کویټ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره

ر

د عکس سرچینه، Al-Rai

د عکس تشریح، کویټ کې نیول شوې کوتره.

په کویټ کې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د ګمرک چارواکو د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره نیولې ده.

د کویټ ورځپاڼه الرای وايي، د کوترې په شا میناتوري شوې کڅوړه کې ۱۷۸ داسې ګولۍ موندل شوې، چې پر کارولو یې بندیز دی.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې دا کوتره د عراق پولې ته څېرمه ابدالي سیمه کې د ګومرک له ودانۍ سره نږدې نیول شوې ده.

د الرايي یو خبریال وایي، له کوترې ترلاسه شوې ګولۍ د کتامین ( بې هوشه کوونکو) درملو له ډلې دي او په بې قانونه ډول په مېلمستیاوو کې هم کارول کېږي.

عبدالله فهمي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د ګمرک چارواکي لا د مخه په دې پوهېدل چې د کوترو په مټ نشه يي توکي قاچاق کېږي:

"خو دا لومړی ځل دی چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره نیول کېږي".

د کوترو له لارې د قاچاق پېښې

ر

د عکس سرچینه، AL-RAI

د عکس تشریح، پخوا وختونو کې کوترې د لیک او پیغام لېږلو لپاره کارېدلې.

په نورو هېوادونو کې هم قانون پلي کوونکو چارواکو داسې پېښې رپوټ کړې چې کوترې پکې د سپکو او خورا لوړې کچې نشه يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.

پر ۲۰۱۵کال د کوسټاریکا د یوه بند ساتونکو محبس ته د کوکاین او چرسو لېږدوونکې کوتره نیولې وه.

د دې کوترې پر شا هم ځنځنیري کڅوړه تړل شوې وه، چې له نشه يي توکو ډکه وه.

پر ۲۰۱۱ کال د کولمبیا چارواکو داسې کوتره نیولې وه، چې د نشه يي توکو د ډېر بار له امله د بند پر دېوال اوښتلی نه شوه.

پر دې سربېره د هند پوله ساتو د داسې کوترو د نیولو دعوه کړې چې د پاکستان له پولو ور اوښتلې او د څارګري لپاره کارېدلې.

کوترې له ډېر پخوا او ان د رومیانو واکپېر کې د پیغام اولیک وړلو لپاره کارېدلې، ځکه دوی د په نښه شوي ځای موندلو او خپل کور ته د ستنېدلو خورا ښه وړتیا لري.

کوترې له سلګونو کیلومتره لرې واټن هم خپل کور موندلی شي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوتره د په نښه شوي ځای د موندلو او خپلې ځالې ته د ستنېدلو ښه وړتیا لري.