تر اوبو لاندې د نشه يي توکو قاچاق؛ اسپانیا کې پولیسو ډرون اوبتلونه نیولي

د عکس سرچینه، Spanish police
اسپانیا کې پولیسو درې ډرون اوبتلونه نیولي چې له مراکشه دغه هېواد ته د نشه يي توکو قاچاق لپاره جوړ شوي وو.
پولیسو ویلي دا ډرون یا بې چلوونکي اوبتلونه د شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه توکو لېږدولو وړتیا لري.
دا ځانګړي وسیلې داسې مهال نیول کېږي چې د تېرو ۱۴ میاشتو د کار او څېړنو پایله کې د اسپانیا کادیس، مالاګا او بارسېلوانا کې د نشه ييتوکو قاچاق په تړاو اته کسان نیول شوي دي.
پولیس وايي دا په دې معنا ده چې د اروپا لروبر ته یې د نشه يي توکو قاچاق لپاره د داسې ځانګړو وسایلو جوړولو یوه مشکوکه ډلګۍ له منځه وړې.
اسپانوي پولیس وايي دا لومړی ځل دی داسې اوبتلونه نیسي چې له چلوونکي پرته فعالیت کوي.
د پولیسو اعلامیه کې راغلي "دغو وسایطو قاچاقچیانو ته دا وړتیا وربښلی شوه چې د جبل الطارق تنګي له لارې زیاته اندازه نشه يي توکي ولېږدوي."
جبل الطارق تنګی د اوبو نړۍ تړانګه ده چې اسپانیا او مراکش سره جلا کوي.
رپوټ کې ویل شوي چې له دغو دریو اوبتلونو یو فعالیت ته چمتو و او دوه نور لا تر کار لاندې وو.
باور دا دی چې ټاکلې وه تر کار لاندې ډرون اوبتلونه یوې فرانسوۍ مافیا ته د کوکائینو قاچاق لپاره وسپارل شي.
پولیسو ته دغو عملیاتو کې ۱۴ کیلوګرامه چرس، ۸ کیلوګرامه ماري جوانا تر ۱۵۷ زره یورو ډېرې نغدې پیسې او شپږ لوی هوايي ډرونونه هم په لاس ورغلي.
ډرونونو مختصصان

د عکس سرچینه، Spanish police
دغه ډرون اوبتلونه پر جي پي ایس سیستم سمبال دي چې د قاچاقچیانو لخوا د نړۍ له هره ګوټه د انټرنیټ په وسیله په اسانه کنټرولېدای شي.
پولیس وايي په نیول شویو کسانو کې یو زوی او پلار هم شامل دي، چې له دوی یو د چورلکې پیلوټ دی او د داسې پېچلو وسایلو جوړولو مسلکي پوهه لري.
چارواکي ادعا کوي چې دا ډله په ځانګړي ډول د نشه يي توکو قاچاق لپاره د ډول ډول هوايي، ځمکنیو او سمندري وسایلو د جوړولو متخصصه ده.
دوی نیول شوي کسان تور کړي چې ګواکې دغه وسایط یې ډنمارک، ایټالیا، فرانسه او اسپانیا کې جرمي سازمانونو ته جوړول.
د 'يي اېف يي' خبري اژانس د رپوټ له مخې څېړونکو له دغو کسانو ۱۳ ډوله لېږدوونکي وسایط نیولي.
په دوی کې داسې ټرېلر موټرونه هم شته چې سر پر سر دوه تختونه یې درلودل او تر ۸۰۰ کیلوګرامه توکي پکې پټ ځای پر ځای کېدای شول.
دا لومړی ځل نه دی چې تر اوبو لاندې قاچاق لپاره کارېدونکي وسایط نیول کېږي.
د روان کال لومړیو کې مرکزي امریکا ته روانو د کولمبیا سمندري ځواکونو داسې یو اوبتل نیولی و چې څلور ټنه کوکائین پکې بار وو.
د اسپانیا پولیسو هم تېر کال مالاګا کې پر یوه ګودام چاپه کې یوه ۹ متره اوږد وسیله چې تر اوبو لاندې فعالیت لپاره کور کې جوړه شوې، نیولې وه.

د عکس سرچینه، Spanish Civil Guard
اسپانیا اروپا ته د نشه ييتوکه د قاچاق دروازه ګڼل کېږي. ځکه دغه هېواد د نړۍ په کچه د بنګو تر ټولو ستر تولیدوونکي مراکش ته څېرمه پروت دی او سویلي امریکا کې له خپلو پخوانیو مستعمرو سره چې تر ټولو ډېر کوکائین تولیدوي، نږدې اړیکې پالي.
جبل الطارق تنګی چې ټولټال ۱۵ کیلو متره پراختیا لري او اروپا له افریقا جلا کوي، د نشه يي توکو قاچاقچیانو ته د پام وړ لار ده.
پولیسو د تېر کال اپریل کې د نشه يي توکو د مافیا ۱۰۰ غړي په دې تور نیولي وو چې ګواکې له دغه تنګي یې د چټکو بیړیو پر مټ د نشه ييتوکو د لېږد هڅه کوله.









