مور او ماشوم چې له خوړو محروم دي

د ویډیو تشریح، مور او ماشوم

په افغانستان او پښتونخوا کې له زېږون وروسته مېندې لا هم هغه خواړه نه خوري، چې اړتيا يې ورته لري. خبره يوازې د اقتصاد نه ده. روغتياپالان وايي ډېر خلک چې ان اقتصاد يې هم ښه دى د خپلو باورونو او دودونو له امله ميندو ته سم خواړه نه ورکوي. اوليا اطرافي له ميندو او ډاکټرانو سره غږېدلى دى:

رپوټ پرې لرو.