کیم جونګ اون روسیه کې پوتین سره له کتنې وروسته بېرته زغروال اورګاډي کې روان شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون روسیه کې ولادمیر پوتین سره له کتنې وروسته بېرته خپل زغروال اورګاډي کې روان شوی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نوویستي د رپوټ له مخې، د کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر تر منځ خبرې پای ته رسېدلي او نوموړی بېرته روان شوی دی.
ښاغلي کیم پوتین سره د روسیې په ختیځ کې د وستونچي فضايي مرکز کې لیده کاته کړي وو.
د روسیې خبري اژانسونو په وینا، د شمالي کوریا مشر په دغه لیدنه کې د روسیې ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې ځواکونه به یې د "دښمنانو پر وړاندې بریالي شي."
کيم ویلي:" مونږ ډاډه یوو، چې د روسیې پوځ او خلک به خامخا د شطان پر وړاندې په خپله سپیڅلې مبارزه کې لویه بریا ترلاسه کړي."
دا لا نه ده څرګنده، چې آيا کیم په خپلو خبرو کې په ځانګړي توګه اوکرایین سره د روسیې د جګړي دوام ته اشاره کوی او که دا خبرې یې په ټوله کې کړي دي.
په دغه کتنه کې ولادمیر پوتین له ښاغلي کیم سره ژمنه کړې، چې روسیه به د شمالي کوریا د فضايي پروګرام په پراختیا کې مرسته وکړي.
پیونګ یانګ روان کال د پوځي جاسوسې سپوږمکۍ د توغولو دوه ناکامې هڅې کړې دي.
ښاغلي کیم خپل کوربه ته دا هم ویلي چې، دواړه هېوادونه به په ګډه "امپریالیزم" سره مبارزه وکړي.
اوس د شمالي کوریا رسنیو د ښاغلي کیم په حواله ویلي، روسیې ته د هغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک اهمیت ښيي.
د کیم جونګ اون سفر ولې دومره مهم و؟

د عکس سرچینه، Reuters
د دې سفر په تړاو داسې شکونه شته، چې ښايي شمالي کوریا اوکرایین سره په جګړه کې روسیې ته وسلې ورکړي.
امریکا اندېښنه لري، چې شمالي کوریا به د خوراکي توکو د مرستې، نغدو پیسو او د وسلو د ټکنالوژۍ تسحیلاتو په بدل کې پر روسیې وسلې وپلوري، چې بیا ترې د اوکرایین په جګړه کې کار واخلي.
امریکا له پیونګ یانګ غوښتي چې له داسې یوه تړونه ډډه وکړي.
له دې سربېره داسې ګنګوسې هم وې، چې ښايي ښاغلی کیم د فضايي پروګرام په برخه کې د پوتین د مرستې په لټه کې وي.
نیویارک ټایمز په لومړي ځل په دې اړه رپوټ خپور کړی و.
کیم جونګ اون سره په دغه سفر کې ځینې لوړ پوړي چارواکي هم مل وو.
ښاغلی کیم څلور کاله وړاندې هم په ۲۰۱۹ کال کې پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته په سفر تللی و.
د شنه زغروال اورګاډي خپاره شوي انځورونه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د روسیې خبري اژانس په لومړي ځل روسیې ته د سفر پر مهال د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د زغروال کاران انځورونه خپاره کړي دي.
د ښاغلي کیم د اورګاډي سفر تل د پام وړ و. د اورګاډي سفر د شمالي کوریا د مشر په کورنۍ کې یو دود ګرځېدلی دی.
د شمالي کوریا بنسټ ایښودونکی او د کیم جونګ اون نیکه، کیم اپل سونګ هم ویتنام او ختیځي اروپا ته په اورګاډي کې سفر کړی و.
د ښاغلي کیم پلار کیم جونګ اپل هم له الوتني ډارېده او په اورګاډي کې به يې سفر کاوه.
د کیم جونګ اون شین او ژېړ اورګاډی لږ تر لږه شل زغروالې ډبې لري چې د غونډې لپاره خونې پکې هم شته او پّ څرمنیزو فرنیچرو سنبال دي.











