کرېکټ؛ پاکستان کې د اسیا جام سیالۍ په ځانګړو مراسمو پيل شوې، لومړۍ لوبه کې کوربه برلاسی دی

کرېکټ

د عکس سرچینه، pcb

د کرېکټ د ۲۰۲۳ کال اسیايي‌ جام یو ورځنۍ سیالۍ نن د پاکستان له پرلپسې هڅو او اوږده ځنډ وروسته د پاکستان په کوربه توب په ځانګړو مراسمو پیل شوې.

د پاکستان کرېکټ بورډ د پرانېستو مراسمو ته ځانګړې مراسم نیولي وو او هنرمندانو پکې مینه والو ته خپل هنر او سندرې هم وړاندې کړې.

دا د اسیا جام ۱۶م پړاو دی چې کوربه یې پاکستان و خو دغه هېواد ته د هندۍ لوبډلې د نه ورتګ له کبله به اوس ځینې لوبې شري لنکا کې کیږي.

د دغه جام په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۶ اسیايي لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه لري.

د دغه جام لومړۍ لوبه نن (چارشنبه د اګست ۳۰مه) د افغانستان په وخت تر غرمې وروسته پر ۲ بجو د پاکستان په کوربتوب د دغه هېواد او نیپال ترمنځ د ملتان ښار په لوبغالي پیل شوه.

دا په اسیایي اتلولیو کې د نېپال لومړۍ دا ډول ګډون دی.

د اسیایي اتلولیو له پرانېستو مراسمو وروسته د ننۍ لوبې پچه کوربه پاکستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

cricket

د عکس سرچینه، pcb

د عکس تشریح، د پاکستان ملتان کې د اسیایي اتلولیو پرانېستې ته ځانګړي مراسم نېول شوې

د پاکستان او نیپال تر منځ لوبې ته کتنه

پاکستان چې دا مهال د نړۍ لومړۍ درجه لوبډله ده د نیپال پر وړندې یې لومړۍ دوه لوبغاړي ډېر ټینګ نشوه او په ۲۵ منډو نیپالي توپ اچونکي وتوانیدل چې د پیل دوه پاکستاني لوبغاړي ژر اوټ کړي.

د پاکستان دریم لوبغاړی آغا سلمان هم په ۵ منډو وسوځیده.

خو لوبډلمشر بابر اعظم او پښتون لوبغاړي افتخار احمد د پاکستان په ګټه اوږده ملګرتیا وکړه او د نیپال پر وړاندې یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۳۴۲ منډو ستر هدف کېښود.

پدغې لوبه کې بابراعظم له ۱۵۱ منډو جوړولو وروسته په وروستي اوور کې وسوځید، او افتخار احمد بیا۱۰۹ ناسوځیدلي منډې وکړې.

نیپالي لوبغاړو په وروستي اوور کې شاداب خان هم اوټ کړ او په دې ترتیب پاکستان د ۳۴۲ منډې د شپږو لوبغاړو په اوټیدو جوړې کړې.

داسې ښکاري چې نیپالۍ لوبډله به د دغه ستر هدف په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ وي.

دا دواړه لوبډلې په 'الف' ګروپ کې لوبېږي چې هند هم ورسره په دغه ګروپ کې دی.

په 'ب' ګروپ کې بیا افغانستان، شري لنکا او بنګله دېش دي.

سږکال د کرېکټ اسیايي جام څلور لوبې په پاکستان او پاتې شري لنکا کې پلان شوې دي.

پاکستان کې په څلورو پلان شویو لوبو کې دوه د افغانستان دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اوونۍ اسیايي جام لپاره لوبډله اعلان کړه.

افغانستان

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اوونۍ د ۲۰۲۳ کال اسیايي جام سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به، چې دا ګړۍ پاکستان کې ده، د ۲۰۲۳ کال په اسیا جام کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د (سپتمبر پر ۳مه) له بنګله دیش سره په لاهور کې وکړي.‌

د افغانستان دویمه لوبه تر دې یوه ورځ وروسته یعنې سې شنبه (د سپتمبر پر پنځمه) په همدغه لوبغالي کې د شري لنکا خلاف ده.

د ۲۰۲۳ کال د اسیايي جام سیالیو له دواړو ګروپونو به د سر دوه دوه لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار کوي، چې ګټونکې لوبډلې به یې پایلوبه کې سره مخامخېږي.

دغه ټولې سیالۍ د سپتمبر تر ۱۷مې دوام کوي.

د کرکټ اسیایي جام سیالۍ له ۱۹۸۴ کال راهیسې کېږي.

تر اوسه دغه جام ۷ ځله هند، ۶ ځله شري لنکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.