ملګري ملتونه د افغانستان زلزله ځپلیو ته ۱۱۰ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته غواړي

د عکس سرچینه، OCHA
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې "اوچا" مشر وايي، افغانستان کې وروستۍ زلزله "ناروین کې بل ناورین" بللی چې او له زلزله ځپلیو سره یې د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
ددغې ادارې مشر رامز الاکبروف بي بي سي ته ویلي، په زلزله ځپلیو ولسوالیو کې ۳۶۲۰۰۰ خلک بېړنیو مرسته اړتیا لري او هلته پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې ده.
وړاندې اوچا د پکتیکا او خوست زلزلې په اړه خپل رپوټ کې ویلي وو " په زلزله کې لږ تر لږه ۱۵۵ ماشومان وژل شوي، ۲۵۰ نور ټپیان دي چې یوازې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې ۱۳۴ وژل شوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
الاکبروف هم د زلزلې سیمې ته سفر کړی او هلته یې بشري حالت کړکېچن یاد کړی دی.
نوموړي له بي بي سي سره په یوه تازه مرک کې ویلي، "دا سږ کال افغانستان کې یوه ناورین کې بل ناورین دی. ددغه هېواد لپاره د ناورین په کچه د مرستې غوښتنه شوې چې موږ یې یوازې یو پر دریمه برخه ترلاسه کړې ده. نن موږ بیا د۱۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کوو. او لس میلیون ډالره نوره مرسته بېړنیو مرستو ته پکار دي".
ښاغلی الاکبروف وايي، هلته د مرستو رسول هم ګران دي، ځکه چې اغېزمنو شویو سیمو ته رسېدل ګران او ورغلې لارې ډېرې خرابې دي.
"داسې ښکاري لکه تاریخ چې بېرته شا ته تللی وي او د څو پېړیو پخواني ځای ته ورشې، وضعیت ډېر خرابېدونکی دی".

د عکس سرچینه، اوچا
دی وايي، هلته ټول خټین کورونه په ابتدايي توکو (ډبرو او لرګیو) جوړ شوي "هلته چې کورونو ته ننوځې، داسې فکر کوې چې ګنې کومې سمڅې ته راغلی یم، هلته د ژوند او تماس هېڅ اسانتیاوې نه شته. زموږ د مرستو لارۍ څلور ساعته بندې پاتې وې چې ایله لس کیلومتره واټن ووهي."
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم بي بي سي ته د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې د رپوټ په تایید ویلي، طالبان د نړیوالو له همکارۍ پرته په یوازې سر وضعیت نه شي کنټرولولی او ټولو اغېزمنو شویو وګړو ته رسېدنه او لاسنیوی ورته ګران دی.
نوموړی وايي، تر اوسه له دوی سره شوې نړیوالې مرستې د اغېزمنو خلکو لپاره بسنه نه کوي.

د عکس سرچینه، Taliban
په همدې کال د طالبانو د ريس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابي د وضعیت ارزونې په موخه پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلیو سیمو لیدو ته ورغلي.
ملا برادر خوست کې له اغېزمنو شویو خلکو سره د طالبانو له لوري د مرستې اعلان هم کړی او د ویجاړو شویو کورونو د بېرته رغولو لپاره یې هم د مرستې ډاډ ورکړی.









