د هند "یاغي" مسلمانه شهزادګۍ چې پړانګان یې ښکار کول او رولز رایس یې چلاوه

د عکس سرچینه، Shams Ur Rehman Alavi
- Author, چیریلان مولان
- دنده, بيبيسي نیوز، ممبۍ
عابده سلطان د یوې عادي شهزادګۍ په څېرنه وه.
هغې خپل وېښتان لنډول، پړانګان یې ښکار کول او نښه وېشتونکې یا لوبغاړې وه.
شهزادګۍ الوتکو کې سفر کاوه او رولز راېس ګاډي یې چلول او دا کار یې له نهه کلنۍ پیل کړی و.
عابده په ۱۹۱۳ کال کې د زړورو 'بېګمو' (یوه لوړرتبه مسلمانه ښځه) په کورنۍ کې زیږېدلې. دوی د بریتانوي هند حکومت پرمهال په شمالي ایالت بهوپال تر یوې پېړۍ ډېر وخت واکمني کوله. عابدې د دوی میراث چې د ښځو- په ځانګړي ډول د مسلمانو ښځو روایتي دودیز ژوند ننګولو وو پر مخ یووړ.
هغې له مخ پټولو یا پردې، چې مسلمانې او ځینې هندو مېرمنې یې کوي، ډډه وکړه. هغې ته په ۱۵ کلنۍ کې د تخت و تاج وراثت ور پاتې شو.
عابده تر یوې لسیزې زیات د خپل پلار کابینه پر مخ وړله، د هند د ازادۍ له نامتو مبارزینو سره اوږه په اوږه مله وه. تر هغه چې د کرکې او تاوتریخوالي له کبله دغه هېواد په ۱۹۴۷ کال کې ټوټې ټوټې شو او پاکستان رامنځ ته شو.
عابده له تنکۍ ځوانۍ د خپلې نیا سلطان جهان تر لارښوونې لاندې چې ډېره اصولي او د بھوپال واکمنه وه، حکومتولۍ ته چمتو شوې وه.
د عابدې په ژوندلیک کې چې ۲۰۰۴ کال کې لیکل شوی، هغه د یوې یاغي شهزادګۍ په توګه یاده شوې. همدارنګه لیکل شوي، چې څنګه به سهار څلور بجې پاڅېده او قرآن کریم به یې تلاوت کاوه او بیا به یې خپل د ورځې کارونو ته دوام ورکاوه چې هغه د سپورت زدکړه، موسیقي او اسپ ځغلونه ده. هغې به غولی هم جارو کاوه او حمامونه به یې هم پاکول.
هغې د خپل ماشومتوب په اړه یوه مرکه کې ویلي:
"موږ نجونو ته اجازه نه ورکول کېده، چې د جنسیت له امله د کمترۍ احساس وکړو.هرڅه مساوي وو. موږ ټوله هغه ازادي درلوده، چې یو هلک یې لري. موږ کولی شو په اسپ سپرې شو، ونو ته وخېژو، هره هغه لوبه وکړو چې موږ یې غواړو. هېڅ بندیزونه نه وو."
شهزادګۍ عابدې د ماشومتوب یوه له وېرې لرې او خپلواکه دوره درلوده. دې په ۱۳ کلنۍ کې د خپلې نیا پر وړاندې بغاوت وکړ. کله چې هغې دا پردې ته مجبوروله.
د هغې پر ځان له حده زیات باور او د خپل پلار روښانه ذهنیت ورسره مرسته وکړه، چې د ژوند تر پایه له بندیزونو ځان خلاص کړي.
له پخوا هغه د بهوپال د تخت وارثه وه، عابدې دا چانس هم درلود، چې د ګاونډي نوابي ایالت د "کوروای" شاهي کورنۍ غړې شي همدا وه، چې په ۱۲ کلنۍ کې یې د خپل ماشومتوب ملګري او د "کوروای" واکمن سرور علي خان سره واده وکړ.
هغې د خپلې نکاح (واده) په اړه، چې تر ډېره پرې خبره نه وه د خندا په انداز کې خپل یادښت کې دا ډول په جزئیاتو لیکلي دي.
شهزادګۍ لیکلي، چې یوه ورځ یې د خپلو تره زامنو سره په بالښتونو لوبه کوله او یو بل یې وهل، چې ناڅاپه یې نیا خونې ته ورننوته او عابدې ته یې وویل، چې د واده لپاره جامې په تن کړي بس همدومره. هېچا هغې ته نه وو ویلي، چې هغه ناوې ده.
مېرمن عابدې لیکلي:
"هېچا راته نه وو ویلي او نه یې راته لارښونه کړې وه، چې څنګه ځان چمتو کړم. د نکاح خونې ته چې ننوتم د لارې په سر مې ولاړې ښځې یوې خوا بلې خوا پورې وهلې، لوڅ مخ وم او د تل په څېر غوسه وم چې بیا کومې نوې ازموینې ته غوره شوې یم. "

د عکس سرچینه، Shams Ur Rehman Alavi
د واده مراسم د عابدې د کوژدې په څېر لنډ وو، چې له یوې لسیزې کم وخت یې دوام وکړ.
د عابدې واده نه یوازې د هغې کم عمر له کبله بلکې د هغې سخت طبیعت او پرهېزکارۍ له امله ورته سخت شو.
هغه په ښکاره ټکو وايي، چې څنګه د پوهې کمښت او له جنسي اړیکې سره ناخوښي د هغې پر واده اغېز وکړ.
"زه له واده وروسته سملاسي د واده شوي ژوند کړاو او زیانونو دنیا ته ننوتم."
زه نه پوهېدم چې د دې پایلې به ما دومره وېرېدلې، بې حسه او بې ارزښته کړي. دا زیاتوي چې هېڅکله یې ونه شوی کړی ځان هغه دې ته چمتو کړي، چې "د ښځې او مېړه ترمنځ جنسي اړیکه ومنلی شم."
دا د هغې د واده له منځه تلو لامل شو.
تاریخپوهه سیوبهان لمبرت هرلی خپله مقاله کې لیکلي، چې عابدې څنګه د سوېلي اسیا د مسلمانو ښځو پټه خوله - چې د مېړه او ښځې ترمنځ جنسي اړیکو په اړه یې څه نه لیکل له دې پښه واړوله او د یو بېپروا او سپینګویه غږ په توګه یې خبرې وکړې.
وروسته له دې چې د هغې واده پای ته ورسېد، عابدې په "کوروای" کې د مېړه کور پرېښود او بېرته بوپال ته ستنه شوه.
خو د دې جوړې یوازینی زوی، شهریار محمد خان، د یوې ناخوښې سرپرستۍ شخړې موضوع وګرځېد.
خو د دې جوړې یوازېنی زوی، شهریار محمد خان د دوی ترمنځ د یوې بدې کشالې کړۍ شو او د اولاد د پالنې حق اخیستو جګړه پیل شوه.
عابده چې له یوې اوږدې مبارزې ناهیلې شوې وه او نه یې غوښتل چې له خپل زوی څخه جلا شي، د مېړه له خوا یې د شخړې پرېښودو لپاره یو زړرو ګام واخیست.
د ۱۹۳۵ کال د مارچ میاشتې په یوه ګرمه شپه کې عابدې درې ساعته موټر وچلاوه او په "کوروای" کې یې ځان د خپل مېړه کور ته ورساوه.
هغه د خپل مېړه خونې ته ننوته توپانچه یې راوایستله او د خپل مېړه لمنې ته یې وروغورځوله ورته وې ویل: "یا مې ووله یا دې ولم."
دا پېښه د یادې جوړې ترمنځ په فزیکي شخړه واوښته، چې پایله کې عابده بریالۍ شوه او د دوی ترمنځ د اولاد پالنې شخړه پای ته ورسېده.
هغې د یوې یوازې مور په توګه د خپل زوی پالنه وکړه او ترڅنګ یې د تاج او تخت میراث وړونکې په توګه هم چارې په مخ وړلې.

د عکس سرچینه، Shams Ur Rehman Alavi
کله چې بهوپال د هند مدهیا پردیش ایالت سره یوځای و، هغې له ۱۹۳۵ تر ۱۹۴۹ کال پورې د خپل ایالت کابینه پرمخ وړله.
شهزادګۍ عابدې د هغو کنفرانسونو په ګرديو مېزونو کې هم ګډون درلود، چې د بریتانوي حکومت لخوا د هند د راتلونکي حکومت په اړه پرېکړه کولو لپاره جوړ شوي وو. دې لړ کې هغې له با نفوذه مشرانو لکه مهاتما ګاندي، موتي لال نهرو او د هغه زوی جواهر لال نهرو سره - چې وروسته د هند لومړی وزیر شو، ولیدل.
هغې په لومړي سر کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ خرابېدونکي اړیکې او هغه تاوتریخوالی هم تجربه کړ، چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند له وېشل کېدو وروسته رامنځته شو.
عابدې په خپل یادښت کې له هغه دوه ګوني چلن هم پرده پورته کړې، چې په بهوپال کې ورسره مخامخ شوې او د هغې کورنۍ، چې له نسلونو راهیسې یې هالته ژوند کړی و څنګه د "بهرنیانو" په توګه چلن ورسره پیل شو.
هغې په یوه مرکه کې د هغه تریخ یاد ذکر کړی چې څنګه د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو.
یوه ورځ، کله چې د هند حکومت هغې ته خبر ورکړ چې د مسلمانو کډوالو یو ریل به بهوپال ته ورسېږي، عابده سلطان د هغوی د رسېدو څارنې لپاره د اورګاډي سټېشن ته ولاړه.
دې ویلي: "کله چې د ټرېن د هرې برخې دروازې پرانیستل شوې، ټول وژل شوي وو."
د دې په خبره دا هغه تاوتريخوالی او بې اعتمادي وه، چې له کبله یې په ۱۹۵۰ کال کې هغه پاکستان ته لاړه.
عابده په خاموشۍ یوازې له خپل زوی او د روښانه راتلونکي هیلو سره روانه شوه.
پاکستان کې هغې د خپل سیاسي فعالیت له لارې د ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو لپاره کار وکړ.
عابده په ۲۰۰۲ کال کې په کراچۍ کې مړه شوه.
پاکستان ته له تګ وروسته، د هند حکومت د هغې خور د تخت وارثه کړه. خو عابده اوس هم په بهوپال کې شهرت لري او خلک یې د هغې په لقب "بیا حضور" په نوم یادوي.
خبریال شمس الرحمن علوي، چې د بهوپال د ښځینه واکمنانو په اړه څېړنه کوي وايي: "د تېرو څو کلونو د مذهبي سیاست له امله د هغې میراث زیانمن شوی او نور د هغې په اړه ډېرې خبرې نه کېږي،" وايي ژورنالیست شمس الرحمن علوي، چې د بهوپال د ښځینه واکمنانو په اړه څیړنه کوي.
"خو د هغې نوم به ډېر ژر هېر نه شي."








