جاپان کې د الوتکې ټکر پېښه؛ پیلوټان الوتکه کې له اور لګېدو خبر نه وو، خو سپرلۍ څنګه خوندي ووته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د جاپان د یوې مساپر وړونکې الوتکې پیلوټان چې د توکیو هانډا له هوايي ډګره د الوتنې پر مهال یې له یوې کوچنۍ الوتکې سره ټکر وکړ او اور یې واخیست، په پیل کې نه پوهېدل چې الوتکه کې اور لګېدلی دی.
الوتکه د جاپان ایرلاینز اړوند وه، او د شرکت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دا د الوتکې یوه کارکوونکی و، چې پیلوټانو ته یې په الوتکه کې د اور لګېدو خبر ورکړ.
تر هغه وروسته د جاپان د هوايي شرکت د ۵۱۶ الوتکې د ټولو ۳۷۹ مساپرو د اېستلو لړۍ پیل شوه او ټول ژوندي وژغورل شول.
په دې پېښه کې د ساحلي ګارد د کوچنۍ الوتکې له شپږو سپرلیو پنځه تنه یې و وژل شول.
د جاپان د هوايي چلند وياند وايي، وروسته له هغه چې الوتکه د ځغاستلیکې پر لور روانه شوه، پيلوټ له الوتکې سره د لګېدو یو څه احساس کړل، چې له امله يې کنټرول له لاسه ورکړ.
هغه وويل، د پېښې پر مهال په الوتکه کې درې پيلوټان او د الوتنې ١٢ کارکوونکي موجود وو، خو د الوتکې دننه د سپيکر سيسټم خراب شو او کار يې نه کاوه، خو عملې یې مسافرو ته د لاسي سپیکر په وسیلې څرګنده کړه، چې څنګه له الوتکې بهر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د الوتکې سپرلۍ څه ډول ۱۸ دقیقو کې ووته؟
د هغه په وینا: "لومړی ټکی، چې عملې د اور لګېدو په اړه تر پوهېدو وروسته ورسره مناسب چلند وکړ، دا و چې دوی ولیدل، څو تنه مساپرو په الوتکه کې اور لیدلی وو، کارکوونکو هغوی ارام کړل او له خپل ځایه د نه پاڅېدو یې ورته وویل.که ټول مساپر راپورته شوي وای، نو له الوتکې اېستل به یې ډېر ستونزمن وو، او دا چې د الوتکې داخلي سپیکر کار نه کاوه، دوی مسافرینو ته د لاسي سپیکر په وسیلې د خوندیتوب لارښوونې وکړې."
جاپاني رسنیو له سوځېدلې الوتکې څخه د ټولو مسافرو اېستل "د ۱۸ دقیقو معجزه" بللې ده. مساپرو خپل بکسونه پرېښودل او وړاندې تر دې چې الوتکه په بشپړ ډول وسوځي د بېړني حالت دروازو په لور وخوځېدل.
د شرکت ویاند وايي: "هغه مهال چې لوګي الوتکې ته ننوتل او هر ځای خپرېدل، کارکوونکو مساپرو ته ویلي، خپل شیان پرېږدي، لوړ بوټونه له پښو وباسي او سرونه ټیټ ونیسي."
هغه زیاته کړه چې "د ټولو مساپرو د ګړندي او خوندي ژغورنې اصلي کلي، له عملې سره د دوی همکاري وه."
پرون جاپاني چارواکو ویلي و، د ساحلي ساتونکو الوتکې ته د هانډا له ځغاستلیکې د الوتنې اجازه نه وه ورکړل شوې او بې وخته هغې لیکې ته د ننوتلو له امله یې له مساپر وړونکې الوتکې سره ټکر وکړ. ټاکل شوې وه چې ساحل ساتونکې الوتکه زلزله ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.











