ايران کې د معترضو سياسي فعالانو د نظربندۍ پای ته رسولو غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، SOCHILA MEDIA
ایران کې سلګونو مدني او سیاسي فعالانو د معترضو سیاسي فعالانو مهدي کروبي، زهرا رهنورد او میر حسین موسوي د نظر بندۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
دوی یوه ګډ لیک کې ویلي ۱۳ کاله کېږي چې یاد فعالان په ناانساني توګه په کور کې نظر بند دي.
د څه باندې پنځه سوه ایراني مدني او سیاسي فعالانو په پرانستي لیک کې ویلي د حاکمې ډلې له خوا د اعتراضونو ځپل، د کړکېچونو او سیاسي چارو ناسم مدیریت، د فعالانو زنداني کول او نا څاپي مړینې دوام لري.
دوی ویلي د سیاسي فعالانو مهدي کروبي، زهرا رهنورد او حسین موسوي په کور کې دیارلس کاله نظر بند ساتل د قانون خلاف پيل شوي او تر دې دمه په ناانساني بڼو دوام لري.
دوی ویلي پر دوی د مخ په زیاتېدونکي فشار له امله یاد فعالان له تدریجي مرګ سره مخامخ دي. په لیک کې راغلي وروستیو میاشتو کې په کور د دې نظر بندو فعالانو روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د مدني او سیاسي فعالانو په دې لیک کې غوښتنه شوې چې کروبي، موسوي او زهرا دې ژر تر ژره پر کور له نظر بندې ازاد کړل شي.
مهدي کروبي او میر حسین موسوي د ایران د ۱۳۸۸ کال ټاکنو کې نوماندان وو. دوی د ایران د اصلاح غوښتونکو سیاستوالو له ډلې شمېرل کېږي. زهرا رهنورد د حسین موسوي مېرمن او یوه لیکواله ده.
دې ټاکنو کې محمود احمدي نژاد بریالی اعلان شو، خو سیالانو یې پایلې ونه ومنلې او پراخ اعتراضونه پيل شول. حکومت دا اعتراضونه وځپل او یاد نوماندان له هماغه راهیسې پر کور نظر بند دي.
دوی له یوه کال راهیسې د پیل شویو حکومت ضد اعتراضونو ملاتړ هم کړی. میر حسین موسوي یوه پیغام کې ویلي وو د ایران د ژغورلو لپاره باید د یوې ټولپوښتنې له لارې منل شوی نوی اسیاسي قانون جوړ شي.
مهدي کروبي تر اوسه د څو پرانستو لیکونو په خپرولو سره غوښتنه کړې چې دی دې علني محاکمه شي، خو د ایران قضايي چارواکو د هغه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
دوی درې واړه له کوم قضايي حکم پرته او د ایران د پولیسو د پخواني مشر په خبره د ایران د مذهبي مشر علي خامنه یي په امر په کور کې نظر بند دي.











