پر افغان نجونو د زدکړو بنديز؛ يو شمېر کورنۍ يې د هېواد پرېښودو ته اړ کړې
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو ډېرې افغان کورنۍ له هېواده وتو ته اړې کړې دي.
هغه کسان چې لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ وس نه لري، د خپلو لوڼو تعلیم لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
زموږ همکار سید عبدالله نظامي چې په کوټه کې یې له یوې کورنۍ سره خبرې کړې وايي، سره له دې چې په دې ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند اسانه نه دی، ځینې افغانان د خپلو نجونو تعلیم لپاره هر ډول کړاوونه مني.