ایران کې احتجاجونه؛ ځینو ورانکارو د مهسا امیني پر قبر برید کړی

Photograph posted on Instagram by Ashkan Amini showing a broken pane of glass that was covering the tombstone of Mahsa Amini at a cemetery in Saqqez, Iran (21 May 2023)

د عکس سرچینه، Ashkan Amini

د مهسا امیني کورنۍ وايي، یو شمېر ورانکارو کسانو د مهسا امیني پر قبر برید کړی دی.

مهسا هغه ایرانۍ پیغله وه چې د ۲۰۲۲ کال سپټمبر کې د ایران اخلاقي پولیسو په بند کې مړه شوه او په ټول هېواد کې یې د حکومت ضد احتجاجونه راوپارول.

د کورنۍ له خوا یې عکسونه ښودل شوي چې پکې ښکاري هغه شیشه ماته شوې چې د نوموړې د قبر شناخته یې پوښلې وه.

ورور یی اشکان امیني پر انسټګرام لیکلي چې دا وروستیو میاشتو کې دویم برید دی چې د هغې پر قبر کېږي.

ښاغلي امیني پرته له دې چې په مستقیم ډول څوک پړ یاد کړي یا د چا نوم واخلي لیکلي: "آن ستا د قبر شناختي هم دوی ځوروي."

نوموړي ژمنه کړې او ویلي یې دي:"که دوی یې څو څو ځلې ماتې کړي مونږ به یې بیا جوړې کړو راځئ وګورو چې څوک لومړی ستړی کېږي."

د دوی کورني وکیل صالح نیربخت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، قبر د یکشنبې پر روځ د هغو کسانو له خوا ویجاړ شوی چې "په تېر کې هم ورته ورانکاریو کې پېژندل شوي دي."

ښاغلي نیربخت دا هم ویلي چې د مهسا پلار ورته ویلي چې چارواکو هغه وېلډنګ کار هم ګواښلی چې دوی پرې د مهسا قبر ته د خوندي ساتلو لپاره اوسپنیزه پنجره جوړوله

او ورته ویلي یې و چې له کاره به وشړل شي.

مهسا د سپټمبر په ۱۶مه د تهران په روغتون کې وروسته له هغې مړه شوه چې د ایران اخلاقي پولیسو د حجاب له سختو مقرراتو د سرغړونې په تور ونیوله.

عیني شاهدانو ویلي‌ و چې دا ۲۲ کلنه ایرانۍ په بند کې وهل شوې خو چارواکو بیا هغې سره د ناوړه چلند تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي‌ چې "ناڅاپه پرې د زړه حمله" راغله او مړه شوه.

لومړني احتجاجونه د هغې له مړینې وروسته د هغې په پلرني ټاټوبي سقز کې وشوې، او وښځو د یووالي د ښودلو لپاره د خپل سر پړوني وڅیرل او اور یې ورته کړ.

دا احتجاجونه په ډېرې چټکۍ ټول هېواد کې خپاره شول او د ۱۹۷۹ کال انقلاب وروسته د ایران اسلامي جمهوریت لپاره په خورا جدي ننګونو بدل شوي.

تر دې دمه په دغو احتجاجونو کې سلګونه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا تاوتریخوالي کې وژل شوي او په زرګونه نور بندیان شوي دي.

د ډسمبر میاشت راهیسې د دغه احتجاجونو اووه ګډون کوونکي اعدام شوي.

د رپوټونو له مخې، لسګونه نور لاریونیان په اعدام محکوم شوي او یا د نورو لویو جرمونو په تور محکوم شوي دي.

تېره اوونۍ د اصفهان په مرکزي ښار کې چارواکو درې کسان "خدای سره د دښمنۍ" په تور وروسته له هغې اعدام کړل چې نومبر میاشت کې یې د لاریونونو په ترڅ کې ډزو کې درې امنیتي کسان ووژل.

سرچینې د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې مجید کاظمي،‌ صالح میر هاشمي او سعید یعقوبي امنیتي کسانو په زور بیولي،‌ وهلي او ټکولي یې دي او په زور اعتراف یې تري اخیستی.

د احتجاج کوونکو پر وړاندې د ایران حکومت له تاوتریخوالي ډک چلند د بشر حقونو بنسټونو او نړیوالو غوسه راپارولې ده.