په تېره یوه کال کې سلګونه افغان ميندې د ماشوم زېږون پر مهال مړې شوې

د عکس سرچینه، NurPhoto
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خدمتونو له ښه مدیریت سره سره په تېره یوه کال کې ۵۸۰ افغان ميندې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان نوي زېږېدلي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ادعا کوي چې د ګاونډیو هېوادونو پرتله افغانستان کې د زېږون مهال طبي خدمتونه ښه دي، خو مني چې لا هم په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو مړینې شمېر لوړ دی.
قلندر عباد له رسنیو خبرو کې وویل، د ميندو د مړینې لوړ شمېر بېلابېل عوامل لري، خو خپلو خبرو کې یې دغه لاملونه روښانه نه کړل.
نوموړی وايي، د ماشوم زېږون پر مهال د مېندو مړینې اوسنۍ کچه د ده په خبره د تېرو پرتله خورا لږ او نژدې یو سلنه ده.
د عامې روغتیا وزارت له خوا د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې تازه شمېر له هغه شمېر سره څرګند توپیر لري چې کابو لس میاشتې وړاندې نړیوالو بنسټونو وړاندې کړی و.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په تېر سپټمبر کې ویلي وو، افغانستان کې په هر سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ مېندې خپل ژوند له لاسه ور کوي.
مخکې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، له ۹ میلیونو ډېر کسان د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې دوامداره روغتیايي او د مېندوارۍ پر مهال خدمتونو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلی عباد هم مني چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې لېرې پرتې سیمې د ډاکټرانو او په ځانګړي ډول ښځینه روغتیاپالانو د نشتون له امله له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي، خو زیاتوي، د دې ستونزې هواري لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د هغه په خبره، د روغتیا وزارت پلان لري، له روغتیايي برخې نوي فارغېدونکي کسان هغو سیمو ته ولېږي چېرې چې د ډاکټرانو، قابلو او روغتیاپالانو کمی دی.
د کم عمره نجونو ودول، پر وخت تر روغتیايي مرکزونو د مېندوارو مېرمنو نه رسول، په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو او قابله وو نشتوالی هغه څه دي چې له امله یې د افغان مېندوارو مېرمنو د مړینې شمېر لږ تر لږه د اسیايي هېوادونو په ډله کې تر نورو لوړ کړی دی.









