"امریکا په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته ۱۴۴ میلیارده ډالره ځانګړي کړي وو"

د افغانستان د بیا رغونې چارو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د څارونکې اداره 'سیګار' وايي، امریکا کانګرېس له ۲۰۰۲م کال نیولې بیا د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي پورې د افغانستان بیا رغاونې لپاره ۱۴۴ اعشاریه ۷ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.
د سیګار په هغه رپوټ کې چې پرون (دسمبر درېیمه) خپور شوی او سیګار یې خپل ''نهايي یا وروستی'' رپوټ بولي راغلي، چې دغه پیسې د انفلاسیون کچې ته په پام سره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته مارشال پلان ته د ځانګړو شویو پیسو پرتله خورا زیاتې دي.
د سیګار په رپوټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د دې ماموریت هدف د ټیکاو او ولسواکۍ راوستل و، چې د رپوټ په ټکو هېڅ یو هم ورسره رانغی:
''د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان حکومت حیرانونکي چټک سقوط د پرمختګ د کلونو باوري ادعاوو لخوا پټه شوې کمزوری برالا کړه. د هیلو او واقعیت ترمنځ واټن خورا پراخ و، خرابېدونکو شرایطو په پرلپسې د هغو هدفونو ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ ګرځېدل، چې غیررښتیني ثابت شول.''
د سیګار په رپوټ کې راغلي چې د امریکا متحدو ایالتونو د هغو هڅو په ناکامۍ کې بېلابېل عنصرونه شامل و، چې پر یوه کامیابه او باثباته دیموکراسۍ یې د یوه جګړه ځپلي او مخ پر وده هېواد د بدلون لپاره وکړې.
په رپوټ کې د بېلګې په توګه یادونه شوې، چې امریکایانو ''په بېړه او دوامداره توګه د واک له داسې دلالانو سره اتحاد وکړ، چې په فساد کې ښکېل، له بشري حقونو یې سرغړوونې کړې وې، وسله وال مخالفین ورسره تقویه شول او ماموریت ورسره کمزوری شو، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ او ښې حکومتولۍ راوستلو په څېر امریکايي هدفونه هم ورسره کمزوري شول.''
د رپوټ په ټکو دغه راز د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه کولو هڅې هم د اوږدمهاله اغېز کولو کې پاتې راغلې.
په رپوټ کې راغلي: ''په امنیتي سکتور کې د امریکا له نژدې ۹۰ میلیارده ډالرو مرستو سره سره، بالاخره افغان امنیتي ځواکونه په داسې حال کې دړې، وړې شول، چې دوامداره امریکايي پوځي شتون هم نه وو.''
سیګار رپوټ وايي، په داسې حال کې چې لګښتونه خورا ډېر وو، په افغانستان کې د ۲۴۵۰ امریکايي پوځیانو په ګډون لسګونه زره کسان ووژل شول او دغه راز د ۲۰ زره او ۷۰۰ امریکایي پوځیانو په ګډون ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
سیګار وايي، له ۲۰۰۹ کاله یې د ۲۰۲۵ کال تر سپتمبر پورې د فعالیتونو، حساب ورکولو، څارنې، ارزونې، خبرداري او درې میاشتنیو رپوټونو په بڼه معلومات خپاره کړي او داسې نژدې ۱۵۰۰ توصیې یې کړې، چې د پروګرامونو کیفیت ورسره ښه او شفافیت ورسره زیات شي. په رپوټ کې راغلي، د دوی ارزونې رپوټونه د دې لامل شوي، چې د لګښت په برخه کې د امریکايي مالیه ورکوونکو دوه اعشاریه ۵۱ میلیارده ډالره لګښتونه وژغورل شي.
'وروستی رپوټ'
د سیګار رپوټ کې ویل شوي، دغه اداره به د روانې میاشتې پر ۳۱مه خپلې دروازې وتړي، خو له هغه مخکې به د هغې قانوني مادې له مخکې یې دوی ته د فعالیت اجازه ورکړې، د هغو پروګرامونو او عملیاتو په هکله یو نهايي قانوني رپوټ چمتو کوي، چې د افغانستان بیارغاونې لپاره د ځانګړې شوې یا د لاسرسي وړ پانګې له لارې تمویل شوي دي.
سیګار اداره د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرېس څارنې او اصلاحاتو کمېټې لخوا په افغانستان کې د پروژو او د بیارغاونې د کړنو د تفتیش او ارزونې لپاره په کال ۲۰۰۸ کې جوړه شوه، چې د ظرفیتونو د لوړولو او اغېزمن کولو ترڅنګ د بیا رغاونې په پروګرامونو کې د درغلیو، فساد او بې ځایه ګټې اخیستنې مخنیوي وشي. دې ادارې په هرو دریو میاشتو کې د امریکا کانګرېس ته خپل رپوټونه وړاندې کول.
سیګار په تېر کې د امریکا متحدو ایالتونو پر حکومت هم له دې کبله نیوکې وکړې، چې په خبره یې د معلوماتو ترلاسه کولو په لړ کې د دوی مخنیوی کوي. د ۲۰۲۳ کال په جون کې د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د نړیوالې پرمختیا ادارې مشرې سمانتا پاور ته په یوه لیک کې ویلي و، د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پرمختیا ادارې خپلو کارکوونکو ته امر کړی، چې له سیګار ادارې سره همکاري و نه کړي او دوی ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي.
له دې یوه کال مخکې هم سیګار مسوولینو پر ځینو امریکايي ادارو او چارواکو ورته نیوکې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته سیګار د امریکا پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تور پورې کړ، چې له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو وتلو په هکله معلوماتو ته د لاسرسي له مخنیوي سره یې د امریکا خلک او کانګرېس غړي پر هغو دلایلو او شرایطو له پوهېدو محروم ساتلي، چې د افغان حکومت د پرځېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډیو ډکو وتلو لامل شول.
د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې بیا هغه وخت ویل شوي و، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پرمختیايي ادارې سیګار ته ویلي، چې ''له افغانستان سره د بشري مرستو اړوند فعالیتونه په حاضر وخت کې د سیګار د مسوولیتونو برخه نه ده.''











