'د نشه يي توکو امپراتور باید ۱۲ میلیارد ډالر ورکړي'

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
په امریکا کې له مکسیکويي "نشه يي توکو امپراتور" خواکین ګوزمان چې په "ال چابو" مشهور دی، غوښتل شوي چې امریکا ته د نشه يي توکو د قاچاق کولو د معاوضې پرځای باید ۱۲ میلیارد ډالر ورکړي.
اټکل دی چې د نوموړي ډلې (کارتل سینالوا) ډېر زیات کوکایین، ماریجونا او هیرویین امریکا ته قاچاق کړي دي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د ۶۲ کلن ال چابو څومره پیسې لري.
مکسیکو په ۲۰۱۷ کال نوموړی امریکا ته وسپاره چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د پیسو د سپینولو او نشه يي توکو په قاچاق محکوم شو، په پام کې ده چې د روانې جولای پر ۱۷ به د هغه په اړه پرېکړه کېږي.
امریکايي څارنوال ریچرډ دونهیوي وویل چارواکي حق لري چې "د نشه يي توکو اړوند ټولې ترلاسه شوې پیسې کنګل کړي".
ویل کېږي ال چابو ۲۵ کاله د خپلې ډلې مشر و چې د کوکایینو له خرڅلاو یې ۱۱٫۸ میلیارد ډالر، له ماریجوانا ۸۴۶ میلیون ډالر او له هیرویینو یې ۱۱ میلیون ډالر ترلاسه کړي.
څارنوال وویل "حکومتونه اړ نه دي چې دا پیسې ثابتې کړي او تورن مطلوب مبلغ پیسې ورکړي، خو باید ټولې پیسې یې کنګل او شتمنۍ یې ضبط شي".
خو د ال چابو وکیل چیفري لشمان وویل، دا غوښتنه تر ډېره یو نظر دی ځکه چې حکومت ددغو پیسو افتراضي ځای نه پېژني.








