چین کې پرلپسې په دویم کال هم د نفوسو کچه کمه شوې

chaina

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین نفوس سږ کال بیا هم راکم شوی دی او د نړۍ د دویم لوی اقتصاد لرونکي هېواد په توګه یې اندېښنې زیاتي کړې دي.

نن چارشنبه چین کې د وګړو د شمېر په تړاو مالومات خپاره شوي، چې د تېر کال پرتله کموالی ښيي.

د چین د وګړو شمېر د ۲۰۲۳ کال پای کې ۱،۴۰۹ میلیارد ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۲،۰۸ میلیونه کمښت پکې لېدل کېږي.

د سږ کال شمېر یې د تېر کال پرتله دوه برابره کم یاد شوی دی، چې تېرو ۶۰ کلونو کې د وګړو د تر ټولو ټیټ شمېر و.

کارپوهان وايي، د دې کمښت وړاندوینه چین کې د زېږون کچې له راټېټېدو سره شوې وه.

بیجنګ د چارشنبې پر ورځ وویل، د زیږون کچه دغه هېواد کې په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې ۶ اعشاریه ۳۹ ته راټیټه شوې.

چین له لسیزو راهیسې د نفوس د کنټرول لپاره د زیږون کچه راټیټه کړې وه. خو په ۲۰۱۵ کال کې یې بېرته خپله هغه پالیسې بدله کړه چې پر مټ یې د وګړو د شمېر د ډېرښت مخه ونیسي.

دې هېواد د ماشومانو د زېږون په موخه د خلکو د هڅونې لپاره قوانینو کې نرمښت راوست، چې کورنۍ دې تر درېیو پورې ماشومان وزېږوي.

بیجنګ کې یوې ۳۱ کلنې ښځې وانګ چینګي ویلي: "زه او مېړه مې غواړو ماشومان ولرو، خو اوس د دې کار وس نه لرو."

نوموړې بي بي سی ته ویلي، هغه او مېړه یې اړ دي چې تر راتلونکو دریو کلونو پیسې سپما کړي چې بیا پرې د ماشوم لګښتونه پوره کړي، په ځانګړي توګه د ښوونځي لګښتونه.

آغلې چینګي زیاته کړې: "زه غواړم تر هغې چې ځوانه یم میندواره شم، دا زما د روغتیا لپاره هم ښه ده. په هر صورت زه د اوس لپاره پیسې نه لرم، نو باید په تمه پاتې شم. دا د شرم خبره ده او زه کله کله وېره احساسوم."

کارپوهانو د زېږون د کچې په کېمدو کې د وبا اغېزې په ګوته کړي.

چین کې پر خواله رسنیو هم په دې اړه سخت غبرګونونه و، ځینو د لګښت فشارونو پر کمولو ټینګار کړی و.

د خواله رسنیو یو کاروونکي حکومت ته په خطاب کې لیکلي: "که تاسو خلکو ته اجازه ورکړئ چې ارامه او هوسا ژوند وکړي، دوی خامخا ماشومان غواړي."

چین کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه هم په لوړېدو ده. دا هېواد همدا راز د تقاعد پر سیستمونو له فشار سره مخ دی ځکه چې د زېږون کچه په ټېټېدو او برعکس د عمر خوړلیو کسانو شمېر پکې په لوړېدو دی.

اټکل کېږي چې، تر ۲۰۳۵ کاله به دا شمېر ۴۰۰ میلیونو ته لوړ شي.

خو کارپوهان وايي‌ چین د دې کار د مدیریت لپاره وخت او سرچینی لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، چین چې یو مهال د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد و، خو تېر کال ترې هند مخکې شو او د نفوسو شمېر یې له یو میلیارد او ۴۲۵ میلیون واوښت.

اټکل شوی چې د چین نفوس به د روانې پېړۍ تر پای ته رسېدو پورې څه کم یو میلیارد کسانو ته ورسېږي، خو په مقابل کې به یې هند څو لسیزې د خپل نفوس د ډېرېدو بهیر روان وساتي.