ایټالیا کې د مافیا تر ټولو مخکښ مشر 'ماتیو مېسنیا دېنارو' نیول شوی

د عکس سرچینه، EPA
ایټالیا کې امنیتي ځواکونو د مافیا تر ټولو مخکښ مشر 'ماتیو مېسینا دېنارو' چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې لټون روان و، نیولی دی.
رپوټونه وایي مېسینا دېنارو د سیسلي مرکز پالېرمو په یوه شخصي کلېنیک کې نیول شوی.
ادعا دا ده چې هغه د 'کوسا نوسټرا' په نوم د یوې خونړۍ مافیا مشرۍ کوله.
ایټالوي رسنیو ویلي چې مېسینا دېنارو دغه کلېنیک ته درملنې لپاره تللی و.
هغه اوس امنیتي ځواکونو لخوا یوه پټ ځای ته لېږدول شوی.
رپوټونو کې راغلي چې د مافیا د دغه مشر د نیولو عملیاتو کې د وسله والو ځواکونو تر ۱۰۰ ډېرو غړو برخه اخیستې وه.
پر خواله رسنیو یوه خپره شویو ویډیو کې لیدل کېږي چې عام خلک پر سړکونو ولاړ دي او هغه ځواکونه ستايي چې مېسینا دېنارو یې نیولی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
محکمې د ایټالیا د مافیا دا مشر په ۲۰۰۲ کال غیاب کې د بې شمېره وژنو په جرم په عمري بند محکوم کړی و.
د ده دوسیو کې په ۱۹۹۲ کال د مافیا ضد څارنوالانو جیواني فالکون او پاولو بورسېلینو وژنې، په ۱۹۹۳ کال روم، میلان او فلورېنس کې بمي چاودنې او د مافیا د یوه بل غړي چې محکمه کې یې شاهدي ورکړې وه، د ۱۱ کلن زوی د تښتولو، ربړولو او وژلو قضیې هم شامل دي.
دی تورن دی چې تر مشرۍ لاندې ځواکمنه مافیا یې په غلا، پیسو سپینولو او د نشه یي توکو قاچاق په څېر سازمان شویو جرمونو او ورانکاریو کې ښکېله وه.
د رپوټونو له مخې مېسینا دېنارو د کورلېونې قبیلې د مشر توتو ریني له ملاتړه برخمن و چې په ۱۹۹۳ کال له ۲۳ کلونو لټون وروسته ونیول شو.
دی که څه هم له هغې را وروسته پټ اوسېده خو اټکل دا دی چې بیا یې هم له پټنځایونو تر لاس لاندې کسانو ته امرونه ورکول.
پولیسو او نورو امنیتي اورګانونو دې موده کې په وار وار د نوموړي د نیولو لپاره چاپې اچولې او په دې لړ کې یې په ۲۰۱۳ کال کې خور 'پاتریزیا' او ګڼ ملګري هم نیول شوي وو.
د رپوټونو له مخې پولیسو د هغه اړوند ګڼې سوداګرۍ او کاروبارونه کنګل کړي وو او دغه کار نوموړی له مالي اړخه منزوي کړی و.
د پټ ژوند دې موده کې د مېسینا دېنارو ډېر کم عکسونه خپاره شوي او امنیتي ادارو یې پېژندلو لپاره تر ډېره پر ډیجیټیل ټکنالوجۍ تکیه کوله.

د عکس سرچینه، EPA
تر ۲۰۲۱ کال پورې ان د هغه کوم غږیز پیغام هم نه و خپور شوی.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا مېلوني د مافیا د دغه مشر نیولو له کبله خپل وسله وال ځواکونه ستایلي او مننه یې ترې کړې.
هغې ماتیو مېسینا دېنارو د "مافیا جرمي ډلې تر ټولو مهم غړی" او د هغه نیول کېدل "دولت لپاره ستره بریا" بللې ده.











