ملګري ملتونه وایي د افغانستان په هرو لسو کې ۹ کسان د خوړو موندلو کې له ستونزو سره مخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل کلني رپوټ کې په افغانستان کې خلکو ته د اړینو خوراکتوکو د نه رسېدو ستونزه لویېدونکې بللې ده.
ډبلیو اېف پي په دغه رپوټ کې ویلي، چې په تېر زېږیز کال کې یې په دغه هېواد کې له اتلس-نیم میلیونو ډېرو اړو خلکو ته مرستې رسولې، چې په وینا یې، لویه برخه یې ښځې او ماشومان وو. دې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې په هرو لسو کې نهه تنه لا هم د کافي خوړو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس ۴۰ سلنه جوړوي د ۲۰۲۳ کال له نومبر نه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ شوي چې ۲ اعشاریه ۸ میلیوه یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په بېړني حالت کې دي.
رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له وروستیو میاشتو نه د ۲۰۲۳ کال تر لومړیو پورې د دوی لخوا له اړو افغانانو سره شویو مرستو ښې پایلې لرلې خو دا چې دوی تېر کال لس میلیونه اړ افغانان د خپلو مرستو له لست نه لېری کړل اندېښنه لري چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به د خوړو د خوندیتوب له پلوه وضعیت لا خراب شي او په دې برخه شوی پرمختګ به وګواښل شي.
ډبلیو ایف پي ویلي هغه کسان چې دوی د خپلو مرستو له لست نه ایستلي اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي په تېره بیا هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډبلیو ایف پي ویلي په افغانستان کې خلک له سخت بشري کړکېچ سره په داسې حال کې مخامخ دي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او ترڅنګ یې طبیعي افتونو، سیاسي پیچلتیاوو، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ایستلو او په هېواد کې دننه د خلکو د بې ځایه کېدو له امله وضعیت لا خراب شوی دی.
د دې ادارې په وینا له لسو افغانانو نه نهه تنه یې د کافي خوړو په پیدا کولو یا ګټلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي ویلي تېر ۲۰۲۳ کال کې یې د نهه اعشاریه درې میلیونه ښځو او نجونو په ګډون له څه باندې ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوړو او نقدي مرستې کړي دي.
دې ادارې پر اړ خلکو د خپلو ویشلو نقدي مرستو کچه ۱۸۹ میلیونو ډالر ښوولې او ویلې دي چې د بودیجې د کمښت له امله یې مرستې له هغو خلکو سره چې د لوږې له بېړني حالت سره مخامخ دي له ۷۵ سلنې نه ۵۰ سلنې ته کمې شوې دي.
ډبلیو ایف پي ویلي تېرکال یې په افغانستان کې پر خپلو فعالیتونو ۴۱۵ میلیونه ډالر لګولي چې د میاشتې شاوخوا ۳۴ اعشاریه ۶ میلیونه ډالر کېږي او په دې لړ کې یې د اړو خلکو لپاره ۲۸ سلنه خوراکي توکي په خپله افغانستان کې په بیه اخیستي دي.











