د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی

نړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی او د دغه هېواد له څلورو، درېیمه برخه وګړي بشپړ خواړه نه لري.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هسیاو وی لی وايي، څه باندې ۲۷ میلیونه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او په ټول هېواد کې کورنۍ د ژمي لپاره بېړنیو او دوامدارو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان ویاند فلیپ کروپف بي بي سي ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلونکو ۶ میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

"د خوړو نړیوال سازمان په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ساړه ژمي له زیانمنونکو کورنیو سره د مرستو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره په بيړني ډول له ۶۵۰ میلیونو څخه زیاتو ډالرو ته اړتیا لري."

د خوړو نړیوال سازمان د چین د حکومت له مرستو مننه کړې، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۳۵ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د خپلو مرستو د ترلاسه کوونکو له لیست څخه لس میلیونه کسان ایستلي وو.

همدارنګه په دې تېر دوبي کې یوولس میلیونه کسان له مرستو بې برخې شول.

په دې کې دوه میلیونه هغې مېندې او د هغوی ماشومان شامل وو، چې له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره یې هېڅ ډول ځانګړو خوړو ته لاسرسی نه درلود.

د روان کال په پیل کې یاد پروګرام خبر ورکړی و، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.

همدارنګه دوی وړاندوینه کړې وه، چې په روان کال کې به کابو ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

نړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوه رپوټ له مخې یوازې په شپږو میاشتو کې په یوه روغتون کې اوه سوه افغان ماشومان مړه شوي وو.

دا یو بشري ناورین دی چې د هرې ورځې په تېرېدو ژورېږي.

د هېواد ډېره برخه په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي، دلیل یې د کلونو جګړو له امله د اقتصاد ځوړ او کمه وده بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي، تر درې میلیونو ډېر هغه افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته دي.

له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو بیا واک تر لاسه کړی له افغانستان سره مرستې کمې شوې دي.

د طالب چارواکو تګلارې، چې په کې د بشري مرستو له ادارو سره د ښځو پر کار محدودیت هم شامل دی، د روان ناوړه وضعیت لا خرابېدو له لاملونو یو بلل کېږي.