افغانستان کې د نسائي، ولادي خدمتونو کموالي کړکېچ

افغانستان

د عکس سرچینه، Dr Najmussama Shefajo

    • Author, سید انور او سوامي ناتهن ناتاراجن
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې روغتیایي کارکوونکي او ښځینه ډاکټرانې وېره ښي چې نسائي او ولادي برخه کې د خدمتونو محدودېدل به د مور او ماشوم د مړینې کړکېچ نور هم پراخ کړي.

بدخشان، چې له پخوا څخه په دې برخه کې د یو زیانمنونکي ولایت په توګه پېژندل شوی، دا وروستیو کې یې د بودیجې د کمښت له امله د مور او ماشوم یو ۶۰ بستریز روغتون دروازې تړل شوې دي.

مېندوارې مېندې په دې ولایت کې وایي، چې د دې روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره اندېښمنې دي چې یا به خپله یا به یې نوي زېږېدونکي ماشومان خپل ژوند وبایلي.

فرخنده، چې یوه بدخشانۍ مور ده، په دغه ولایت کې د مېندوارو مېندو د اندېښنو کیسه کوي، چې د ۶۰ بستریز زیږنتون د تړل کېدو له امله د ځان او خپل د ماشوم د روغتیا په اړه اندېښمنې دي.

فرخنده وایي، غوښتل یې چې د زېږون لپاره دې ۶۰ بستریز روغتون ته لاړه شي، هماغه ځای چې لومړی ماشوم یې پکې زېږېدلی و، خو اوس یوازې یو غوراوی ورته پاتې دی، په هغه ولایت کې دولتي ۳۰ بستریز زیږنتون، چېري چې اسانتیاوې لږ او د ناروغانو شمېر لسګونو تنو ته رسېږي.

افغانستان

فرخنده چې د یوه ماشوم مور ده اوس بیا مېندواره ده. هغې خپل لومړی ماشوم په هماغه ۶۰ بستریز روغتون کې زیږولی او آن هلته عملیات شوې هم ده. نوموړې وايي، هغه وخت روغتون کې ډېر تکړه ډاکټران وو او عملیات هم بریالي و. دا وايي:

"اندېښمنه یم چې دا ځل به څه پېښ شي؟ ځکه ډاکټرانو ماته ویلي وو چې راتلونکی زیږون به مې هم د عملیاتو په مرسته وي. که دا ۶۰ بستریز روغتون همداسې تړلی پاتې شي او په بل روغتون کې ما ته نوبت را ونه رسېږي، نو له شک پرته چې زه یا زما نوی زیږېدونکی ماشوم به خپل ژوند له لاسه ورکړو. "

بي بي سي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له يو شمېر ښځينه ډاکټرانو او قابلو څخه د مېندوارۍ یا د مور او ماشوم برخه کې د محدودو روغتیایي خدمتونو په اړه د هغوی څرګندونې اورېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیوایچ او) د بدخشان ولایت په لېرې پرتو او کلیوالي سیمو کې د مېندو او ماشومانو لپاره خدمات وړاندې کول.

افغانستان

د عکس سرچینه، Dr Najmussama Shefajo

په افغانستان کې ددې سازمان دفتر بی بی سي ته ویلي چې د پام وړ بودیجې د نشتوالي له امله، دوی اړ شول چې د ۶۰ بستریز ولادي او نسایي روغتون د تړلو سخته پرېکړه وکړي .

د دې زېږنتون یوې پخوانۍ کارکوونکې بي بي سي ته وویل چې له تړل کېدو وړاندې، په دې روغتون کې هره ورځ له ۱۵ څخه زیات د سزارین یا جراحي عملیات کېدل.

دا روغتون به معمولاً له مراجعینو ډک و او په هر بستر کې به یې څلور ښځې د ډاکټرانو لیدو یا د ماشوم د زېږون په تمه وې.

د دې ډاکټرې په وینا، د دغه روغتون په تړل کېدو سره سلګونه مېندوارې مېندې په لېرې پرتو او کلیوالي سیمو کې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف، مخکې په یو راپور کې ویلي و چې، "افغانستان په نړۍ کې د نوي زېږېدليو ماشومانو، د مور او ماشوم لپاره یو له خطرناکو ځایونو څخه دی او روغتون یا روغتیایي مرکز ته لاسرسی د ډېرو لپاره محدود دی."

په ۲۰۲۳ کال کې د هرو زر زېږونونو په ترڅ د ۳۷ نوي زېږېدلیو ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی و.

د یونېسف شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۰ کال کې د هرو سل زره زېږونونو پر مهال د ۶۲۰ نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

نړیوالو شمېرو کې د ۲۲۳ نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په افغانستان کې د ثبت شوې شمېرو نیمایي ښیي.

د روغتیایي نړیوال سازمان په پام کې لري چې د ۲۰۳۰ کال تر پایه د نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هرو سل زره کې اویا پېښو ته راټیټه کړي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Dr Najmussama Shefajo

خو په جلال اباد ښار کې یوې ښځینه ډاکټرې بي بي سي ته ویلي ، چې نسایي او ولادي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د نوي زېږېدلو ماشومانو مړینه په زیاتېدو ده.

دغه ډاکتره وايي دولتي روغتونونه له وخته مخکې د زېږېدلو ماشومانو د ساتنې لپاره هیڅ امکانات نه لري.

د زېږون له امله د رامنځته شویو ستونزو سره د مخ کېدو لپاره امکانات خورا لږ دي، چې ددې په ټکو د نوي زېږېدلو ماشومانو مړینه د مېندو د مړینې پرتله په چټکۍ سره په زیاتېدو ده."

د یونېسف د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې درېیمه برخه ښځې روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي له کبله کور کې زیږون کوي.

د طالبانو له خوا د ټولنیزو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، روغتیایي کارکوونکي د خلکو کورونو ته د تللو په اړه له خورا ډېر احتیاطه کار اخلي.

په سویلي کندهار ولایت کې یوې قابلې بي بي سي ته وویل چې پر ښځو د محدودیتونو له لګولو سره اوس ډېری مېندوارې ښځې په خپلو کورنو کې د زړو مېرمنو ، چې روزل شوې نه دي په مرسته زیږون کوي. دا قابله وايي:

" په دې سیمه کې د نسايي او ولادي خدمتونو د نشتوالي له امله، ځینې ښځې په کور کې زېږون کوي، چې دا کړنه له روغتیايي پلوه غیرمعیاري ده. په یاد مې دي چې یوه شپه، یوه مېندواره ښځه له یو لېرې کلي څخه د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته راوړل شوه. چې د شپې دوه نیمې بجې یې ماشوم زېږېدلی و، خو جوړه یې له زیږون وروسته نه و وتلی. کورنۍ يي تر سهاره انتظار وکړ او بیا اړ شول چې هغه کلینیک ته راوړي. هغې ډېر سخت درد درلود، خو موږ په بیړه مداخله وکړه او هغه مو له دې سخت حالت څخه وژغورله."

دې قابلې په ټینګار سره وویل چې په داسې حالت کې د څو ساعتونو ځنډ آن کولی شي د مور د مړیني لامل شي او په کور کې زېږون د ډاکټر د نه شتون په صورت کې هم د مور او هم د ماشوم ژوند له خطر سره مخ کوي.

په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو غوراوي شتون لري، خو د هغو ښځو لپاره چې د لوړو لګښتونو د ورکولو وس ولري.

افغانستان

د عکس سرچینه، Dr Najmussama Shefajo

په کابل کې د شفاجو په نوم یوه خصوصي روغتون کې مو له ۳۵ کلنې مرسل سره خبرې وکړې چې اووه ځله یې د جنین سقط کړی او ۲۰ کلنه حمیدې بیا څلور ماشومان زیان کړي دي. دا مېرمن وايي.

"هر ځل چې زما ماشوم له منځه ځي، احساس کوم چې د خپلې حافظې نیمایي مې له لاسه ورکړې ده. تر اوسه مې د خپلو ویښتانو نیمایي بایللي دي. هر ماشوم چې ضایع کېږي ، زه له رواني ستونزو سره مخ کېږم. ډاکټرانو راته وویل چې د ښې تغذیې نشتوالی او د درندو شیانو پورته کول ښایي د جنین د سقط اصلي لامل وي".

خو مرسل وایي چې رسمي دنده لري او اقتصادي وضعیت یې هم ښه دی، خو په هغه ولایت کې چې ژوند کوي د معیاري روغتیایي خدماتو نشتوالی او د ناروغۍ نه تشخیص ښایي د ماشومانو له لاسه ورکولو لامل شوی وي.

حمیده دویمه ښځه ده چې څلور ماشومان یې له زیږون وړاندي له لاسه ورکړي دي. هغې وویل چې وړاندي یې د کندهار او کوټې ښار په روغتونونو کې درملنه کړې او اوس یې د ښه درملني او تشخیص په هیله د کابل خصوصي روغتون ته مراجعه کړې ده .

حمیده ۱۶ کلنه وه چې واده یې وکړ. هغه وایي، د نورو خلکو له پېغوره ډکو خبرو چې وایي غېږه یې تشه ده، هغه ډېر ځوروي.

مرسل او حمیدې ، د شفاجو روغتون رئیسې او د افغانستان د ولادي او نسایي ډاکټرانو د ټولنې مشري ډاکټر نجم السما شفاجو ته مراجعه کړې ده .

ډاکټر شفاجو بي بي سي ته وویل، یو شمېر لاملونه افغان مېرمنې له ناوړه وضعیت سره مخ کړي دي. دا وايي:

"په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړیني کچه لا هم لوړه ده او ان د ګاونډیو هېوادنو سره هم د پرتلې وړ نه ده. د بیلګي په توګه د پاکستان پرتله د مور او ماشوم مړینه په افغانستان کې دوه برابره ده "

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانوله بېرته راګرځېدو وروسته، ډېری تکړه ښځینه ډاکټرانې له هېواد څخه ووتلې. د طالبانو حکومت هم په وروستیو کلونو کې فارغ شوي ښځینه ډاکټرانو ته د طبابت د جواز له ورکولو څخه ډډه کړې ده، چې دا کار د ښځینه ډاکټرانو د کمښت لامل شوی او په ټولنه کې ښځینه ډاکټرانو د مېرمنو لاسرسی محدود شوي دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Dr Sharafat Zaman Amar

ډاکټر شفاجو وایي چې د اسانتیاوو او بشري ځواک د کمښت له امله، دولتي روغتونونه د مراجعینو غوښتونو ته څرنګه چې اړتیا ده ځواب نه وائي .

"متاسفانه روغتونونه ډاکټر نه لري او ډاکټر روغتون نه لري، په روغتونونو کې پر یو بستر باندي درې مېرمني بستر وي او همداسي پنځه ماشومان پر یو بستر باندی ډاکټر ته په تمه وي "

خو د طالبانو حکومت بیا د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ځنډ او د مېندو او ماشومانو د روغتیایي پاملرنې د کمښت پړه پر پخوانی حکومت ور اچوي .

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان عمار وايي هڅه کوي چې د کورنۍ بودیجې او د نړیوالو سازمانونو په مالي مرسته په اوږدمهاله او بنسټیزو روغتیایي پروژو کې پانګونه وکړي.

"هغه کار چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له بده مرغه ترسره شوی دا دی چې د روغتیایي سکټور د ځان بسیاینې لپاره هېڅ کار نه دی شوی. د روغتیایي خدماتو ډېری برخه د نورو یا نړیوالو مرستو پورې تړلې وې. په هغه برخه کې چې لا هم اړتیا شته، د مور او ماشوم د پاملرنې لپاره د روغتیایي مرکزونو جوړول دي او همدارنګه د ساري ناروغیو او هغو ناروغیو سره مبارزه ده، چې د سیمې همغږۍ ته اړتیا لري، باید نور کار وشي. په تېرو دوو کلونو کې په هغو سیمو کې چې نوي روغتیایي مرکزونو ته اړتیا وه، یا د مور او ماشوم روغتیا ته ډېرې پاملرنې ته اړتیا وه، موږ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړل. په ځینو سیمو کې چې روغتیایي بشري ځواک ته اړتیا وه، موږ نوي کارکوونکي ګومارلي دي."

په دې وضعیت کې مېندواري ښځې لکه فرخنده دولتي زېږنتونونو ته، چې محدود دي په اشارې سره وايي، وېره لري چې د زېږون پر مهال به بخت ورسره یاري و نه کړي چې دولتي روغتون کې روغتیایي چوپړونه ترلاسه کړي، ځکه چې د مراجعینو ګڼه ګوڼه له حده زیاته ده او اسانتیاوي او بشري ځواک لږ دی. اوسمهال د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو او کلیوالي سیمو کې، ددې وړتیا نه لري، چې خصوصي روغتون ته ولاړ شي، ځکه چې د زېږون یا عملیاتو لپاره د ۲۵ زره افغانیو ورکول د هرې کورنۍ له وسه پورته چاره ده.