د افغانستان په اړه د ملګرو متلونو غونډه کې له يو ميليار ډالرو زياتې مرستې ژمنه وشوه

د عکس سرچینه، UNAMA
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش وايي د بشري مرستو راټولولو کنفرانس کې هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې له یو میلیارد ډالرو زياتې مرستې ژمنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د سویس په جنیوا کې د بسپنه ورکونکو هېوادونو کوربه توب وکړ چې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره پیسې راټولې کړي. ملګرو ملتونو د ۶۰۶ میليونه ډالرو غوښتنه کړې وه خو اوس نژدې د دوه برابره مرستې ژمنه شوې ده.
ښاغلي ګوتیریش خپله وینا کې وویل، افغانستان کې وضعیت بشري ناورین ته ورته دی او نړیواله ټولنه باید په عاجله توګه بشري مرسته وکړي.
نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه چې د دې مرستو رسولو لپاره باید له افغانستان سره هوایي دهلېز پرانیستی وي.
یادې غونډې ته د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو استازو هم خبرې وکړې.
د نړیوال سره صلیب مشر غونډې ته خبرداری ورکړ چې بشري مرستې له سیاسي شرایطو سره تړل یوه خطرناکه چاره او د بشري حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ده.
نوموړي وویل، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او دې برخه کې باید ناغېړي ونشي، ځکه د بې شمېره انسانانو د مرګ او ژوند خبره ده.
غونډې ته د ایران استازي تور ولګاوه چې افغانستان کې روان بشري ناورین او ګډودي د امریکا د تېرو شلو کالو د سیاست او پر افغانستان د پوځي ولکې پایله ده.
ده وویل، د افغانستان د کشالې یوازینی حل دا دی چې هلته یو ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي او خلک حق ولري چې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.
هغه وویل، هېواد یې افغانستان سره اوږده پوله لري او ایران چمتو دی چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې مرسته وکړي.
ګڼو هېوادونو لخوا د مالي مرستو ژمنې

د عکس سرچینه، UNAMA
دې کنفرانس ته د امریکا متحده ایالتونو استازې لېنډا تومس ګرینفیلډ اعلان وکړ چې هېواد به یې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.
خو اغلې ګرینفیلډ ټینګار وکړ چې افغان نجونو ته باید د زدکړو اجازه ورکړل شي او همدا راز افغانې ښځې باید د کار کولو اجازه ولري.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د دوه سوه میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ، خو غوښتنه یې وکړه چې طالبان باید د ښځو د حقونو، ټولشموله حکومت او نورو برخو کې خپلې ژمنې پوره کړي.
د فرانسې استازي هم اعلان وکړ چې افغانانو سره د بشري مرستو په موخه به ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو ته سل ملیونه یورو ورکوي.
همدا راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم افغانستان سره د بشري مرستو په موخه د پنځه میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ، خو پر طالبانو یې غږ وکړ چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان له سختو شرایطو تېرېږي او هند هلته د اوسني وضعیت په اړه جدي اندېښنې لري.
ښاغلي جې شنکر وویل، افغانستان ته رسېدونکي مرستې باید له کوم توپیري چلن پرته د هېوادو ټولو برخو ته ورسېږي او هغو هېوادونو ته چې غواړي مرستې وکړي، اسانه لار ورکړل شي.
د دوشنبې ورځې ځانګړې ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیری شاه محمود قریشي هم وینا وکړه.
نوموړي نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لړ کې هر ډول لوژیستیکي مرسته کوي.
غونډې ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، هېواد یې چمتو دی چې د کابل هوایي ډګر فعال ساتلو لړ کې مرسته وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې افغانستان کې بشري ناورین به د ټولې نړۍ لپاره ناوړه پایلې ولري او نړیواله ټولنه باید سملاسي ګامونه پورته کړي.
له طالبانو د تضمین غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې غونډې د مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګرېفېتس یو ځل بیا ویلي، ګومان کوي چې د طالبانو مشران پوهېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو پر حقونو ټینګار کوي او دغه راز غواړي چې د خیریه ادارو د فعالیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
نننۍ غونډه داسې مهال جوړېږي چې ملګري ملتونه وایي د افغانستان د نفوس نیمايي وګړي مرستو ته اړتیا لري او وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.
مارتین ګرېفیتس یوه مرکه کې وویل هیله ده چې نن دوشنبه به د طالبانو مرستیال لومړي وزیر لخوا په لیکلې بڼه ډاډ ترلاسه کړي چې خیریه ادارې او د هغوی متحدین به کولای شي چې په افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت وکړي او د خپلو چارو بشپړ کنترول به لري.
مارټېن ګرېفېتس چې دې وروستیو کې کابل ته د کورنیو بېځایه شویو خلکو ته ورغلی و وایي، دوه په دریمه برخه بې ځایه شویو کسانو ورته ویلي چې غواړي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
خو نوموړی وایي، يو په دریمه برخه کسانو پر طالبانو باور نه دی ښودلی او ویلي یې دي چې له هغوی سره به بېرته خپلو کورونو ته په ستنېدو کې سم چلن ونکړي.
ښاغلي ګرېفیتس ویلي هغه بي ځایه شوي افغانان چې بېرته خپلو مینو ته ستنېدل غواړي د ترانسپورت او خپلو کورونو د بېرته رغولو لپاره پېسو ته اړتیا لري او که موږ غواړو چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي وشي نو دغه لګښتونه باید وګالل شي.

د عکس سرچینه، EPA
دغه راز ښاغلي ګرېفیتس زیاته کړه چې په کابل کې یې له طالب مشرانو سره دوه موضوګانې شرېکې کړې چې لومړۍ یې د ښځو او نجونو حقونه وو، په دې معنا چې ښځې باید د کار کولو، زدکړو او په ازاده توګه د ګرځېدو او نور اساسي حقونه ولري او دویم دا چې خیریه ادارې باید په افغانستان کې د فعالیت کولو بشپړ ازادي ولري.
نوموړي وویل طالب مشرانو ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې به د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کېږي.
د ښاغلي ګرېفیتس په وینا د طالبانو مرستیال لومړي وزیر ملا برادر او نورو چارواکو ډاډ ورکړی چې خیریه ادارې به په خپلواک ډول خپل فعالیت کولای شي او دوی یې امنیت ساتي.
د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي وویل په جینوا کې له ترسره کېدونکې غونډې دمخه به د ملا عبدالغني برادر له خوا ورکړل شوی ډاډ په لیکلې بڼه ولري او نړیوالو ته به یې وړاندې کړي.








