"پر خوار ځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر درې برابره زیات شوی"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په کابل ښار کې روغتیايي مرکزونو ته په خوارځواکۍ د اخته مراجعه کوونکو ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره لوړ شوی دی.

"ډبلیو ایف پي" د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ور کړی او د روان وضعیت یو لامل یې د نړیوالو مرستو کمېدل په ګوته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند دغه بنسټ د مشخصو شمېرو له ور کولو پرته ویلي، وضعیت د لا خرابېدو پر خوا روان دی.

د کابل یوه روغتیايي مرکز کې یوه روغتیا پاله وايي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مراجعه دومره ډېره ده چې نور ور سره د ناروغو ماشومانو د بستري کېدو ځای نه شته.

څو اونۍ وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ور کړی و چې په روان کال کې به کابو ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي. د دغه بنسټ په خبره، دمګړۍ دوی یوازې د یو میلیون او ۶۰۰ زرو په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د لاسنیوي وس لري.

دغه بنسټ همدارنګه پخپل کلني راپور کې خبرداری ور کړی چې په افغانستان کې د لوږې او خوراکي ناامنۍ لمن په پراخېدو ده. د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې په تېرو پنځو میاشتو کې کابو ۱۶ میلیونه کسان یا ۴۰ سلنه نفوس له خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له ډلې یې درې میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې دي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

نړیوال بنسټونه له افغانستان سره د بشري مرستو کموالی په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو په منځ کې د شته لوږې او خوارځواکۍ اصلي لامل بولي.

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام دمګړۍ په افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو لاسنیوی کوي. د دغه پروګرام مشر وړاندې ویلي و، بنسټ یې له مالي کړکېچ سره مخامخ دی او که نړیوالې مرستې تر لاسه نه کړي، اړ دي په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډوي.

د نړیوالو سازمانو د اټکل له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۵ میلیونه انسانان د خوراک لپاره کافي اندازه خواړه نه لري او له نیمايي زیات وګړي یې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي، هغه شمېرې چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو په کمېدو سره ورځ تر بلې لوړېږي.