د 'صحرا رڼا' عملیات؛ اروپايي پولیس وايي د نشهيي توکو یوه ستره مافیا یې شنډه کړې

د عکس سرچینه، POLICE HANDOUT
پولیسو وايي د نشه يي توکو یوه ستره مافیا 'سوپر کارتل' یې چې اروپا ته یې د یو پر دریمه برخه کوکائینو کنټرول لاس کې و، شنډه کړې ده.
د اروپايي پولیسو اژانس 'یوروپول' ویلي د دې مافیا خلاف یې په شپږ هېوادونو کې د 'صحرا رڼا' په نوم عملیات کړي چې ۴۹ کسان پکې نیول شوي دي.
په دوی کې یو بریتانوی وګړی هم شامل دی چې د دې مافیا د مشرۍ شک پرې کېږي.
یوروپول یوه اعلامیه کې ویلي چې د 'صحرا رڼا' عملیاتو کې د اسپانیا، فرانسې، بلجیم، نیدرلنډز او متحدو عربي اماراتو چارواکو په ګډ کار سره دا مافیا له پښو غورځولې ده.
د اروپايي پولیسو اژانس په وینا د تېرو دوو کلونو پلټنو پر مهال یې له ۳۰ ټنه ډېر نشه يي توکي نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې "شپږ د لوړ ارزښت اهداف" بلل شوي چې ویل کېږي نړیوالو پولیسو یې لټون کاوه.
یوروپول ویلي د نشهیي توکو د مافیا دغو مشرانو یو داسې جرمي شبکه رامنځ ته کړې وه چې په پراخه کچه د نشهیي توکو قاچاق او پیسو سپینولو کې ښکېل وه.
دوی د دې مافیا د نشهیي توکو فعالیت ډېر ستر بللی دی.
یوروپول وايي څېړنو کې ډېر تمرکز پر هغو کوکائینو و چې له سویلي امریکا د نیدرلنډز له لارې واردېدل او اکثریت کسان هم د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، DUTCH PUBLIC PROSECUTOR
پاتې کسان د روانې نومبر میاشتې له ۸مې تر ۱۹مې پورې په شپږو یادو شویو هېوادونو کې په همغږو عملیاتو کې نیول شوي.
د اروپايي پولیسو اژانس پر یوټیوب یوه خپره شوې ویډیو کې څارونکي په داسې کورونو کې د پلټنې او تالاشۍ په حال کې لیدل کېږي چې له ګرانبیه موټرونو ډک دي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دغو عملیاتو کې شتمني هم ضبط او نیول شوې که څنګه.
اسپانیا کې امنیتي سرچینو ویلي هغه بریتانوی سړی چې د 'سوپر کارتل' د مشرۍ شک پرې کېږي، دغه هېواد کې د نیول کېدو له وېرې دوبۍ ته تښتېدلی و.
د یوروپول په وینا متحدو عربي اماراتو سره یوه نوي تړون دې ته لار پرانیسته چې د دوی څارونکي اطلاعاتو ته لاسرسی ومومي او مجرمان یو په یو ونیسي.

د عکس سرچینه، GUARDIA CIVIL
د یوروپول یوې ناپېژانده سرچینې اې اېف پي خبرياژانس ته ویلي په نیول شویو کسانو کې یو داسې هالنډ وګړی هم شامل دی چې د دغه هېواد د جرمونو نړۍ له پاچا 'رضوان تاغي' سره یې اړیکې درلودې.
د دغه سړي په اړه ویل شوي چې په پراخه کچه د نشهيي توکو په قاچاق او پیسو سپینولو تورن دی او هالنډي څارنوالانو ویلي چې له متحدو عربي اماراتو به وغواړي چې دوی ته یې وسپاري.
څېړونکي وايي د تېرې لسیزې مالومات ښيي چې اروپا کې کوکائینو ته لاسرسی کال په کال ډېر شوی.
له دې سره د کوکائینو د کارونې او درلود اړوندې سرغړونې هم په ډېرېدو دي.
اټکل دا دی چې تېر یو کال اروپا کې درې نیم میلیون ځوانانو کوکائین کارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسپانوي پولیسو د روانې میاشتې لومړیو کې په بېلابېلو سیمو کې چاپې واچولې او د چرسو داسې سترې زېرمې یې ونیوې چې پخوا یې بېلګه نه وه لیدل شوې.











