د مهسا امیني د وژنې یو کال؛ د ایران بېلابېلو ښارونو کې کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي

ایران

د عکس سرچینه، SOCIALMEDIA

په ایران کې د مهسا امیني د وژل کېدو یو کال پوره شو.‌ د دغې کردۍپېغلې مړینې په ایران کې تېر کال داسې لوی لاریونونه راوپارل، چې په لسیزو کې کمساري‌ بلل کېږي.

د تلین په رارسېدو یې پلار له ایرانیانو غوښتي و، چې د تلین په ورځ مهسا یاده کړي. په همدې حال کې، د مهسا امیني د تلین په ورځ یې پلار څو ساعته زنداني شوی هم دی.

بلخوا رپوټونه ښيي، چې د ایران بېلا بېلو ښارونو کې د امنیتي کسانو شمېر زیات شوی دی او ځای ځای خلکو ته ویل شوي، چې له کورونو را بهر نه شي.

د رپوټونو پر بنسټ، مدني فعالان او تېر یوه کال کې د وژل شویو لاریون کوونکو کورنۍ ګواښل شوې، چې لاریونونو او اعتراضونو ته زړه ښه نه کړي.

ځینو ایرانيانو بیا په یو شمېر لویو ښارونو کې لکه سنندج، کامیاران، بانه،سقز او دیواندره کې په ټولیز ډول اعتصاب کړی دی.

د ایران په زاهدان کې بیا ځینو لاریونیانو د حکومت ضد شعارونه هم ورکول.‌ تېر یوه کال کې د امیني په پلوۍ د لاریونونو پرمهال سلګونه کسان ونیول شول او ګڼو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې وه.

نورو هېوادونو کې لاریونونه او د مهسا امیني د مور "مننه"

ایران

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، د مهسا امیني د تلین په ورځ یې پلار څو ساعته زنداني شوی هم دی

له ایران ورهاخوا، د نړۍ په یو شمېر لویو ښارونو کې د کډه شویو ایرانیانو لخوا هم لاریونونه پیل شوي دي.

نن د مهسا اميني د تلين په تړاو د اسټراليا په بېلابېلو ښارونو لکه سيډني، ميلبورن او برسبين کې پراخ لاريونونه وشول. دغو ښارونو کې لاريونیانو د ايران حکومت پر ضد شعارونه ورکړل.

د امریکا په کالیفورنیا کې هم د مهسا امیني د مړیني غندلو لپاره غونډه جوړه شوې وه. د سویډن په پلازمېنه سټکهلم کې بیا خلکو په اعتراض لاس پورې کړ.

همدارنګه د مهسا امیني مور مژګان افتخاري له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د لور یاد یې ژوندی ساتلی دی او تېر یو کال کې یې په دوی ننګ کړی دی.

نوموړې وايي: "د احترام په پار سر درته ټېټوم."

مژګان افتخاري پر خپل انسټاګرام اکاونټ باندې لیکلي:

"یو کال تېر شو چې زموږ د زړه ټوټه مهسا، د کردستان ژینا او د ایران پرېښته اسمان ته ختلې. دا داسې کال و، چې هره شېبه یې له غمونو ډکه وه."

ایران

د عکس سرچینه، NELLOFARHAMEDI

د عکس تشریح، هغه مهال ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې په زندان کې د مهسا روغتیايي وضعیت خراب شو او روغتون ته واستول شوه چې درې ورځې وروسته د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۶مه روغتون کې مړه شوه

بلخوا رپوټونه وايي، د ایران امنیتي ځواکونه د وژل شوې مهسا امیني د کور شاوخوا ورټول شوي دي.

همدارنګه د ترلاسه شویو رپوټونو له مخې د ایران حکومت نن سهار د سقز په ښار کې، چې د مهسا امیني کور په کې دی او هغه هدیره کې چې د مهسا امیني قبر په کې دی‌، امنیتي ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

د ایران کردۍ پېغله مهسا امیني تېر کال په همدې میاشت کې د ایران اخلاقي پولیسو لخوا په سم ډول د پوړني نه په سرکولو له کبله ونیول شوه.

هغه مهال ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې په زندان کې د مهسا روغتیايي وضعیت خراب شو او روغتون ته واستول شوه چې درې ورځې وروسته د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۶مه روغتون کې مړه شوه.