د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ په غزه کې ټول خلک بېوزلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د غزې له جګړې د څه د پاسه يو کال په تېرېدو هلته د بېوزلۍ کچه مخ په زياتېدو ده. په داسې حال کې چې د غزې تړانګې ټول وګړي د بېوزلۍ په طبقه کې شامل شوي دي، ملګري ملتونه د "بې وزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې" له لارې چې د اکتوبر په ۱۷مه پیلېږي، د بېوزلۍ له منځه وړلو هڅې کوي.
ملګرو ملتونو بېوزلي یوازې د عاید، منابعو، یا د ژوند د دوامدارې سرچینې د نه شتون په توګه تعریف کړې، ځکه چې د هغې په نښو کې لوږه، خوارځواکي، زدکړې او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی او پر ټولنیز تبعیض سربېره له ټولنې جلا کول شامل دي.
نړیوال بانک د (د فلسطین اقتصادي تازه معلومات) په نامه یو رپوټ خپور کړی چې وايي "د غزې د تړانګې ټول اوسېدونکي له بېوزلۍ سره مخ دي چې دا کچه د غزې تراړې له جګړې ۱۱ میاشتې وروسته ۱۰۰ سلنې ته رسېدلې ده."
نړیوال بانک وايي، "جګړه د شاوخوا دوه میلیون خلکو د بېځایه کېدو لامل شوې او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې د پایلو له امله چې له یو کال راهیسې په غزه کې روانه ده، انفلاسیون له ۲۵۰ سلنې ډېر شوی."
"بېعایده کورنۍ"

د عکس سرچینه، Reuters
نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي چې "د فلسطین خاورې د ۲۰۲۴ په لومړۍ ربعه کې په ریښتیني خالص عاید کې ۳۵ سلنه کمښت لېدلی، چې دا تر ټولو لوی دی."
سرچینه وايي: "په دې موده کې د غزې اقتصاد ۸۶ سلنه راښکته شو، په داسې حال کې چې د اشغال شوې لوېديځې غاړې اقتصاد ۲۵ فيصده راښکته شوی. په فلسطيني سيمو کې د بېکارۍ کچه ريکارډ کچې او ۵۰ سلنې ته رسېدلې ده."
دغه بانک تمه درلوده چې د فلسطین د ادارې تمویل تشه به نوره هم زیاته شي، "او تمه کېږي چې په ۲۰۲۴ کې به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي (یعنې په ۲۰۲۳ کې د تشې درې برابره) چې د خدماتو چمتو کولو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي او کېدای شي د سیستم د سیسټماتیک سقوط لامل شي."
د راپور له مخې، په غزه کې د سوداګریزو عملیاتو بندېدو کورنۍ بې عایده پرېښې، په داسې حال کې چې د بنسټیزو توکو بیې د پام وړ لوړې شوې، د انفلاسیون کچه له ۲۵۰ سلنې پورته ده.
راپور کاږي: "په غزه کې تعلیمي سیسټم له منځه تللی او روغتیایي سیسټم ډېر زیانمن شوی، ځکه چې د پاملرنې لومړني ٪۸۰ مرکزونه نور کار نه کوي ... او د فقر کچه ٪۱۰۰ ته رسېدلې، په داسې حال کې چې دا په لوېدیځه غاړه کې له ٪۱۲ څخه تر ۲۸ سلنې پورې لوړه شوې."
"جګړه په غزه کې د نغدو پیسو د سخت کمښت لامل شوې چې بشري مرستو او لومړنیو مالي خدماتو ته لاسرسی یې اغېزمن کړی دی."
ملګري ملتونه په ټولو بڼو کې د بېوزلۍ له منځه وړل د ۲۰۳۰ پایښت پراختیایي پلان د ۱۷ اهدافو له لومړیتوبونو څخه ګڼي.
د بې وزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ

د عکس سرچینه، Reuters
د دې ورځې لمانځل د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر له ۱۷ نېټې سره سمون خوري.
په دې ورځ د پاریس په تروکادرو چوک کې چې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک شوه، له سلو زرو زیات کسان د بې وزلۍ، تاوتریخوالي او لوږې د قربانیانو د درناوي لپاره راټول شوي وو او اعلان یې وکړ چې بېوزلي له بشري حقونو سرغړونه ده. د دغو حقونو د درناوي د تضمین لپاره یې د یوځای کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا نظرونه په هغه یادګار لیکل شوي چې په هغه ورځ پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې، هر کال د اکتوبر په ۱۷مه، د بېلابېلو عقایدو او ټولنیزو اصولو خلک راټولېږي چې له بېوزلو سره خپلې ژمنې نوې کړي او له دوی سره خپل پیوستون وښيي.
د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ د ۲۲ نېټې د ۴۷/۱۹۶ پرېکړه لیک له مخې، عمومي اسامبلې د اکتوبر ۱۷مه د بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او دولتونو ته یې بلنه ورکړه چې په دې ورځ په ملي کچه د مناسبو شرایطو په برخه کې ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي.








