د شمالي کوریا د مشر زغروال اورګاډی روسیې ته رسېدلی دی

کېم جونګ اون روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

له روسیې رپوټونه وايي، چې شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون لېږدونکی زغروال اورګاډی دغه هېواد ته رسېدلي دی.

هممهاله کرېملین ماڼۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو او پلاوو د لیدنو کتنو ایجنډا خپره کړې.

تمه ده چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې نن پیل شي او د خبرو اصلي موضوع به له اوکرایین سره د جګړې لپاره له روسیې سره د وسلو مرسته وي.

ویل شوي د موټرو په کاروان کې لږترلږه شل زغره وال ګاډي شامل دي، چې دا چاره اورګاډی لا درنوي او نشي کولای په ساعت کې تر ۵۹ کلیومترو چټک ولاړ شي. اټکل دی د روسیې ولادیوستوک ته به د هغه سفر ټوله ورځ ونیسي.

دا احتمالي لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې سپینې ماڼۍ وویل، دوی داسې نوي معلومات لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسلو خبرې اترې په "فعال ډول پرمختګ" کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي مخکې ویلي و، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو شمالي کوریا ته د وروستي سفر په ترڅ کې هڅه کړې وه، پیونګ یانګ دې ته قانع کړي چې پر روسیې د درنو وسلو مهمات وپلوري.

کېم جونګ اون روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

داسې انګیرل کېږي چې روسیه ښايي د ۱۲۲ ملي متري او ۱۵۲ ملي متري ګولیو ته اړتیا لري، ځکه زېرمې یې په تشېدو دي.

خو د شمالي کوریا پټو چارو ته په کتو سره به اسانه نه وي چې د دغه هېواد د توپخانې زېرمې معلومې شي.

دا په څلورو کلونو کې د کېم جونګ اون لومړی بهرنی سفر دی.

د هغه مخکېنی سفر، په ۲۰۱۹ کال کې روسیې ته د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په اړه د کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ د خبرو له ناکامېدو وروسته شوی و.