ملګري ملتونه: د هند نفوس به دا اونۍ د چین تر نفوس واوړي

هند کې انډیا ګېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو ویلي، دا اونۍ به هند په نړۍ د ډېر نفوس لرلو له اړخه د چین پرتله ډېر نفوس ولري.

د تازه معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د هند نفوس د اپریل میاشتې تر پایه یو میلیارد او ۴۲۵ میلیون او ۷۷۵ زره او ۸۵۰ کسانو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو یوه بل سازمان تېره اونۍ وړاندوېینه کړې وه چې د هند نفوس به د روان کال تر پایه د چین تر نفوس واوړي.

اسیايي هېوادونو په تېرو ۷۰ کلونو کې د نړۍ د ټول ټال نفوس دریمه برخه جوړوله.‌

د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "چین به د نړۍ د ډېر نفوس لرونکي هېواد په توګه ژر خپل پخوانی موقعیت بېرته خپل کړي".

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تېره اونۍ ویلي وو، د هند نفوس به د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې د چین تر نفوس ۲٫۹ میلیون ډېر شي.

د ویډیو تشریح، د نړۍ نفوس ۸ میلیاردم ماشوم، پنځم، شپږم او اوم میلیاردم ماشوم څوک و؟

په چین کې د زوکړې شمېرې کمې شوې چې له ۱۹۶۱ راهیسې دا لومړی ځل دی چې ددغه هېواد د نفوس شمېر تنازلي روان دی.

اټکل شوی چې د چین نفوس به د روانې پېړۍ تر پای ته رسېدو پورې څه کم یو میلیارد کسانو ته ورسېږي، خو په مقابل کې به یې هند څو لسیزې د خپل نفوس د ډېرېدو بهیر روان وساتي.

په هند کې د میندوارۍ کچه په کمېدو ده، چې په ۱۹۵۰ کال کې هرې ښځې اوسط ۵٫۷ زیږون کچه اوسمهال ۲٬۲ زیږون ته راټیټه شوې ده.

د نړۍ نفوس به د نومبر میاشت کې له ۸ میلیاردو کسانو واوړي.