د طالبانو ویاند: د نړیوالو مرستو یوه افغانۍ هم زموږ بودیجې ته نه ځي

 افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

یو رپوټ چې د امریکا حکومت ته چمتو شوی، وايي، د طالبانو حکومت له افغانستان سره په نړیوالو مرستندویه بنسټونو کې په "اغېزناک ډول نفوذ" موندلو توانېدلي دي او زیاتوي چې له دغه هېواد سره نړیوالو مرستو ته "د خپل ځان لپاره د عاید د یوې سرچینې په توګه ګوري."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،‌ دغه ډول رپوټونه له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې خنډونه جوړوي او زیاتوي چې په "کلکه یې ردوي."

فارن پالیسۍ ورځپاڼې چې د دغه رپوټ یوه کاپي یې لیدلې، لیکلي، چې دغه رپوټ د امریکا د حکومت د نړیوالې پراختیايي ادارې په سپارښتنه چمتو شوی او دا په ډاګه کوي چې "له افغانستان سره نړیوالې مرستې په سازمان شوې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې تګلوري ته بدلون مومي."

په دې رپوټ کې راغلي، ښکاري چې طالبان د ملګرو ملتونو مرستې ځان ته د عاید یوه بله سرچینه ګڼي، نو له همدې کبله "په دې هڅه کې دي چې دا سرچینه هم تر خپل نظارت لاندې راولي."

طالبان: 'موږ هې‍څ ډوله مداخله پکې نه لرو'

خو ښاغلي مجاهد بي بي‌سي پښتو ته د دغه رپوټ په غبرګون کې ویلي "دغه پيسې چې د موسسو له خوا د خیریه کارونو لپاره مصرفېږي، ټولې د هغوی په لاس کې دي، هغوی په خپلو مصارفو کې مستقل دي. اسلامي امارت ‏(د طالبانو حکومت) یوازې د مرستو په رسونه او امنیتي ‌برخه کې مرسته ورسره کوي. نور موږ هېڅ ډول مداخله په کې نه لرو او یوه افغانۍ یې زموږ بودجې ته نه راځي."

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

کابو دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو او نړیوالو مرستو ته یې اړتیا تر هر بل وخت ډېره شوه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال د یوه فرمان په صادرولو د نیویارک بانکونو کې د افغانستان بانک له ۷میلیارده ډالرو شتمنۍ نیمايي یې په سویس کې یوه صندوق ته په لېږدولو هوکړه وکړه چې د افغانستان د اقتصادي ټیکاو لپاره ولګول شي.

په ورته وخت کې، هره میاشت کابل ته د بشردوستانه لګښتونو پوره کولو لپاره د نژدې ۱۵۰ میلیون ډالرو نغد وړل کېږي. که څه هم د پخوا پرتله د مرستو دغه کچه اوس کمه شوې ده.‌

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته واشنګټن د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره نژدې ۲میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د "فارن پالیسي" په وینا، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په راپور کې له افغانستان سره د مرستو د بهیر د مدیریت په اړه د ملګرو ملتونو د وړتیا په اړه شکونه ښودل شوي.

دغه رپوټ کاږي "په افغانستان کې ډېری نا دولتي ادارې ښځو ته په کور کې د پاتې کېدو لپاره تقاعد ورکوي."

د مرستو په اړه شکایتونه

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو هم ویلي وو،‌ چې د دغو مرستو په اړه یې شکایتونه تر لاسه کړي خو په دې اړه به پلټنه کوي.

په افغانستان یوه لویه برخه خلک پر دغو نړیوالو مرستو پایي او که کمېږي، ښايي‌ د میلیونو افغانانو پر ژوند اغېز وکړي.

دا رپوټ‌ په تېره مې میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو حکومت ته سپارل شوی و، خو تر اوسه خپور شوی نه دی او وايي چې طالبان "په حیرانتیا لا تر اوسه همغږي پاتې دي" او د تصمیم نیولو کړۍ د هبت الله اخندزاده په شاوخوا کې جوړه شوې ده.

د دې رپوټ‌ پر بنسټ، نا دولتي مؤسسې اړ شوې چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د افغانستان د استخباراتو له عمومي ریاست سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي. دا څانګه چې په افغانستان کې د مدني بنسټونو د فعالیتونو څارنه کوي، مستقیما هبت الله اخندزاده ته رپوټ‌ ورکوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت چې مشري یې هبت الله اخندزاده کوي، بېرته د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر "خپلو استبدادي سیاستونو" ته راستانه شوي او دا چې د طالبانو مشر "په ویاړ سره د خپلو پالیسیو د سمون لپاره د بهرنیو فشارونو په وړاندې مقاومت کوي."