امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

.

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا متحده ایالتونه وايي، د افغانستان له خلکو سره د (اضافي بشري مرستې) لپاره نژدې ۳۲۷ میلیونه ډالره ورکوي.

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه ویل شوي، د دې پیسو ۱۱۹ میلیونه ډالر د امریکا بهرنیو چارو وزارت کډوالۍ او نفوسو څانګه او ۲۰۸ میلیونه ډالر د دې هېواد د نړیوال پرمختګ ادارې بشري مرستو څانګه ورکوي.

په اعلامیه کې زیاته شوي، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، له افغانستان او د کډوالو افغانانو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره یې د امریکا مالي مرستو کچه یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د امریکا دا مالي مرسته به په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو نفوسو صندوق، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ورته نورو نړیوالو خیریه بنسټونو له له لارې لګول کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، دا مرسته به د بېړنۍ اړتیا لپاره د نغدو پیسو، پناه ځایونو چمتو کولو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي، روغتیايي خدمتونو او په هېواد کې دننه له بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي.

د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان کې به هم له مېشت افغان کډوالو سره د مرستو لپاره له دې پیسو کار واخیستل شي، چې د کووېډ- ۱۹ معایناتو او واکسین لړ کې مرسته هم پکې شامله ده.

د بشري مرستو د دوام ژمنه

بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له قوله ویل شوي، د نړیوالو خیریه ادارو له لارې به له افغانستان سره د بشري مرستو دا لړۍ دوام کوي.

امریکا له افغانانو سره د نړیوالو مرستندویه ادارو له لارې دا مالي مرسته داسې مهال اعلانوي چې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان نژدې نیمايي نفوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دی.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) مشر رامز الاکبروف تېره اګست میاشت کې ویلي، په افغانستان کې د اقتصاد او کارنده بانکي سیستم له فعالولو او له اوږدمهاله باثباته تعامل پرته د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کېدای.

د یادونې ده چې امریکا متحدو ایالتونو د روانې میاشتې نیمايي کې د افغانستان هغو شتمنیو لپاره هم یو ځانګړی صندوق جوړ کړ، چې د تېر کال په اګست میاشت کې یې د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته کنګل کړې.

د روان سپتمبر پر ۱۴ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو به ۳ نیم میلیارده ډالر د 'افغان فنډ' په نامه یو نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري.

د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو پرې کولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.