د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ په غزه کې ټول خلک بې‌وزلي دي

د غزې له جګړې د څه د پاسه يو کال په تېرېدو هلته د بې‌وزلۍ کچه مخ په زياتېدو ده. په داسې حال کې چې د غزې تړانګې ټول وګړي د بې‌وزلۍ په طبقه کې شامل شوي دي، ملګري ملتونه د "بې وزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې" له لارې چې د اکتوبر په ۱۷مه پیلېږي، د بېوزلۍ له منځه وړلو هڅې کوي.

ملګرو ملتونو بې‌وزلي یوازې د عاید، منابعو، یا د ژوند د دوامدارې سرچینې د نه شتون په توګه تعریف کړې، ځکه چې د هغې په نښو کې لوږه، خوارځواکي، زدکړې او بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی او پر ټولنیز تبعیض سربېره له ټولنې جلا کول شامل دي.

نړیوال بانک د (د فلسطین اقتصادي تازه معلومات) په نامه یو رپوټ خپور کړی چې وايي "د غزې د تړانګې ټول اوسېدونکي له بې‌وزلۍ سره مخ دي چې دا کچه د غزې تراړې له جګړې ۱۱ میاشتې وروسته ۱۰۰ سلنې ته رسېدلې ده."

نړیوال بانک وايي، "جګړه د شاوخوا دوه میلیون خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوې او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې د پایلو له امله چې له یو کال راهیسې په غزه کې روانه ده، انفلاسیون له ۲۵۰ سلنې ډېر شوی."

"بې‌عایده کورنۍ"

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي چې "د فلسطین خاورې د ۲۰۲۴ په لومړۍ ربعه کې په ریښتیني خالص عاید کې ۳۵ سلنه کمښت لېدلی، چې دا تر ټولو لوی دی."

سرچینه وايي: "په دې موده کې د غزې اقتصاد ۸۶ سلنه راښکته شو، په داسې حال کې چې د اشغال شوې لوېديځې غاړې اقتصاد ۲۵ فيصده راښکته شوی. په فلسطيني سيمو کې د بېکارۍ کچه ريکارډ کچې او ۵۰ سلنې ته رسېدلې ده."

دغه بانک تمه درلوده چې د فلسطین د ادارې تمویل تشه به نوره هم زیاته شي، "او تمه کېږي چې په ۲۰۲۴ کې به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي (یعنې په ۲۰۲۳ کې د تشې درې برابره) چې د خدماتو چمتو کولو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي او کېدای شي د سیستم د سیسټماتیک سقوط لامل شي."

د راپور له مخې، په غزه کې د سوداګریزو عملیاتو بندېدو کورنۍ بې عایده پرېښې، په داسې حال کې چې د بنسټیزو توکو بیې د پام وړ لوړې شوې، د انفلاسیون کچه له ۲۵۰ سلنې پورته ده.

راپور کاږي: "په غزه کې تعلیمي سیسټم له منځه تللی او روغتیایي سیسټم ډېر زیانمن شوی، ځکه چې د پاملرنې لومړني ٪۸۰ مرکزونه نور کار نه کوي ... او د فقر کچه ٪۱۰۰ ته رسېدلې، په داسې حال کې چې دا په لوېدیځه غاړه کې له ٪۱۲ څخه تر ۲۸ سلنې پورې لوړه شوې."

"جګړه په غزه کې د نغدو پیسو د سخت کمښت لامل شوې چې بشري مرستو او لومړنیو مالي خدماتو ته لاسرسی یې اغېزمن کړی دی."

ملګري ملتونه په ټولو بڼو کې د بې‌وزلۍ له منځه وړل د ۲۰۳۰ پایښت پراختیایي پلان د ۱۷ اهدافو له لومړیتوبونو څخه ګڼي.

د بې وزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ

د دې ورځې لمانځل د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر له ۱۷ نېټې سره سمون خوري.

په دې ورځ د پاریس په تروکادرو چوک کې چې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک شوه، له سلو زرو زیات کسان د بې وزلۍ، تاوتریخوالي او لوږې د قربانیانو د درناوي لپاره راټول شوي وو او اعلان یې وکړ چې بې‌وزلي له بشري حقونو سرغړونه ده. د دغو حقونو د درناوي د تضمین لپاره یې د یوځای کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا نظرونه په هغه یادګار لیکل شوي چې په هغه ورځ پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې، هر کال د اکتوبر په ۱۷مه، د بېلابېلو عقایدو او ټولنیزو اصولو خلک راټولېږي چې له بې‌وزلو سره خپلې ژمنې نوې کړي او له دوی سره خپل پیوستون وښيي.

د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ د ۲۲ نېټې د ۴۷/۱۹۶ پرېکړه لیک له مخې، عمومي اسامبلې د اکتوبر ۱۷مه د‌ بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او دولتونو ته یې بلنه ورکړه چې په دې ورځ په ملي کچه د مناسبو شرایطو په برخه کې ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي.