د يوه بريتانوي ډاکټر کيسه چې د افغان ماشومانو د ژغورنې هڅې کوي

د عکس سرچینه، Michael Fernando
یو بریتانوی ډاکټر چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې هڅې کوي وايي، د مساژ او د زړه او رګونو د احیا ساده لارې چارې چې ده او همکارانو یې ډاکټرانو او قابلو ته ورښودلې کولی شي چې د نويو زيږېدلو ماشومانو ژوند وژغوري.
ډاکټر مایکل فرنانډو چې د سامرسېت په یوول کې د روغتون مدیر او د ماشومانو ډاکټر دی بي بي سي ته وویل، ډاډه دی چې دا کار به په افغانستان کې اغېزناک وي.
نوموړی وايي، افغانستان ته تګ هم په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې "ستونزمن" شوی خو وايي، "ځانګړې اجازه راکړل شوه چې پروژه پلې کړو او د سږ کال لومړیو کې مو پلې کړه".
دی وايي کله چې افغانستان ته لاړ له هغه څه ډېر بېل و چې موږ په خبرونو کې اورېدل.
"هوايي ډګر یې مډرن دی. له ښکته کېدو سره حکومت امنیت راکړ او یوه هوټل ته لاړو او هلته یې ډېر ښه ساتلو. موږ هلته نارینه او ښځینه ډاکټران او قابلې وروزلې".
ډاکټر فرنانډو وايي، ډېری روغتونونه هلته محدود امکانات لري او حتی په اصلي تدریسي روغتون کې وېنټلېټر نشته. په کلیو او لرې پرتو سیمو کې درملونکو او روغتيايي کارکوونکو ته لاسرسی نشته.
"د ترېننګ لپاره اسانتیاوې ښې وې او په اسانۍ مو ټرېننګ ورکړ. خو د نويو زيږېدلو ماشومانو د مړینې له مخې هلته حالت ډېر وېروونکی دی. افغانستان په نړۍ کې د نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر لري. په هرو زرو کې ۴۳ نوي زيږېدلي ماشومان په لومړۍ میاشت مري چې دا شمېر د بريتانیا پرتله له لس برابره لوړ شمېر دی او د شري لنکا په څېر هېوادونو هم نژدې لس برابره دی".

د عکس سرچینه، Michael Fernando
د ډاکټر فرناندو په مشرۍ دا روزنیز پروګرام داسې طراحي شوی چې کسان یې وکولی شي په لږو امکاناتو له لېرې نور وروزي تر څو نوو زیږېدلو ماشومانو ته قلبي مساژ ورکړي چې دی دا روزنه ډېره اغېزناکه ګڼي او باوري دی چې د نوزیږېدو ماشومانو ژوند ژغوري.
ډاکټر فرنانډو په ۲۰۱۹ کال کې د روټاري انټرنشنل خیریه بنسټ له لارې ورته پروژه د پاکستان په سوېل کې پلې کړې وه. هلته يې ۳۶ کسان روزلي وو چې هغوی په پنځو کلونو کې له درې زرو ډېر نور روزلي دي. که څه هم دی وايي چې د پاکستان روغتونونه د افغانستان پرتله ډېر مجهز دي.
دی وايي بیا هم غواړي افغانستان ته لاړ شي او هلته خپلو روزنو ته دوام ورکړي.
دی وايي، "هغه دقیقه چې کولی شو د یوه نوي زيږېدلي ماشوم ژوند پکې بچ کړو ډېره طلايي شېبه ده. د ده په وینا لومړۍ دقیقه تر ټولو مهمه موضوع ده چې موږ يې تدریسوو او هڅه کوو چې دا روزنه ډېره ساده کړو؛ د مثال په ډول ورښئیو چې څرنګه د نوي زیږېدلي ماشوم سر کېږدي ځکه همدا ساده روزنې ژوند بښونکې دي."
د روټري انټرنشنل د افغانستان څانګې مشرې کاترینا کوتسالي ویلي چې له ماشومانو سره مرسته وکړو چې ساه واخلي پروژه کې نه یوازې د میندو له روغتیا سره مرسته کوي بلکې د نويو زيږېدليو ماشومانو د مړینې کچې راټيټېدو لامل هم کېږي او پر دې ټولو سربېره په ټولنه کې د ښځو د تحکیم او پیاوړتیا لامل کېږي.











