډېرې نجونې په کم عمر کې او د هغوی له رضا پرته واده کېږي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې، چې یوه خپلواکه څیړنیزه شبکه ده په خپل تازه رپوټ کې ویلي، کره شمېر چې د طالبانو په واکمنۍ کې د کم عمره نجونو ودونه تثبت کړي نه شته خو ځینې داسې شواهد شته چې د کم عمره نجونو او اجباري ودونه ډېر شوي دي.

د بي بي سي څو تنو اورېدنکو هم له بي بي سي سره د خبرو پرمهال د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د کم عمره نجونو د ودولو خبره کړې ده.

له تخار ولایت یوې اوریدونکې وویل، "د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان کې ښځو ته ژوند ډېر ګران شوی، په ځانګړې توګه هغو نجونو ته چې د ښوونځي دروازې یې هم پرمخ تړلې دي، په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، د کم عمره نجونو ودول ډېر شوي، همدې طالبانو او ملا صاحبانو زموږ له خپلو خپلوانو نه دوه درې ښځې کړې دي."

که څه هم دې تازه رپوټ ته طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې يې داسې رپوټونه رد کړي دي.

"پلرونه د اقتصادي ستونزو د هوارولو ناکامه هڅه کې لوڼې په پیسو ورکوي"

نجونې

څه موده وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق هم په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. یونیسف وویل، داسې دقیق رپوټونه یې ترلاسه کړي چې وايي ځینو کورنیو ان خپل ۲۰ ورځنۍ لورګانې د پیسو په بدل کې د چا په نامه کړې دي.

د فراه ولایت یوه اوسیدونکي له بي بي سي سره په خبرو کې په خپله سیمه کې دغه دود تایید کړ او ویې ویل، "ځیني پلرونه وايي زه اوس ژوندی یم، په خپله خوښه خپله لور ورکوم، که زه ونه اوسم بیا به مې زامن دا لور داسې چا ته ورکړي چې دوه یا درې ښځې به لري، یا به یې په نشه يي توکو روږدي وي او یا به یې یوه زاړه کس ته ورکړي، په همدې خاطر خپلې لورګانې په دوه کلنۍ او ماشومتوب کې یوچا ته په نامه کوي، خو دا نجلۍ به تر هغه د پلار په کور کې پاتې وي چې پنځلس کلنه پېغله شي او واده شي."

د افغانستان د تحلیګرانو شبکه وايي له ۱۲ داسې کسانو سره یې اړیکې ټینګې کړې چې خپلې کوچنۍ لورګانې یې په کم عمر کې د پیسو په بدل کې واده کړي خو یوازې څلور تنه یې خبرو ته حاضر شول او نورو یې د شرم، ناارامۍ او ان د ګناه احساس له امله خبرې ورسره ونه کړې.

هغو کسانو چې دغې شبکې ورسره خبرې کړې، خپلې لورګانې چې عمرونه یې له پنځو تر ۱۳کلونو پورې وو واده کړې دي. له دوو ۱۳ کلنو نجونو نه، چې واده شوې دي یوه یې داسې ۴۵ کلن سړي ته ورکړل شوې چې بله ښځه هم لري، او بله یې ۲۰ کلن سړي ته واده شوې ده."

د دې شبکې د رپوټ له مخې، دوه نورې کوچنې نجونې چې عمرونه یې پنځه او یوولس کاله دي، دوو هلکانو ته چې یو یې شل کلن او بل یې اوه کلن دی کوژده شوې دي. کورنۍ یې وايي، کله چې نجونې بالغې شي واده به یې کړي.

د دې نجونو پلرونو ویلي، فکر یې کاوو چې د خپلو کم عمره لورګانو پر سر اخیستل شویو پیسو باندې به خپل پورونه ادا کړي خو اقتصادي وضعیت کې یې بدلون رانغی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو اټکل له مخې، ۹۲ سلنه افغانان ځان ته د کافي خوړو برابرولو توان نه لري او ۱۹ میلیونه افغانان په بېړنۍ توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.