ولې د کانګو ګوما ښار مهم دی او ولې یې اېم۲۳ یاغیان غواړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, کاین پیري
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
ګوما ښار، چې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې پروت دی، یو ځل بیا د څو لسیزو اوږدې سیمهيیزې شخړې مرکز ګرځېدلی. د اېم۲۳ (M23) په نوم یوې وسلهوالې ډلې او د کانګو پوځ ترمنځ نښتې په دې سیمه کې ډېرې شوې دي، چې د کال له پیل راهیسې تر ۴۰۰,۰۰۰ ډېر خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي. ولې ګوما - چې سیمهيیز مرکز دی - دومره لانجمن ښار دی؟
اېم۲۳ څوک دي؟
اېم۲۳ یوه وسلهواله ډله ده چې د کانګو له پوځ نه څه باندې یوه لسیزه وړاندې ظاهراً د 'توتسي' اقلیت د دفاع لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې له ستم او تبعیض سره مخ وو، جلا شوه. د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي دا ډله د ګاونډي هېواد روانډا له ملاتړه برخمنه ده، خو د روانډا حکومت دا خبره تل رد کړې ده.
روانډا مخکې ویلي وو چې د کانګو جمهوریت کې چارواکي له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په ۱۹۹۴ کال کې د توتسي توکمیزو او منځلارو توتسي 'هوتو' پر وړاندې د روانډا د نسل وژنې مسؤل دي.
په ۲۰۱۲ کې، یاغیانو د ګوما ښار د ۱۰ ورځو لپاره ونیو او بیا یې د نړیوال فشار له امله پرېښود.
په پایله کې، د اېم۲۳ ډلې د کانګو د پوځ پر وړاندې څو درنې ماتې وخوړلې چې د څو ملتي ځواک لخوا یې ملاتړ کېده او له هېواده وشړل شوه. وروسته، د اېم۲۳ جنګیالیو موافقه وکړه چې د دې ژمنې په بدل کې چې د توتسي نفوس به خوندي شي، که په اردو کې بیا مدغم شي.
خو په ۲۰۲۱ کې، یادې ډلې یو ځل بیا وسلې ته لاس کړ او وویل چې شوې ژمنې ماتې شوي.
له هغه وخت راهیسې اېم۲۳ ډلې د کانګو په ختیځ کې د ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی. د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي د روانډا په ختیځ کې له اېم۲۳ سره څنګ په څنګ یې تر ۴،۰۰۰ سرتېري عملیات کوي.
د ګوما موقعیت

د عکس سرچینه، Reuters
ګوما چې د کیوو د جهیل په شمالي غاړه او د روانډا پر پوله پروت دی، تل د یوه مهم سیاسي او تجارتي مرکز په توګه پېژندل شوی دی.
دغه ښار له یو میلیون ډېر اوسېدونکي لري، چې د کانګو د جمهوريت یوه له ګڼ نفوس لرونکو ښارونو دی. د اورشیندې او ښېرازې خاورې په لرلو سره، ګوما په تاریخي ډول له ګاونډۍ روانډا سره د سوداګرۍ یو بوخت مرکز و.
ګوما له لویو معدني ښارونو سره نژدې پروت دی چې نړیوالو بازارونو ته د سرو زرو، سپینو زرو، کوبالټ او کولتان په څېر قیمتي فلزات او کانونه برابروي او د ستراتیژیکو لارو او هوايي ترانسپورت شبکه هم لري.
دغه ښار د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې یوه لویه اډه هم لري چې ګڼ شمېر سوداګریز شرکتونه، نړیوال سازمانونه او ډیپلوماتیکې کنسولۍ پکې پرتې دي.
د ګوما شتمنۍ

د کانګو جمهوریت د نړۍ د کوبالټ ۷۰٪ برخه لري، دا معدني ماده د ګرځنده تلیفونونو، برېښنایي موټرو او د برېښنایي سیګرېټو ډېری ماډلونو کې د لیتیم آیون بېټریو کې کارول کېږي.
لکه څنګه چې نړۍ له فوسیل سونتوکو د لیرې کېدو لپاره د شین کوریزو ګازونو کمولو ته ژمنه ده، د انرژۍ د پاکو سرچینو لپاره تقاضا ورځ تر بلې ډېرېږي.
د کانګو جمهوریت د نوي جګړې ګواښ ممکن د نړۍ د عرضې کچې ګډوډې کړي، چې بیې به یې لوړې کړي او د ټېکنالوژۍ او پاکې انرژۍ صنعتونو کې کمښت رامنځ ته کړي.
که ګوما سقوط وکړي؟

د کانګو جمهوریت رئیس فېلیکس تشیسېکدي په ۲۰۲۳ کال کې وویل، "ګوما هېڅکله سقوط نه کوي." هغه وعدې چې د ښار له یاغیانو پاک ساتلو لپاره یې کړي وې، د کانګو خلکو ته د هغه تر ټولو مهمې ژمنې وې، په دې مانا چې د ګوما سقوط به د بیا ټاکل شوي مشر لپاره په سیاسي توګه زیانمنونکې وي.
د کانګو جمهوریت له روانډا سره ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې دي، چې له امله یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړ، چي اوسنۍ شخړه په یوه پراخه سیمهییزه جګړه بدلېدلی شي.
دغه حالت ممکن نړیوالې بشري سرچینې نورې هم زیانمنې کړي، چې لا له وړاندې د نورو بحرانونو له امله کمې شوې دي.
لکه څنګه چې اېم۲۳ د ختیځو سیمو په لور پرمختګ کوي، زرګونه خلک په کوچنیو کلیو کې بې ځایه شوي او ګوما ته نژدې روغتونونو ته ځي او دا روغتونونه ډک شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ملکي وګړو لپاره د خطرونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ ځکه چې د کانګو پوځ له اېم۲۳ یاغیانو سره جګړه کوي. دغه سازمان دواړه لوري د ملکي وګړو پر وړاندې د جدي سرغړونو په ترسره کولو تورنوي.











