زما مور په شمالي کوریا کې "تر ټولو مشهوره سندرغاړې" ده

کوریا

د عکس سرچینه، HANDOUT

وروسته له هغه چې د موسیقۍ ډلې (ترانه ویسل) د دواړو کوریاګانو د فرهنګي ادغام مرکز په غونډه کې د شمالي کوریا مشهوره سندره سئول کې وبلله، سلګونه کسانو په ډېر شور او شوق سره د دې سندرې هرکلی وکړ.

د شمالي کوریا ډیر خلک له دې مشهورې سندرې سره بلد دي

لي جي ان دا سندره هغې اته کسیزې ډلې ته جوړه کړې چې تېر کال رامنځ ته شوې.

د دې په څېر نیم کسان یې له شمالي کوریا راتېښتیدلي دي او نیم نور یې پخپله د سویلي کوریا دي.

نوموړې وايي: "که د شمالي او سویلي کوریا سندرغاړي سره یو شي، د دواړو کوریاګانو یووالی به ډیر ژر وشي."

دا ډله نوموړې ته اجازه ورکوي، چې د خپلې موسیقۍ جرړو ته ځان ورسوي ځکه مور یې چوی سام سوک د شمالي کوریا له غوره سندرغاړو ده.

ښاغلې چوی په ۱۹۵۱ کال کې په که سونګ ښار کې زېږېدلې، لومړی ځل یې د پیونګ یانګ زده کوونکو کلتوري ماڼۍ کې د پیانو زدکړې پیل کړې.

د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د کیم جونګ ایل پام یې ځان ته ورواړوه.

کیم جونګ ایل مخکې تر دې چې په ۱۹۹۴ کال کې مشرتابه ته ورسیږي، د تبلیغاتو څانګې څارنه یې کوله.

هغه مهال یې ښاغلې چوی ته امر وکړ، چې د دولتي سینماګانو د فلمونو سندرې ووایي.

د لي مور هغې ته ويلي، چې د دې له زېږون یوه ورځ مخکې یې هم په سټډيو کې ثبت کاوه.

ښاغلې چوی په خپل څلور لسیزه مسلک کې شاوخوا درې زره سندرې وویلې او بې شمېره جایزې یې تر لاسه کړې چې پکې د "خلق کوونکي" لوبغاړي جایزه هم ګټلې چې د شمالي کوریا هنرمندانو لپاره غوره جایزه ده.

اغلې لي د موسيقۍ او نڅا په برخه کې د آکاردئون د غږولو ځانګړي مهارت له امله د پيونګ يانګ د موسيقی او نڅا په پوهنتون کې ومنل شوه.

آکاردئون د "د خلق ساز" په توګه پیژندل کېږي خو د لوړ قیمت له کبله د شمالي کوریا ډېر کم خلک دا زده کوي.

نوموړې بیا د کلاسیک او بریښنایی ګیتار غږول زده کړل.

د خپل هنري فعالیتونو په لړ کې کله یې چې سئول ولید نو ډېر عجیب حس یې درلود.

شمالي کوریا خپلو وګړو ته وايي، چې سئول بې وزله دی، خو ښاغلې لي ولیدل، چې سویل ډیر سوکاله دی.

تښته که تښتول کېدل؟

کوریا

د عکس سرچینه، KCNA

په ۲۰۱۳ کال کې ښاغلي لي بهر ته د تګ یو بل فرصت ترلاسه کړ، نوموړې د شمالي کوریا په نینګوچین رستورانت کې د کار کولو لپاره غوره شوه.

مېرمن لي کارکوونکو ته د موسيقۍ د ورښوونې دنده پر غاړه درلوده، خو کله کله به يې خپله هم ترسره کوله.

په ۲۰۱۶ کال کې ښاغلې لي د خپلې مور یو لیک ترلاسه کړ:

"اوس چې زموږ په منځ کې نه یاست، ستاسو ځای ډېر تش دی. لورې در پسې خفه شوې یم. هیله لرم ژر تر ژره دې ووینم."

دا وروستی لیک و، چې له خپلې مور څخه یې ترلاسه کړ.

میاشتې وروسته مدیر هو کانګ ایل ۱۹ خدمو ته وویل چې د سفر لپاره چمتو شي خو دا یې ونه ویل، چې چیرته.

لي وايي، چې ډیری یې په شعوري ډول پوهیدلې، چې غواړي دوی سویل ته وې سي.

اووه تنه یې شمال ته ستنې شولې، پاتې نورې د مالیزیا له لارې سیول ته ولاړې.

د دوی له راتګه یوه ورځ وروسته، سویلي کوریا اعلان وکړ، چې دا په ۲۰۱۱ کال کې د کیم جونګ اون له واکمنۍ راهیسې تر ټولو لویه ډله ایزه تیښته ده.

کوریا

د عکس سرچینه، CJ ENM

شمالي کوریا سویلي کوریا د ښځو په تښتولو تورنه کړه او د لي د مور په ګډون یې د هغوی کورنۍ د یوه خبري کنفرانس لپاره راغونډې کړې.

"ما فکر کاوه چې رسنۍ نه پوهېږي چې زه د چوی سام سوک لور یم ځکه چې زه په پټه سویلي کوریا ته راغلې وم. خو زما د مور نوم او زما د اوسیدو ځای په تلویزیون کې اعلان شو. دا د اندېښنې وړ وه."

ښاغلي هو دوه کاله وروسته وویل، د سویلي کوریا له استخباراتي ادارې سره یې د دې مېرمنو په تېښته کې مرستې کړې.

لي نه غوښتل چې زیات معلومات په دې اړه خپاره کړي خو وویل چې هغه نشي کولی د مدیر د ارادې پر وړاندې مبارزه وکړي.

بیا یوځای کیدل

کوریا

د عکس سرچینه، REUTERS

لي لپاره دا ناشونې ده، چې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي، خو هغه هیله لري چې کله دواړه کوریاوې یو ځای شي هغوی به هم وویني.

"په شمالي کوریا کې خلک په ریښتیا هم یو بل ته دا نه وايي، چې زه له تا سره مینه لرم. که زه خپله مور بیا ووینم، زه به ورته ووایم چې مینه درسره لرم."

خو داسې ښکاري چې بیا یو ځای کېدل یې تر ډېره ناشونی دی.

شمال نه یوازې پوځي خوځښتونه زیات کړي، بلکې په دې وروستیو کې یې د بیا یوځای کیدو موخه یوه څنګ ته کېښوده. او سویل یې خپل اصلي دوښمن وباله.

لي وايي:

"د شمال او سویل ترمنځ اړیکې هر وخت بدلیدلی شي. مهمه خبره دا ده چې موږ هیله من پاتې سو."

دمګړۍ نوموړې غواړي چې د ترانو په بللو سره رامنځ ته شوي درزونه او توپیرونه له منځه یووسي.