د پوهنې نړیواله ورځ؛ یوناما وايي، د ټولو افغانانو د پوهنې حق د افغانستان د راتلونکي بنسټ دی

یوناما مشره وايي، په اوسني وضعیت کې د هرې ورځې له تېرېدو سره د یوې مرفه او مساوي ټولنې بنسټ کمزوری کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما مشره وايي، په اوسني وضعیت کې د هرې ورځې له تېرېدو سره د یوې مرفه او مساوي ټولنې بنسټ کمزوری کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزا اوتنبایوا وايي، په افغانستان کې د ټولو لپاره زدکړې یوازې یو بنسټیز حق نه دی، بلکې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره د بنسټ په مانا هم دي.

نوموړې د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې نه یوازې له اخلاقي پلوه، بلکې د ټولنې د خیر، ښېګڼې او سولې په خاطر د هېواد ټولو وګړو لپاره د تعلیم او تربیې حق ومني.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځینه محصلینو پر زدکړو د طالبانو حکومت بندیزونو ته په اشارې سره مېرمن اوتنبایوا افغان ښځینه محصلینو او زدکونکو ته په وینا کې وویل: ''تاسې یوازې نه یاست، ملګري ملتونه له تاسې سره اوږه په اوږده شته او ستاسې د راتلونکي له حقه دفاع کې به له تاسې سره له یو موټیوالي پر شا نه شي.''

مېرمن اوتنبایوا زیاتوي، تعلیم ته لاسرسی ځکه د افغانستان لپاره مهم او اړین دی، چې ''د نن او سبا له ننګونو سره مبارزه وکړي.''

سږکال د پوهنې نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې دملګروملتونو کلتوري سازمان یونېسکو وايي په نړۍ کې نژدې ۲۵۵ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته نه ځي.

د سازمان د اټکل له مخې په افغانستان کې بیا شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځي بي برخې دي، چې ډېره برخه یې نجونې دي .

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښوونځی، مسلکي ښوونکی او غوره تعلیمي نصاب هغه عناصر دي چې د ښې زدکړې لپاره خورا مهم او اړین بلل کېږي. د افغانستان په ښارونو کې په دې برخه کې په نسبي ډول وضعیت تر یوه بریده ښه بلل کېږي، خو په لېرې پرتو سیمو کې د زدکړو چاپېریال د اندېښنې وړ بلل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کې وویل چې په افغانستان کې د تعليمي ادارو کیفیت د ده په وینا ''مخ پر ځوړ روان دی.''

نوموړي زیاته کړه: ''وخت، وسائل او تر یوه حده امکانات هم لرو، نو که د دیني او عصري علومو د کیفیت په لوړولو کوښښ و نه کړو، الله به له موږ سره د اخرت پر ورځ سخته محاسبه وکړي.''

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت پوهنې وزیر: افغانستان کې د پوهنې کیفیت مخ پر کمزورۍ روان دی

بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره زدکړو ته لاسرسی ډېر شوی، خو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو تړل کېدو او ښځینه محصلینو پر زدکړو د بندیز دوام بیا داسې څه بلل کېږي، چې د افغانستان پر تعلیمي چاپېریال یې خورا ناوړه اغېز کړی دی.

د یوناما مشره په دې هکله وايي، له پوهنې د نجونو او ښځو محروم ساتل تلپاتې کېدای نه شي، ځکه په خبره یې هره ورځ چې تېرېږي، د یوې مرفه او مساوي ټولنې بنسټ ورسره کمزوری کېږي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې نجونې په کې له متوسطه او پوهنتوني زدکړو منع شوې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې له هغه راهیسې چې تر شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ وتړل شول یو اعشاریه یو میلیون نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو علمی او کلتوري سازمان یونېسکو مسوولینو تېر کال ویلي، په افغانستان کې اتیا سلنه نجونې چې د ښوونځي پیلولو عمر ته رسېدلي او شمېر یې دوه اعشاریه پنځه میلیونه ته رسېږي زدکړو ته لاسرسی نه لري او نژدي ۳۰ سلنه نجونې هېڅکله لومړنیو ښوونځیو کې نه دي شاملې کړای شوې.