سویلي کوریا د شمالي کوریا د توغندیو د توغولو په ځواب کې پوځي تمرینات وکړل

د عکس سرچینه، SOUTH KOREA MINISTRY OF DEFENCE
د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی، چې شمالي کوریا له ۲۰۰ ډېر توغندي له خپل لوېدیځ ساحل څخه د سویل خوا ته د یون پیونګ ټاپو پر لور توغولي دي.
د دې کار په غبرګون کې سویلي کوریا د بېلابېلو وسلو په ډزو سره یو پوځي مانور ترسره کړ او د ټاپو له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې پناه ځایونو کې ځانونه خوندي کړي.
همدارنګه د شمالي کوریا لخوا د توغندیو له توغولو سره سم سویلي کوریا مېشتو ولسي وګړو ته امر کړی و، چې له یاد ټاپو ووځي.
سئول یاد ګام غندلی او دا یې یو "یرغلیز عمل" بللی دی.
له دې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې شمالي کوریا څو ځلې په یون پیونګ ټاپو ډزې کړې وې، چې له کبله یې څلور کسان هم وژل شوي وو.
د شمالي کوریا د توغندیو ډزې نن د ځاي وخت د سهار په ۹ بجو پیل شوې او تر ۱۱ بجو پورې یې دوام درلود.
د یادونې وړ ده، چې د شمالی کوریا لخوا توغل شوي هیڅ یو توغندی د سویلي کوریا په خاور کې لګېدلی نه دی.
ټول توغندي په حائل سیمه کې لګېدلي دي.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي: "دې پیښې کوم ولسي او پوځي زیان نه دی اړولی خو زیاته یې کړه، چې دا چارې د کوریا په ټاپو وزمه کې سوله له ګواښ سره مخامخ کوي. تاوتریخوالی زیاتوي."
د باینګ نیونګ او دائچئونګ ټاپوګانو کې سیمه ییزو چارواکو ولسي وګړو ته امر کړی، چې له دې ټاپوګانو ووځي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د سویلي کوریا د دفاع وزیر شین وون سیک د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د شمالي کوریا لخوا دا ډول پوځي مانورونه پارونکي دي، دا سوله ګواښي او تاوتریخوالی زیاتوي."
نوموړي زیاتکړه: "زموږ اردو بايد د دښمن د بشپړې تباهۍ لپاره پوره چمتووالى ولري، ترڅو د نورو د پارولو جرات ونه کړي."
وروستۍ پېښه وروسته له هغې مخ ته راغله، چې شمالي کوریا د تاوتریخوالي کمولو لپاره له سویلي کوریا سره پوځي هوکړه وځنډوله.
له دې مخکې او په تېرو دوو کلونو کې شمالي کوريا څو ځلې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې او په سویلي لوري یې د توغنديو او توپونو ډزې کړې دي.
په همدې دلیل ځینې شنونکي استدلال کوي، چې له تړون څخه د پیونګ یانګ رسمي وتل ممکن ډیر توپیر رامنځ ته نه کړي.
یون پیونګ ټاپو د يوې پوځي اډې سیمه ده، چې ولسي وګړي په کې ډېر کم دي او شمېر یې په هرو دریو کیلومترو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
دغه سیمه له کلونو راهیسې د کوریا د سمندري ځواکونو ترمنځ د جګړو ډګر و.
هالته په ۲۰۱۰ کال کې دوه سرتیري او دوه ملکي وګړي وروسته له هغه ووژل شول، چې شمالي کوریا پر یاده ټاپو د توپونو لسګونه مرمۍ ور وویشتلې.











