د ايران لاريونونه: د يوه انځور کيسه چې د نړۍ پام يې وراړولی

د ویډیو تشریح، د ايران لاريونونه: د يوه انځور کيسه چې د نړۍ پام يې وراړولی

د سپټمبر ۱۶ بند کې د ايرانۍ پېغلې مهسا امينې د مړينې يو کال پوره کېږي.

دا د خپل هېواد د ګشت ارشاد يا چلن پوليسو له خوا پر دې چې پړونی یې سم نه و پر سر کړی ونیول شوه او بیا وروسته د همدوی بند کې مړه شوه.

مړینې یې ټول ایران کې لاریونونه وپارول، او چارواکو يې هم ځواب کې له تاوتریخوالي ډک غبرګون وښود. سلګونه خلک ووژل شول، زرګونه کسان ونیول شول، ډېر نور د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شول.

د هغه وخت یو انځور ټوله نړۍ کې په پراخه خپور او مشهور شو، د یوې پېغلې عکس چې د خپلې مور قبر ته ولاړه وه، او خپل پرې کړي وېښتان یې لاس کې وو.

د دغې نجلۍ پر کیسې د بي بي سي فارسۍ څانګې خبریال جیار ګول دار اپور چمتو کړی.