د شمالي کوریا مشر ته د پوتین ځانګړې ډالۍ؛ اوروس لوکس لیموزین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون ته يو لوکس روسي جوړ اوروس ليموزين ډالۍ کړ.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه لوکس موټر دوه ورځې وړاندې (یکشنبه) د شمالي کوریا د مشر لوړپوړو مرستیالانو ته ورکړل شو.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم دغه ډالۍ تایید کړې او ویلي یې دي، چې دغه لیموزین هغه ډول موټر دی چې د روسیې د ولسمشر له خوا کارول کېږي.
دغه دوه هېوادونه چې له نړیوالې ټولنې جلا شوي، پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته نژدې اړیکې لري.
ویل کېږي چې شمالي کوریا پر دواړو هېوادونو د نړیوالو بندیزونو سربېره روسیې ته توپخانې، توغندي او بالیستیک توغندي په جګړه کې د کارولو لپاره ورکوي. دواړه هېوادونه له بندیزونو سرغړونه ردوي.
د سپتمبر په میاشت کې، د دواړو هېوادونو مشرانو د روسیې په لیرې ختیځ کې د ووستوچني فضا مرکز کې سره وکتل او خبرې اترې وکړې. دا له شاوخوا څلورو کلونو وروسته د کېم جونګ اون لومړنی بهرنی سفر دی.
ښاغلی کېم شاوخوا پنځه کاله وړاندې - په ۲۰۱۹ کې - په اورګاډي کې له پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی و.
د اوړي په وروستۍ غونډه کې د شمالي کوریا مشر د ولادیمیر پوتین "اوروس سنات" موټر معاینه کړ او د موټر په شاتني سیټ کې ناست و. دوی د ډالیو په توګه ټوپک هم تبادله کړل.

د عکس سرچینه، REUTERS
داسې انګېرل کېږي چې کېم جونګ اون د موټرونو مینه وال دی او د بهرنیو لوکسو موټرو ټولګه راټولوي.
د کوریا مرکزي خبري اژانس د شمالي کوریا د مشر د خور له خولې ویلي چې دا ډالۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د "ځانګړو شخصي اړیکو" ښکاره نښه ده.
خو د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا ډالۍ د شمالي کوریا پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو څخه سرغړونه ده چې شمالي کوریا ته د لوکس موټرو په ګډون د ځینو ډلو د لېږدوونکو وسایلو مخه نیسي.
روسیې او شمالي کوریا دواړو اعلان کړی چې ښاغلی پوتین به په نژدې راتلونکي کې پیونګ یانګ ته سفر وکړي.
شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو او د بالیستیک توغندیو د بندیز د پروګرام له امله له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده.
د شمالي کوریا او روسیې مشرانو تېر کال وروسته له هغې وکتل چې پیونګ یانګ د اوکرایین په جګړه کې د کارولو لپاره روسي ځواکونو ته یو میلیون توپونه استولي وو.
تېر کال (۲۰۲۳) شمالي کوریا څو بین البراعظمي بالستیک توغندي ازمویل، چې ګومان کېږي د امریکا ډېره برخه یې تر پوښښ لاندې راولي.











