پکتیکا کې د ۲۰۲۲ کال خونړۍ زلزله
پکتیکا کې ځايي چارواکي وايي، د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې یوه خورا سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی. ملګري ملتونه وايي، مرستندویان د زلزله ځپلو د اړتیاوو ارزونه کوي.







