د کېم جونګ اون لور د شمالي کوریا راتلونکې مشره ده؟

د شمالي کوریا مشر

د عکس سرچینه، KCNA

د پنجشنبې په شپه د شمالي کوریا په پلازمینه پیونګ یانګ کې د اوږده واټن توغندیو اوږده لړۍ نندارې ته وړاندې شوه. خو کېم جونګ اون یوازې خپلې وسلې نندارې ته وړاندې نه کړې، بلکې د هغه لور هم د دې نندارې یوه برخه وه.

پداسې حال کې چې د شمالي کوریا مشر د پوځي پرېډ په ډګر کې خپل پخواني معمول ځای ته روان وو ، په غیر معمولي ډول د برنډې په مرکزي برخه کې د تورو جامو یوه ځوانه نجلۍ هم ورسره یو ځای شوه.

داسې انګېرل کېږي چې لس کلنه کېم جو یئ د کېم جونګ اون دویم ماشوم دی.

دا له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې پنځم ځل دی چې هغه په عامه ځایونو کې راڅرګندیږي.

په دومره لنډ وخت کې، د پام وړ بدلونونو ته په کتو، دا شونتیا ډېر زیاته ده چې د شمالي کوریا راتلونکې مشره دې وي.

اټکلونه هغه وخت ډېر شول، کله چې هغه په لومړي ځل په تېر نومبر کې د لویو وچو ترمنځ د بالستیک توغندي ازمویلو او توغولو پرمهال راڅرګنده شوه. ګونګسې ډېرې وې، او ځینو دا هم ویل چې ایا دا نجلۍ به یوه ورځ د نړۍ له رازونو د ډک هېواد مشري وکړي؟

خو هغه وخت دا مفکوره او اټکلونه تر ډېره بې ځایه ښکارېدل.

هغه مهال یې د خپل پلار لاس نیولی و او ډېره کوچنۍ ښکارېده. ښایي ښاغلي کیم یوازې غوښتل، ځان د یو ښه پلار په توګه وښیي، یا دا روښانه کړي چې کورنۍ یې، د خپلو ټولو وسلو سره سره لا هم هلته ده او غواړي له دوی سره پاتې شي.

شمالي کوریا

د عکس سرچینه، KCNA

خو د پېغلوټې کېم په بیا بیا را څرګندېدو سره یې اهمیت ډېرېږي.

بل په زړه پورې پرمختګ هغه ژبه ده چې د ځوانې مېرمن کیم د پېژندلو لپاره کارول کیږي.

هغه لومړی په دولتي رسنیو کې د کیم جونګ اون د "غوره" لور په توګه معرفي شوه. د تېرې سه شنبې پر ورځ په یوې پوځي مېلمستیا کې، هغې ته د "محترمې" نجلۍ لقب ورکړل شو. دا لقب یوازې د خورا درناوي خلکو لپاره کارول کېږي. یوازې تر هغه وروسته چې د راتلونکي مشر په توګه د کېم جونګ اون دریځ تایید شو، نو هغه د "ګران ملګري" په توګه وپېژندل شو.

د شمالي کوریا له جوړېدو راهېسې د کېم کورنۍ درې نسلونه پر دغه هېواد واکمن دي. د دې هېواد وګړو ته ویل کېږي چې دا کورنۍ سپیڅلی نسب لري، پدې معنی چې یوازې دوی کولای شي د هېواد مشري وکړي. کېم جونګ اون غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د هغه څلورم نسل ته هم د مشرتابه دنده سپارل کېږي.

خو که اغلې کېم جو یئ د ټاکل شوې وارثې په توګه وي، ولې دومره ژر او په چټکۍ خپل ولس ته ورپېژندل کېږي؟ کېم جونګ اون اوس یوازې ۳۹ کلن دی او لور یې لاهم پېغلوټې ده.

کله چې هغه اته کلن و، ښاغلی کېم د خپل پلار، کېم جونګ ایل د ځای ناستي لپاره نومول شوی وو، خو هغه وخت یوازې په شخصي توګه پوځي مشرانو ته ورپېژندل شوی وو.

د پلار له مړینې یو کال وروسته یې ټولو ته وروپېژانده. دې کار د هغه لپاره د کار پیل ستونزمن کړ ی وو، نو له همدې امله په بې رحمۍ سره د واک ټینګولو لپاره کار کاوه.

شمالي کوریا

د عکس سرچینه، KCNA

ښایي ښاغلی کېم جونګ اون هڅه وکړي چې د کېم جو یئ لپاره چارې اسانه کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي هغه موقف ورته ثابت کړي چې دا ورته رسېږي. ښايي د کېم جونګ اون روغتیايي حالت هم ښه نه وي او دومره وخت به نه لري څومره چې یې فکر کېږي. البته، د دواړو احتمالي حالتونو په اړه پوهېدل هم ناشونې دي.

د شمالي کوریا مشري هېڅکله د یوې مېرمنې لخوا نه ده شوې، سره له دې چې ځینې مېرمنې په لوړ پوړو دندو کې پاتې شوې دي، چې د کېم خور، کېم یو جونګ یې تر ټولو غوره بېلګه ده.

خو که ټاکل شوي وي یوه ښځه په رېښتیا د خلکو، پوځ او مشرانو لخوا ومنل شي، پر دا شان لوړې څوکۍ د هغې ګمارل به زیاتو هڅو ته اړتیا ولري.

د شمالي کوریا د راتلونکې مشرې په توګه د کېم جو یئ موقف په بشپړه توګه تضمین شوی نه دی، خو دا چې هر ځل هغه په عامه ځایونو کې را څرګندېږي، دا شونتیا ډېروي.