درې لاملونه چې ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون یې سره ملګري کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی و. ښايي دواړه هېوادونه له دې کتنې خپله ګټه واخلي، همداشان دواړه ګڼې مشترګې ګټې هم لري، خو یو وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلي وو.
هغه کوم مهم لاملونه دي چې دواړه هېوادونه یې یو ځل بیا ملګرتیا پاللو ته اړایستلي.
لومړی: یو او بل ته اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
په بي بي سي کې د روسي چارو ایډیټر سټیف روزنبرګ وايي، هر یو یې هغه څه ته اړتیا لري چې مقابل لوری یې لري.
شمالي کوریا دفاعي توغندي او نورې وسلې روسیې ته ورکولی شي چې د اوکرایین په جګړه کې ګټه ترې واخلي.
خو د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې د بي بي سي خبریاله جین مکنزي وايي، د شمالي کوریا لپاره د پولې بندېدل او سخت بندیزونه ددې لامل شوي چې په خوړو، انرژۍ او پیسو کې پاموړ کمښت راشي.
ښايي له روسیې نه د حساسې ټیکنالوجۍ ترلاسه کولو غوښتنه وکړي او د خپلو اټومي وسلو پرمختګ کې ګټه ترې واخلي.
دویم: د دواړو ګډ دوښمن

د عکس سرچینه، Getty Images
لوېدیځ او د امریکا متحده ایالتونه د دوی اصلي دوښمنان دي، پر روسیه او شمالي کوریا دواړو نړیوال بندیزونه لګول شوي او دواړه هېوادونه له نړیوالې انزوا سره مخامخ دي.
په داسې حال کې چې روسیې د اوکرایین جګړه اوږده کړه او د روسیې په تړاو د لوېدیځ دریځ لا سخت شو.
په ۲۰۱۹ کې د کیم جونګ اون او ډونلډ ټرمپ د خبرو تر ناکامېدو وروسته، شمالي کوریا تر یوه حده په نړیواله کچه څنګ ته شوې ده، همدا ده چې د اړیکو نژدې کېدو ته اړایستل شوې او د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ له اړیکو او په اسیا کې د امریکا د پوځ حضور د پیاوړتیا له کبله یې اندېښنه په ډېرېدو شوې ده.
دریم: چین

د عکس سرچینه، Getty Images
د بندیزونو په لړ کې، روسیې تر ډېره پر بیجینګ تکیه کوله او دا ښکاره خبره وه.
شمالي کوریا بیا تر ډېره پر چین متکي وه، تل غوره دا وي چې له یوه ډېر ملګري ولرې.
که د وسلو معامله وشي یا ونه شي، باور دا دی چې روسیه به دلته امریکا ته دا پیغام استول وغواړي چې مسکو غواړي د هېچا له اغېز پرته پخپله ځان ته ملګري غوره کړي.
داسې ښکاري چې پیونګ یانګ به جنوبي کوریا ته دا خبرداری هم ورکړي چې د امریکا متحده ایالتونو ته باید ځان ډېر نژدې نه کړي.











