نایجېریا کې له بې اولاده مېرمنو سره څنګه د "پټې ميندوارۍ" په نامه ټګي برګي کېږي؟
- Author, ییمیسۍ آډیګوکي، چیاګوزي نونوو او لینا شیخوني
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
چیوما په کلکه سره وايي 'هُوپ'، هغه ماشوم چې په غېږ کې یې نیولی، د هغې زوی دی. له اتو کلونو ناکامو هڅو وروسته چې مور شي، هغه خپل ماشوم ته د معجزې په سترګه ګوري.
دا په ټینګار وايي چې "زه د خپل ماشوم مالکه یم".
هغه د نایجېریا د یو ایالت د یو چارواکي په دفتر کې چې یوه ساعته ناسته کې ترې پوښتنې کوي او د دې جوړې په اړه څېړنه کوي، د خپل مېړه 'ایکي' تر څنګ ناسته ده.
د انامبرا ایالت د ښځو چارو او ټولنیزې هوساینې کمېساره ايفي اوبينا بو په کورنیو شخړو کې د حل ډېره تجربه لري، خو دا یوه عادي شخړه نه ده.
د ایکي د کورنۍ پنځه غړي، چې په دفتر کې حاضر دي، پر دې باور نه لري - لکه څنګه چې چیوما او ایکي ادعا کوي - هُوپ د دې جوړې بیولوژیکي ماشوم دی.
چیوما ادعا کوي دا ماشوم یې شاوخوا ۱۵ میاشتې په ګېډه کې "ګرځولی" دی. د کمیسارې او د ایکي کورنۍ لپاره د دې ادعا منل ستونزمن ښکاري.
چیوما وايي هغه د ایکي له کورنۍ د ماشوم پیدا کولو پخاطر له فشار سره مخامخ شوه او ان له هغه [ایکي] یې وغوښتل چې له بلې ښځې سره واده وکړي.
په دې ناچارۍ کې، هغې یو داسې "کلینیک" ته مخه کړه چې غیر عادي "درملنه" یې کوله - یو ناسمه او ځوروونکې دوکه - د هغو ښځو له مجبورۍ ناوړه ګټه اخلي چې مور کېدل غواړي او په دې کې د ماشومانو قاچاق هم شامل دی.
بیبيسي ته چارواکو اجازه ورکړه چې له چیوما سره د کمېسارې د خبرو پر مهال ګډون وکړي، چې د ناڅرګندې مېندوارۍ د دوکې په اړه زموږ د څېړنې یوه برخه وه.
موږ د چیوما، ایکي او نورو نومونه په دې مقاله کې بدل کړي، چې هغوی خپلو ټولنو کې له احتمالي غچ اخیستو وساتو.

نایجېریا په نړۍ کې د زیږون تر ټولو لوړه کچه لري، چې ښځې ډېر وخت له ټولنیز فشار سره مخ وي چې باید ماشوم وزېږوي او که دوی داسې نه شي کولی، نو ممکن له شړلو یا ان تاوتریخوالي سره مخ شي.
تر دې فشار لاندې، ځینې ښځې د مور کېدو هیلې ته د رسېدو لپاره افراط ته مخه کوي.
څه باندې یو کال، بیبيسي افریقا ای د "پټې مېندوارۍ" دوکې په اړه پلټنه کړې ده.
دوکهکوونکي چې ځانونه ډاکټران یا نرسان معرفي کوي، ښځو ته قناعت ورکوي چې دوی د "ښېرازۍ معجزوي درملنه" لري او د حمل ضمانت ورکوي. لومړنۍ "درملنه" معمولاً سلګونه ډالره لګښت لري او پېچکاري، څښاک، یا داسې مواد پکې شامل وي چې ښځینه شرمګاه ته یې ننباسي.
د دې پلټنې پر مهال، چې موږ له ښځو او چارواکو سره وغږېدو، هېڅ یو یا یوه یې نه پوهېده چې په دې درملو کې څه دي. خو ځینو ښځو موږ ته وویل دې موادو د دوی په بدن کې بدلونونه راوستي، لکه د معدې پړسېدل، چې هغوی ته یې د حمل په اړه نور قناعت هم ورکړ.
هغه ښځې چې دا "درملنه" ترلاسه کوي، ورته ویل کېږي چې هېڅ دودیز ډاکټر یا روغتون ته دې نه ځي؛ ځکه چې هېڅ سکن یا د حمل ازموینه به د "ماشوم" مالومولو څرک ونه لګوي، هغه څه چې دوکه کوونکي ادعا کوي له رحم نه بهر وده کوي.
کله چې د ماشوم د "زېږولو" وخت راشي، ښځو ته ویل کېږي زېږون یوازې هغه وخت پیلېږي چې هغوی ته د یوې "نادرې او قېمتي دوا" په واسطه القاح ورکړل شي او د اضافي پیسو غوښتنه ترې کوي.
د "زېږون" کیسې بېلابېلې دي، خو ټولې اندېښمنوونکې دي. ځینې ښځې بېهوښه کېږي او بیا د په خود کېدو پر مهال په خپلو ګېډو کې د عملیاتو نښې ګوري. ځینې نورې وايي هغوی ته داسې ستن (پیچکارۍ) ورکړل شوې چې یو خمار او تخیلي حالت ته یې بیايي، داسې حالت چې هغوی باور لري ګنې ماشوم زېږوي.
په هر حالت کې، پایله دا وي چې ښځې له ماشومانو سره پاتې کېږي او ګومان کېږي چې هغوی زېږولي دي.
چیوما کمیسارې اوبینا بو ته وايي، کله چې د هغې د "زېږون" وخت راغی، نو د دې په وینا، ډاکټر د هغې په ملا کې ستن ولګوله او ورته ویې ویل چې فشار ورکړه. هغې دا نه ده روښانه کړې چې څنګه یې هوپ ماشوم ترلاسه کړ، خو وايي چې زېږون "دردوونکی" و.

زموږ ټیم له دې پټو "کلینیکونو" یوه ته په ننوتلو وتوانېد – له یوې ښځې سره یې اړیکه ونیوه چې مراجعين یې د "ډاکټرې روث" په نوم پېژني - او موږ ځانونه د یوه جوړې په توګه ښکاره کړل چې له اتو کلونو د مېندوارۍ په هڅه کې یو.
دا ډاکټره چې ځان ته یې د "ډاکټر روث" نوم غوره کړی د هرې میاشتې دویمه شنبه ورځ د انامبرا ایالت د ایهیالا ښار په یوه ویجاړ هوټل کې خپل کلنیک پرانیزي. د هغې له خونې بهر، لسګونه ښځې د هوتل په دهلېزونو کې انتظار کوي، د ځینې ښځو د معدو پړسوب له ورایه ښکاري.
ټوله فضا مثبته ښکارېده. یوه شېبه کې ډېرې ښځې د هغې خونې ته هغه وخت ننوځي چې یوې ښځې ته ویل کېږي هغه مېندواره ده.
کله چې زموږ پټه راپور جوړوونکې ته د لیدو وخت راورسېد، "ډاکټر روث" ورته وایي دا په ضمانت درملنه ده چې مؤثره به وي.
هغه دې ښځې ته یوه ستن وړاندیز کوي، چې ادعا کوي دا به دې جوړې ته اجازه ورکړي چې د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت "وټاکي" - چې له طبي اړخه ناممکنه ده.
کله چې دوی ستن لګول رد کړي، "ډاکټر روث" هغوی ته د میده شویو درملو یو پاکټ او همدا راز ځینې نور درمل ورکوي چې هغوی یې باید په کور کې وخوري، دا لارښوونه هم ورته کوي چې کله باید کورواله وکړي.
دا لومړنۍ درملنه ۳۵۰,۰۰۰ نایرا (۲۰۵ ډالر؛ ۱۶۵ پونډه) لګښت لري.
زموږ پټه راپور جوړوونکې نه درمل اخلي، نه د "ډاکټر روث" لارښوونې تعقیبوي او څلور اونۍ وروسته یې بیا لیدو ته ورځي.
کله چې هغه د اولتراساونډ سکنر په څېر ښکاره کېدونکی ماشین چلوي، د راپور جوړوونکې پر معده یې ږدي، د زړه د ضربان غږ ته ورته غږ اورېدل کېږي او "ډاکټر روث" هغې ته د میندوارۍ مبارکي ورکوي.
دوی دواړه له خوښۍ چیغې وهي.
له ښه خبر ورکولو وروسته، "ډاکټر روث" وضاحت ورکوي چې دوی باید د "کمیابه" او قېمتي درملو لپاره پیسې ورکړي چې د ماشوم زېږولو لپاره اړین دي؛ ۱،۵ او ۲ میلیونه نایرا ($۱,۱۸۰؛ £۹۴۵) پورې لګښت لري.
"ډاکټر روث" پر ساینسي واقعیت سترګې پټولو سربېره ادعا کوي له دې درملو پرته به ښايي حمل له نهه میاشتو زیات دوام وکړي او وايي: "ماشوم به له خوارځواکۍ سره مخ شي - موږ باید هغه بیا جوړ کړو."
"ډاکټر روث" تر دې دمه د بيبيسي لخوا وړاندې شویو ادعاوو ته ځواب نه دی ورکړی.
دا چې ښځې په رښتیا پر دې ادعاوو باور لري یا نه، لا هم روښانه نه ده.
خو ځینې شواهد چې ولې دوی د دې وېروونکو دروغو ښکار کېدی شي، تر یوه حده په هغو انلاین ګروپونو کې موندل کېږي چې په کې د حمل په اړه ناسم معلومات پراخه شوي دي.
د غلطو معلوماتو شبکه

پټ حمل یوه پېژندل شوې طبعي پدیده ده، چې ښځه په کې د حمل په اړه تر وروستیو پړاوونو پورې خبره نه وي.
خو زموږ د څېړنې په ترڅ کې، بيبيسي د فېسبوک ګروپونو او پاڼو کې د دې ډول حمل په اړه پراخه ناسم معلومات وموندل.
یوه ښځه - چې په امریکا کې ده او خپله ټولنه یې د "پټ حمل" لپاره ځانګړې کړې، ادعا کوي هغه څو "کاله" میندواره وه او د هغې دا سفر د ساینس په مټ نه شي تشرېح کېدلی.
د فیسبوک په خصوصي ګروپونو کې، ډېری پوسټونه مذهبي اصطلاحات کاروي چې دغه جعلي "درملنه" د هغو کسانو لپاره "معجزه" وبلل شي چې حمل ته نه شي رسېدلی.
دا ټول ناسم معلومات له ښځو سره پر دوکه د هغوی د باور ډېرولو کې مرسته کوي.
د دې ګروپونو غړي یوازې له نایجېریا څخه نه دي، بلکې په دې کې له جنوبي افریقا، د کریبین هېوادونو او امریکا څخه هم دي.
دوکه کوونکي هم کله کله دا ګروپونه اداره کوي او پوسټونه خپروي، دوی ته دا فرصت ورکوي هغو ښځو ته ورسېږي چې له "درملنې" سره علاقمندې دي.
کله چې یو څوک د دوکې د بهیر پیلولو لپاره چمتووالی ښيي، دوی لا ډېر خوندي وټساپ ګروپونو ته وربلل کېږي. هلته اډمینان د "پټو کلینیکونو" او د دې پروسې په اړه معلومات شریکوي.
"زه لا هم اوتره یم"
چارواکي موږ ته وايي چې د "درملنې" بشپړولو لپاره، دوکه کوونکي نويو زيږېدلو ماشومان ته اړتیا لري او د دې کار لپاره هغوی په یوه داسې هېواد کې چې د ماشوم ضایع کول پکې غیر قانوني دي، داسې ښځې لټوي چې ناهیلې شوې او زیانګالې وي او ډېری یې ځوانې او میندواره وي.
د ۲۰۲۴ فبرورۍ کې، د انامبرا ایالت د روغتیا وزارت پر هغه ځای چاپه ووهله چې چیوما "هوپ" ماشوم پکې زېږولی و.
بيبيسي د چاپې ویډیو ترلاسه کړه، چې دوه ودانۍ په یوه لوی کمپلکس کې پکې ښکاري.

په یوه کې د روغتیايي تجهیزاتو خونې وې - چې ظاهراً د مراجعینو لپاره وې - او په بله کې څو مېندواره ښځې وې چې د خپلو غوښتنو پر خلاف ساتل کېدې. ځینې یې یوازې ۱۷ کلنې وې.
ځینو یې موږ ته وویل، دوی غولول شوې او دلته راغلي وې او نه پوهېدې چې د دوی ماشومان به د دوکه کوونکو مراجعینو ته وپلورل شي.
نورې، لکه اوجو - چې نوم یې اصلي نه دی، ډېرې وېرېدلې وې چې خپلو کورنیو ته ووايي مېندواره دي او د وتلو لاره یې لټوله. هغې وویل چې هغې ته د ماشوم لپاره ۸۰۰,۰۰۰ نایرا (۴۷۰ ډالر؛ ۳۸۰ پونډه) وړاندیز شوی و.
کله چې له دې وپوښتل شول، ایا پښېمانه ده چې خپل ماشوم یې وپلوره؟، هغې وویل: "زه لا هم اوتره یم".
کمېساره اوبینا بو، چې په خپل ایالت کې د دې دوکې د مخنیوي هڅو یوه برخه ده، وايي دوکهکوونکي د نوزیږدو ماشومانو ترلاسه کولو لپاره د اوجو په څېر زیانګالې (اسیبپذیرې) ښځې په نښه کوي.
په یوې سختې ارزونې پای کې، کمېسارې اوبینا بو ګواښ کوي چې له چیوما به هوپ ماشوم واخلي.
خو چیوما خپله قضیه وړاندې کوي او کمیساره په پای کې د هغې توضیح مني چې هغه پخپله قرباني شوې ده او نه پوهېده چې څه روان دي.
پر دې بنسټ، هغه چیوما او ایکه ته تر هغه پورې د ماشوم د ساتلو اجازه ورکوي چې د هغه اصلي والدین پیدا شي او د هغه د مالکیت ادعا وکړي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي، تر هغه چې د ښځو د ښېرازۍ، زیږون حقونو او زویولۍ او لورولۍ نیولو حقونه بدل نه شي، دا ډول دوکې به خپل پرمختګ کوي












