پکتیکا کې بیا زلزله شوې، شېبه په شېبه تازه مالومات

د افغانستان سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې تر یوې خونړۍ زلزلې درې ورځې وروسته چې سلګونه کسان پکې مړه او سلګونه نور ټپیان شول، نن (جمعه) یوځل بیا زلزله شوې چې ځینو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. پکتیکا او خوست ولایتونو کې تېره زلزله کې شاوخوا زر کسان مړه شوي او ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  2. افغانستان کې د مرګونې زلزلې درېيمه ورځ: نړيوالې مرستې دوام لری، طالبان وايي د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي

    په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له ويجاړونکې زلزلې درې ورځې وروسته د افغانستان جنوب ختيځ ته نورې نړيوالې مرستې استول شوې دي. په دې سيمو کې په زرګونو خلک د خوړو او سرپناه په تمه دي.

    متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان او هند د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې زلزله ځپلې سیمې ته یې خیمې، خوراکي توکي او طبي وسایل استولي دي.

    په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ادارې او یو شمېر نورو هېوادونو د ورته مرستو اعلان کړی و.

    که څه هم د طالبانو یوه چارواکي پرون وویل، چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو احتمال شته.

    ملګري ملتونه د وژل شویو شمېر ۷۷۰ تنه بولي، خو طالب چارواکو ویلي چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

    په ورته وخت طالب چارواکي وايي، نن جمعه يو ځل بيا زلزله شوې چې ۱۶ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

    زلزله

    د عکس سرچینه، STRINGER/EPA-EFE/REX/Shutterstock

  3. پکتیکا کې د ۲۰۲۲ کال مرګونې زلزلې عکسونه

    زلزله
    د عکس تشریح، لاهم خلک هڅه کوي چې تر ړنګو دیوالونو لاندې توکي او انسانان را بهر کړي
    زلزله
    د عکس تشریح، حليمي او د تره زامن یې، دا هغه توکي دي چې د حلیمې له وران شوي کوره رابهر شوي دي خو دې خپلې خوېندې او مور د تل لپاره له لاسه ورکړل
    زلزله
    د عکس تشریح، ځايي جومات ویجاړ شوی. نيمه شپه وه او په جومات کې څوک نه وو
  4. په پکتیکا ولايت کې د زلزلې ويډيو

    د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې د یوې هټۍ د امنیتي کامرې ويډيو خپره کړې چې د زلزلې شدت په کې ښکاري.

    د تېرې سې شنبې شپې مهال په داسې حال کې چې ډېر خلک په خوب ویده وو، یوې زورورې زلزلې د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې له امله یې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. دې X پوسټ نه تېرشئ

  6. د روغتیا نړېوال سازمان: د زلزلې زیانمنو شویو ته تازه روغتیايي مرستې رسېدلې دي

    د روغتیا نړېوال سازمان پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د مرستو په دوام په پکتیکا کې د زلزلې زیانمنو شویو سیمو ته د درملو او روغتیايي توکو مرستې رسول شوې دي.

    دغه سازمان د ټپيانو او ناروغانو د درملنې لپاره د بېړنۍ طبي مرستې ځینې وسایل هم د اورګون سيمه یيز روغتون ته ورکړي دي.

    د روغتیا نړېوال سازمان همدا راز ویلي چې دغه روغتون ته د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سیمو ۸۸ ژوبل شوي کسان وروړل شوي چې له ډلې یې د ۲۶ روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. د پکتیکا د ګیان هغه کس چې د کورنۍ څلور غړي یې وژل شوي

    شیر محمد د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ دی او په زلزله کې یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. ګیان هغه ولسوالي‌ ده چې تر ټولو ډېره ځپل شوې. نوموړی د زلزلې د مهال کیسه کوي:

  8. وروستی, خوست ته د ایران او متحده عربي اماراتو مرستې رسېدلې

    زلزله ځپلو سره مرستې؛ د ایران او متحده عربي اماراتو خوراکي توکي خوست هوايي ډګر ته رسيدلي په خوراکي توکو او درملو بار د ایران او د متحده عربي اماراتو دوه الوتکې د خوست هوايي ډګر ته رسېدلې دي.

    دا د ایران دویمه اولوتکه ده چې خوراکي توکي زلزله ځپلو ته وړي.

    پاکستان هم پرون ځینې خوراکي توکي خوست او پکتیکا کې هغوی کورنیو ته استولي و چې کورنه یې زلزلې وېجاړ کړي دي.

    الوتکه

    د عکس سرچینه، TALIBAN

    د عکس تشریح، خوست هوايي ډګر کې له زلزله ځپلیو سره د متحده عربي اماراتو د مرستو الوتکه
    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. 'وروستۍ زلزله ۴ درجې وه'

    د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې وېبپاڼې ویلي، د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې د ریښتر په کچه ۴ درجې زلزله شوې ده.

  10. ویل کېږي د پکتیکا د ګیان په ګډون ځینو ولسوالیو کې دا زلزله احساس شوې خو په کره توګه لا معلومه نه ده چې د سر زیان کومې ولسوالۍ کې پېښ شوی دی.

    درې ورځې مخکې هم په پکتیکا او خوست کې سخته زلزله شوې وه چې نژدې ۱۰۰۰ کسان یې ووژل او څه نا څه ۳۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.

    دغې زلزلې له ۱۰،۰۰۰ زیات کورونه وران کړي دي.

  11. وروستی, پکتیکا کې نن (جمعه) بیا زلزله شوې

    پکتیکا کې یو ځل بیا نن سهار یولس بجې زلزله شوې او ۱۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

    پکتیکا کې د طالبانو والي ثنا الله معصوم بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:" په زیانمنو کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي."

    ښاغلی معصوم وايي، دوی ته رسیدلی وروستي راپور کې د زیانمنو شمېر همدمروه ثبت شوی خو تېرې زلزلې ته په کتو کیدای شي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

    afghanistan

    د عکس سرچینه، Getty Images