په اسټرالیا کې یوې ښځې د جنین بدلېدو له کبله پردی ماشوم زېږولی

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

په اسټرالیا کې یوې ښځې له دې کبله په ناپوهۍ سره پردی یا د بل چا ماشوم زېږولی چې د زېږون کلینیک ورته په تصادفي ډول د بلې ښځې جنین رحم کې ایښی و.‌

اسټرالیایۍ رسنۍ وایي د کوینزلنډ په بریزبېن کې د موناش په نوم د مصنوعي القاع (IVF) مرکز کې د جنین دا ادلون بدلون د انساني تېروتنې له کبله پېښ شوی دی.

د دغه کلینیک اجرائیوي رییس مایکل ناپ ویلي: "غواړم د موناش IVF په استازیتوب ووایم د هغه څه لپاره چې پېښ شوي، ډېره زیاته بښنه غواړم."

هغه زیاته کړې چې د زېږون د دغه کلینیک ټول کارکوونکي پر دې تېروتنې زړه ماتي شوي دي.‌

همدغه کلینیک تېر کال له دې کبله سلګونو ناروغانو سره د ۵۶ میلیونه استرالیايي ډالرو تاوان بدل کې جوړجاړی کړی چې د هغوی ژوندي جنین یې له منځه وړي وو.‌

د موناش IVFیوې ویاندې ویلي، کارکوونکي‌ فبرورۍ میاشت کې هغه مهال پر دې ستونزه خبر شول چې میندو او پلرونو غوښتل خپل پاتې کنګل شوي جنینونه بل کلینیک ته ولېږدوي.

موناش تایید کړې چې د یو بل ناروغ جنین په تېروتنې سره له کنګل حالته ویلې او غلط کس ته لګول شوی چې پایله کې یې ماشوم زېږېدلی دی.

کلینیک په دې تړاو څېړنې پیل کړې او ښاغلی ناپ وایي، دوی ډاډمن دي چې دا یوه جلا پېښه وه.

موناش وایي، کله چې پر پېښه خبر شول نو د کړکېچ د مدیریت ټیم یې رامنځ ته کړ او په یوه اونۍ کې یې دننه دننه له اغېزمنو شویو ناروغانو سره لیده کاته پیل کړل چې بښنه ترې وغواړي او ملاتړ یې وکړي.

شرکت د بیا تولیدونکې ټېکنالوژۍ د اعتبار کمیټې په ګډون اړوند څارونکي هم پر دې پېښه خبر کړي دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصنوعي القاع پروسه کې د ښځې له تخمدانه هګۍ تر ایستل کېدو وروسته لابراتوار کې له سپرم سره القاع کېږي

موناش IVF تېر کال له خپلو شاوخوا ۷۰۰ پخوانیو ناروغانو سره چې په تېروتنه یې د هغوی جنینونه د یوې څېړنې پر مهال له منځه وړي وو، په بې مخینې ډول د ۵۶ میلیونه اسټرالیايي (۲۶ اعشاریه ۸ میلیونه امریکايي) ډالرو تاوان بدل کې جوړجاړی وکړ.‌

هغه مهال په دغه کلینیک کې د ساتل کېدونکو جنینونو شاوخوا ۳۵ سلنه چې په حقیقت کې نورمال وو او میندې پرې په باثباته ډول میندواره کېدای شوې، د نیمګړې معاینې پایله کې غیر معمولي ښودل شوي وو.‌

د مصنوعي القاع یا IVF (in vitro fertilisation) پروسه کې د ښځې له تخمدان څخه هګۍ اخیستل کېږي او وروسته بیا په لابراتوار کې له سپرم سره القاع کېږي.‌ کله چې دا القاع شوې هګۍ پر جنین بدله شي نو بېرته د مور په رحم کې ځای پر ځای کېږي.

دا یوه ګرانه پروسه ده او تل بریالۍ هم نه خېژي.‌

د نیو ساوت وېلز پوهنتون د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ۲۰ زره ۶۹۰ ماشومان د مصنوعي‌ القاع پایله کې زېږېدلي وو.‌